هغه شمېر د کار ځواک افغانان چې له افغانستان نه بهر ژوند کوي، یو له هغو لویو لاملونو نه دی چې د نړۍوالې ټولنې د مرستو تر څنګ د افغانستان ملي اقتصاد څرخوي. روښانه ده چې د افغانستان متخصص، مسلکي، لوستي او د تجربې خاوند د ځواک لویه برخه، دا مهال ددغه هېواد په بهر کې ژوند کوي. دغه راز نالوستي، غیرمسلکي او زاړه کسان هم په دې ډله کې دي چې په قانوني او غیرقانوني ډول د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په کار کولو بوخت دي. د افغان کډوالو د کار ځواک د څلورو بېلابېلو لاملونو له امله له افغانستان نه بهر شوي او په بهرنیو هېوادونو کې کار کوي.
۱- هغه کارګران چې په قانوني ډول د کار په ویزې له افغانستان نه تللي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د قانون له مخې کار کوي؛
۲- هغه شمېر کارګران چې په قانوني ډول د سیاحت د ویزې په درلودلو له افغانستان نه تللي یا بهر شوي، خو دوهم هېواد ته له رسېدو سره سم په غیرقانوني او په پټه په کار کولو پیل کوي؛
۳- هغه کارګران چې په قاچاقي ډول د افغانستان له پولو اوړي، خو هغو بهرنیو هېوادونو کې چې کډوال مني د خپل قبولي د قانوني دورې له بشپړېدو وروسته په قانوني توګه کار کوي؛
۴- هغه کارګران چې په غیرقانونو ډول د افغانستان له پولو اوړي او دوهمو، دریېمو، څلورمو او…. هېوادونو ته ځي او په پایله کې یو هېواد ټاکي او همالته د ژوند کول پرېکړه کوي دوی د قبولي له مدرک پرته په غیرقانوني ډول کار کوي.
هغه څه چې ددغو څلورو لاملونو ترمنځ ګډ دي، دادي چې ټول دغه وګړي، تر هر نوم لاندې چې له افغانستان نه بهر شوي دي او په نورو هېوادونو کې ژوند کوي، خپل د کار ځواک یې د کوربه هېوادونو په واک کې ورکړی او خپل په لاس ګټلې پیسې یا ټولې یا هم تر یوې اندازې خپلې کورنۍ او خپلوانو ته افغانستان ته لېږي. د کوربه هېوادونو سوداګر یا هم له افغانستان نه بهر افغان سوداګر ددغو کارګرانو نقدې پیسې له هغوی نه اخلي او ددغو کارګرانو کورنیو ته یې د هغه په معادل افغانستان ته افغانۍ ورلېږي. دغه سوداګر په نقدو پیسو چې د افغاني کارګرانو پخپل لاس ګټلو له لارې یې ترلاسه کوي، خارجي توکي پېري او افغانستان ته یې واردوي. وارداتي توکي چې بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغان د کار د ځواک د خپل لاس ګټلو پیسو په مرسته برابریږي، په افغانستان کې د کورنیو او له هغې لارې د افغانستان د ملي اقتصاد لپاره د پام وړ اقتصادي ګټه رسوي د افغانستان پر اقتصاد باندې د افغانستاني کډوالو د کار ځواک مستقیمې اغیزې کولای شو د ملي ناخالصه د عایدو د کچې لوړوالي، د سوداګرۍ د بیلانس د کسر درمان او د ژوندانه د سرچینو په پراختیا کې یې تثبیت کړو چې په مستقیم ډول د افغانستان اقتصاد تر پوښښ لاندې راولي. سربېره پر دې، د کډوالو د کار د ځواک په بدل کې د توکو د واردولو له کبله د افغانستان په اقتصاد او ټولنې د پام وړ اغېزې پرېښي چې نه کیږي له ټولو یادونه وکړو. هغه څه چې مهم دي، په بهر کې د مېشتو افغان کارګران د شمېر مالومول دي، لکه څنګه چې د کار د ځواک شمېر په افغانستان کې د ملي اقتصاد د شاخصونو له ودې سره مخامخ اړیکه لري.
د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د کډوالو د کار د ځواک د ټول تعداد دقیق شمېر په لاس کې نه شته؛ خو د بېلابېلو شمېرنو چې د نړۍوالو سازمانونو له ډلې یې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ له لوري د خپرو شویو شمېرنو له مخې چې د افغاني کډوالو د شمېر په اړه یې ویلي، کولای شو په تخمیني ډول د افغانستان د کډوالو د کار د ځواک تعداد او شمېر هم مالوم کړو.
د ملي ناخالص عایدو د کچې لوړوالی
اړینه ده چې د افغاني کډوالو د کار له ځواک نه په ګټې اخیستنې چې د ملي ناخالصه عایداتو د کچي په لوړوالي کې رول لري له څېړنې وړاندې د ملي ناخالصه عایدو تعریف او توپیر یې د ملي ناخالصه تولیداتو سره وڅېړو.
(GNI) یا ملي ناخالصه عایدات د عایداتو مجموعه ده چې د پیسو د ارزښت نه په ګټې اخیستنې ټول توکي او تولید شوي بشپړ شوي خدمتونه د کار د ځواک او د یوه هېواد د وګړو د تشبثاتي وړتیا له لوري د نړۍ په کچه ترسره کیږي. پرته دې له چې د خپل هېواد په دننه یا هم په نورو هېوادونو کې په فعالیت بوخت وي. په ملي ناخالصه عایداتو کې هغه ارزښتونه په پام کې نیول کیږي چې د یوه هېواد د وګړو له لوري د خپل هېواد له دننه یا هم له بهرنیو هېوادونو نه یې په لاس راوړي، خو یوازې د هېواد دننه په مصرف رسیږي.
له دې امله د افغان کډوالو د کار د ځواک عواید چې د افغانستان په اقتصاد اغېز لري، شامل پر هغو ارزښتونو دي چې له ټولې نړۍ نه د افغانستان د وګړو له لوري ترلاسه کیږي او یوازې د افغانستان دننه په مصرف رسول کیږي. نو ملي ناخالصه عواید کېدای شي ددغه اصل د غوره او په اختصاصي ډول ښکارندوی وي او د اقتصادي شاخص په توګه له هغه نه ګټه اخیستنه چې د افغانستان پر اقتصاد باندې د افغان کډوالو د کار د ځواک اغېزې وڅېړي، روښانه او ګټورې پایلې له ځانه سره ولري.
که وغواړو د افغان کډوالو د کار د ځواک اغېزې وڅېړو او سلیزو پایلو ته لاسرسی وموندو، په دې برخه کې چې د جمعیت پېژندنې د مالوماتو نه شتون ته پام وکړو، غیر ممکن کار دی؛ ځکه په بهرنیو هېوادونو کې د شاغلو کارګرانو د جمعیت د شمېر د ورکړې، د هغو د هر یوه د عاید کچه او افغانستان ته چې د هغوی له عوایدو نه ترلاسه شوې پیسې واردېږي، د لاسرسي وړ ندي. له دې امله له هغو مالوماتو چې په دې برخه کې د لاسرسي وړ دي، ګټه پورته کېږي حتی که چیرې واقعي پایلو ته هم لاسرسی ونه شي، کېږي یوې فرضي پایلې ته ورسیږو. د افغانستان د مرکزي احصاییې شمېرنې ښيي چې له هېواده بهر د افغان کډوالو له لوري خپلو کورنیو ته د رالېږل شویو د مبالغو سقف په کلني ډول د کورني ناخالصه تولید ۱.۷ سلنه دی. خو دا چې کارګران له غیررسمي لارو (د حوالې سیستم) نه د خپلو پیسو د لېږلو لپاره ګټه اخلي، کیدای شي د هغوی په څېړنو کې ددغو ارقامو د واقعي ارزښت ډېر ټیټ تخمین شوی وي. خو د رالېږل شویو هېوادونو د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، افغانستان ته د کډوالو کارګران د تر لاسه شویو عواید مجموعي مبالغ کېدای شي ۱۰ برابره زیات وي [۱]. که له شته امکاناتو او د اقتصاد له دکتورینو چې د شمېرنو په برخه کې شتون لري، افغانستان ته د رالېږل شویو نقدي پیسو مجموعي کمیت تخمین کړو، لیدل کېږي چې لږترلږه درې میلیونه [۲]افغان کارګران چې بهرنیو هېوادونو کې کار کوي، کوربه هېوادونو کې د عادي کارګرانو د عاید د منځني حد ته په پام او د نړۍوال بانک تخمین ته په پام چې د ۱۰ برابره ۱.۷ سلنه یې ویلي دي، افغانستان ته چې کومې نقدې پیسې راځي، په کلني ډول لږترلږه ۲۰۹.۵۹ میلیارده افغانی کیږي[۴]. دا د افغانستان د مرکزي احصاییې له شمېرنو ډېرې زیاتې دي. له همدې امله که چېرې د نړۍوال بانک د شمېرنو مبنا په نظر کې ونیسو، لیدل کېږي چې دغه ارزښت د ملي ناخالصو په عوایدو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راولي. نو ویلی شو چې د افغان کډوالو د کار ځواک د افغانستان د ملي ناخالصه عوایدو د کچې په زیاتوالي کې د پام وړ رول لري.
د سوداګرۍ د بیلانس د کسر درمان
څرنګه چې روښانه ده، افغانستان د تولیدي سرچینو د کمښت له امله، په خپل بهرني سوداګرۍ کې د سوداګرۍ د بیلانس له ژور کسر سره مخ دی. په بهرنیو هېوادونو کې مېشت د افغان اتباعو انساني ځواک کولای شي تر یوې اندازې د افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس کسر راکم کړي. د مخکې فرضیې پر بنسټ په بهر کې د افغان کډوالو د کار ځواک تخمیني عاید ۲۰۹.۵۹ میلیارده افغانۍ چې معادل یې په امریکايي ډالرو ۲.۳۵۴ میلیارده کیږي، په کلني ډول افغانستان ته وارد کیږي له بل پلوه د افغانستان د صادراتو ارزښت ته په پام چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ۸۵۰ میلیونه ډالر ثبت شوي دي او دغه راز په همدې کال کې د افغانستان واردات ۵.۳۰۷ میلیارده ډالر ثبت شوي دي ۴ د افغانستان د اتباعو د انساني ځواک عاید چې له هېواده بهر ژوند کوي، شاوخوا ۴۴.۳۵% د افغانستان د وارداتو ارزښت دی. له همدې امله ویلای شو یو له هغو سرچینو چې د افغانستان لپاره له بهر نه د موادو د برابرو لامل کېږي او کولای شي د افغانستان د سوداګرۍ کسري بیلانس درمان کړي، د افغانستان د اتباعو د انساني ځواک عاید دي چې له هېواده بهر یې کار کړی او خپل په لاس ګټلې پیسې افغانستان ته رالېږي.
د معیشتي سرچینو پراختیا
افغانستان اقتصادي پرمختیا ته د نه لاسرسي، د تولیدي بسترونو کموالی او د زېربناوو کموالي پر بنسټ له هغو هېوادونو دی چې د سرچینو له شدید کمښت سره مخ دی. د افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس ژور کسر، بې وزلي او خوړو ته د ډېری خلکو نه لاسرسي ته په پام، لیدل کېږي چې په دې هېواد کې شته سرچینې په تخمیني ډول یوازې د ۲۰ سلنه کمو نفوسو اړتیاوې پوره کولای شي. نو د افغانستان د پاتې جمعیت نورې اړتیاوې د نړۍوالې ټولنې د مرستو او د افغانستان د اتباعو د کار د ځواک د ګټل شویو پیسو چې په بهر کې کار کوي، په مرسته چمتو کېږي. لکه څنګه چې وویل شول، نړۍوال سوداګر یا هم افغان سوداګر هغه نقدي پیسې چې له افغان کارګرانو نه ترلاسه کوي په هغو توکي پېري او هغه افغانستان ته واردوي. نو دغه توکي یوازې د انساني ځواک له لوري ترلاسه او د افغانستان د اوسېدونکو لپاره د سرچینو د کچې په پراختیا کې مرسته کوي.
پایله کې ویلای شو، د افغانستان انساني ځواک چې په قانوني او غیر قانوني ډول د هېواد په بهر کې کډوال دي او کار کوي، د افغانستان په اقتصاد د پام وړ اغېز درلودلای شي. د افغانستان د اقتصاد شاخصونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د افغان کډوالو د کار د ځواک د ترلاسه شويو عواید تر اغېز لاندې دی. داسې چې بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغان کارګران خپل ترلاسه شوي عواید ټول یا هم په قسمي ډول افغانستان کې خپلو کورنیو ته ورلېږي. له همدې امله هېواد ته د افغان کډوالو د کار د ځواک د ګټل شویو پیسو رالېږد په مستقیم ډول د ملي ناخالصه عوایدو د کچې په پراختیا کې ونډه لري، د سوداګرۍ کسري بیلانس سره مرسته او په ټوله کې معیشتي سرچینو ته پراختیا ورکوي.
[۱] World Bank, 2021.
[۲] کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندهگان ۲۰۲۱ (UNHCR)
[۳] تحقیق دانشگاهی دانشجویان اقتصاد دانشگاه کابل، نقش نیروی کار افغانهای مقیم در خارج از کشور روی تولیدات ناخالص ملی،۱۴۰۱.
[۴] سالنامه احصایوی ۱۴۰۰، اداره مرکزی احصاییه و معلومات.