د هېواد د بدلونونو په اغېزمنتیا کې د ټولیز کار اهمیت

موږ د ثبات د رامنځته کولو او د بدلون د مخنیوي لپاره ډیرې هڅې کوو، خو د ژوند طبیعت د سکون او ثبات له هغې مانا سره اړخ نه لګوي چې موږ یې خوښوو. له همدې امله، ډېری وخت د واقعیت او زموږ د هیلو ترمنځ د دغه لوی واټن د وهلو لپاره، د ادب، تاریخ او افسانو په جوړولو لاس پورې کوو چې په هغو کې ژوند هوار، خطي او ثبات لرونکی معرفي کېږي. د بېلګې په توګه د ډېرو هېوادوالو لپاره وطن هغه ابدي او ازلي خاوره ده چې له ډېرو پخوا زمانو زموږ وه او تر دې وروسته به هم وي. په دې تصویر کې افغانستان پينځه زره کلن تاریخ لري او اوسېدونکي یې د پينځه زره کاله وړاندې وخت د پلرونو اولادونه دي. په دې تړاو اختلاف شته چې په ريښتیا کوم کسان له پینځه زره کاله مخکې نه راغلي دي او نور وروسته د ملت له دې تارخي کاروان سره یو ځای شوي دي، خو د دغه تاريخ اصل او ثابته مخینه لږ تر لږه په رسمي سياست کې له شک سره نه مخ کېږي. ښايي لامل يې د سياسي او ټولنيز ژوند له بدلونونو ډک او بې ثباته واقعيته د تېښتې لپاره زموږ په ټوليزه لېوالتيا کې وي. کافي ده، چې د دې خاورې د څو سوو کلونو نسبتاً مستند تاریخ ته وګورو، څو پوه شو، چې د افغانستان له خاورې بهر ته او له بهره زموږ هېواد ته لښکرکشۍ او متقابلې کډوالۍ هېڅ وخت نه دی درېدلی. دا چاره یوازې زموږ په هېواد پورې محدوده نه ده، ټولې ټولنې لوی بدلونونه او بې ځایه کیدنې تجربه کوي. نو وطن او وطنوالي د ژوند د شېبو او د ژوند د متحرک طبعیت په څېر بدلېږي. هغوی چې د شلمې پېړۍ په پیل کې د افغانستان د حاکمیت پر سر جنګېدل او دا خاوره یې د خپل پلار میراث بلله، د واک او اقتصاد د بدلون په څو څپو کې داسې خواره شول چې اوس یې په هېواد کې د بچیانو څرک ډېر کم موندلای کېدای شي. له هغوی چې تېر شو، ګڼ هغه وطنوال چې د غوایي د اومې او اتمې په لړ کې له هېواده وتلي، سره له دې چې یو وخت د واک اصلي دعوه کوونکي او خاوندان وو، اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تیت او پرک دي او اولادونه یې افغانستان ته د راستنېدو لپاره ډېره لږه لېوالتیا او امکانات لري.

اوس واک ته د طالبانو په راتګ سره په میلیونونو افغانان له هېواده وتلي او یا هم د وتلو پلان لري، په مقابل کې یې زرګونو عربو، پاکستانيو، ازبیکستانيو، تاجیکستانيو او نورو جنګیالیو چې په تېرو څو لسیزو کې یې د افغانستان د وګړو له یوې برخې سره ژوند کړی، ودونه کړي، ځايي ژبه یې زده کړې، تذکرې یې اخیستی او اوس د افغانستان په خاوره کې د اوسېدو په لټه کې دي. که د طالبانو واکمني دوام وکړي او یا ړنګه شي، احتمالاً به د هغوی یوه برخه د افغانستان په ریښتوني نفوس بدله شي او په راتلونکي کې به یې اولادونه په دې بحثونو کې چې څوک اصیل دي او څوک نه دي، ګډون وکړي. د جلاوطنو او کډوالو د لوی نفوس په منځ کې به هم په راتلونکي ډیری په کوربه ټولنو کې ومنل شي او له هغو سره به یوځای شي او یوه ډله یې ښایي بیرته خپل هیواد ته راستانه شي، يعنې وطن او وطنوالي ثابته او دايمي نه ده لکه څنګه چې یې موږ تصور کوو. خو د نن او پخوا تر منځ یو مهم توپیر شته. د وطن او وطنوالۍ مفهوم بدل شوې دی او د کډوالو اوسني نسل د وطن یوه برخه له ځانه سره بیولې ده. په تېرو څو لسیزو کې د کډوالۍ لړۍ او په داسې پېر کې د کوچېدنې اوسنۍ لویه څپه چې د هرې ورځې په تېریدو سره مجازي اړیکې لا پراخیږي، د دې لامل کیږي چې له وطن سره د بهر میشتو اړیکه پرې نه شي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا دا بدلون به له هغو ملیونونو جلا وطنو او کډوالو سره چې له خپلو هیوادوالو سره په مستقیم تماس کې دي، مرسته وکړي څو د هیواد د راتلونکي په جوړولو کې بې ساري رول ولوبوي. له نښو نښانو ښکاري چې باید هیله من واوسو، په ځانګړې توګه له دې امله چې د حاکمیت ادعا او د سیاست او ټولنې ډګر ته د راستنېدو نیت د دغو کډوالو او جلاوطنو په لویه ډله کې ژوندۍ ده. ټولیز حرکتونه نه دي دریدلي. تمه ده چې په بهر کې مېشت افغانان به د اوسني کړکیچ په کابو کولو کې پراخه ونډه واخلي. د دې ونډې اخیستنې شرط ټولیز کار دی.

ورته لیکنې

Back to top button