۸صبح، کابل: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د الاهه دلاورزي نیول کېدل او له هغې سره د طالبانو چلند غیرانساني بولي هغه یې غندلی دی.
دغه کمېسیون دوشنبې د سلواغې په ۱۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو د طالبانو له خوا د الاهه دلاورزي د لېږدولو او ناقانونه نیولو په وړاندې غبرګون ښودلی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له یوناما، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازولۍ، د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا له راپور ورکوونکي، ددې سازمان د ښځو کمیټې او د ښځو له حقونو نورو دفاع کوونکو بنسټونو غوښتي چې د طالبانو له بنده د لاورزي د خلاصون لپاره هڅې وکړي.
دغه کمېسیون د الاهې دلاورزي د کورنۍ د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هغوی لپاره یې له وېرې پرته ژوند برابرولو لپاره د روښانه او لازمو تدابیرو غوښتنه کړې ده.
الاهه دلاورزۍ د کابل د طب پوهنتون محصله وه. هغه ادعا کړې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکیني ویاند سعید خوستي پر هېواد د دې ډلې له واکمنۍ وروسته په زور له نوموړې سره نکاح کړې او بیا یې څو ځله هغه وهلې ټکولې او شکنجه کړې یې ده.
دلاورزي له دغو څرګندونو وروسته د طالبانو له خوا ونیول شوه او اوس د دې ډلې په بند کې ده.