د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ایران کې د افغان کډوالو له حقونو سرغړونې له امله اندېښنه لري

۸صبح، کابل: د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په ایران کې د افغان کډوالو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه، اندېښنه لري.

دغه کمېسیون نن (شنبه د غوایي ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې، د خپلو باوري سرچینو د معلوماتو په حواله په ایران کې د افغان کډوالو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، په ایران کې افغان کډوال، په ځانګړې توګه په اصفهان کې، یوازې د سختو کارونو په برخه کې کار کولای شي او د نورو دندو له ترسره کولو منع دي.

په اعلامیه کې راغلي: «د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، په ټینګار او جدیت سره د ایران اسلامي جمهوریت له حکومت او د دغه هیواد له نورو بنسټوونو غوښتنه کوي، چې د کډوالو په برخه کې د بشري حقونو نورمونو ته درناوی وکړي او د کډوالو په هکله پر خپلو سیاستونو له سره غور وکړي.»

دغه کمیسیون په ایران کې دننه او بهر د بشري حقونو له مدافعینو هم غوښتي چې په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو په اړه، د عدالت غوښتنې کمپاین پیل کړي.

دغه بنسټ د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او د دغه سازمان د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ هم غوښتي چې په ایران کې د افغان کډوالو له حقونو د سرغړونې د قضیو په اړه، خپلې څېړنې وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون، د اعلامیې په یوه برخه کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له ځانګړي استازي (ریچارډ بینیټ) څخه هم غوښتل شوي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو ترپښو لاندې کولو مخنیوی لپاره همغږي پلانونه او کړنلارې په لاره واچوي.

ایران چې د افغانستان لوېدیځ ګاونډی هېواد دی، تل د افغان کډوالو د حقونو په تر پښو لاندې کولو او له هغوی سره په ناوړه چلند تورن شوی دی.

دغه هېواد د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.

ویل کیږي، چې د طالبانو له خوا پر هېواد له بیا ولکې ټینګولو وروسته، د دغه هېواد سلګونه زره وګړي ایران ته کډوال شوي دي.

Back to top button