۸صبح، کابل: طالبانو په یوه تازه حکم کې د حزب التحریر، جمعیت اصلاح او نجم بنسټ فعالیت منع اعلان کړی دی.
د طالبانو د استخباراتو ادارې په مکتوب کې چې دوشنبې د لړم په دېرشمه خپور شو او تازه ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، دغې ادارې ددغو دوو ګوندونو او یوه بنسټ فعالیت منع کړی دی.
په مکتوب کې راغلي: «د استخباراتو ادارې مشرتابه د حکم له مخې، د حزب التحریر، جمعیت اصلاح او نجم بنسټ او نورو تکفیري ډلو سیاسي فعالیتونه منع دي.»
د هغه لیک له مخې چې ۸صبح ته رسېدلی، دا مکتوب ظاهرا د هېواد یوه ولایت ته چې نوم یې په دې لیک کې تور شوی، صادر شوی دی.
په لیک کې راغلي چې په اوسني وخت کې د علماوو تر «قیادت» لاندې «شرعي نظام» موجود دی او د بل هېڅ جماعت او ګوند د فعالیت اړتیا نشته؛ ځکه د سیاسي ګوندونو شتون، د خلکو په زیان دی.
جمعیت اصلاح او حزب التحریر چې ځانګړي سیاسي ـ اسلامي نظریات لري، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې یې له دې ډلې سره په ځینو ولایتونو کې «بیعت» وکړ.