د المپیک نړیوالې کمېټې په افغانستان کې پر ښځینه ورزشکارانو د لګول شويو بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: د المپیک نړیوالې کمېټې په يوه غونډه کې په افغانستان کې د ښځینه ورزشکارانو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغې کمېټې د چهارشنبې په ورځ (وري ۹) خبر ورکړ چې په یوه غونډه کې د افغانستان، ایران، هند او ګواتیمالا د ورزشکارانو وضعيت ارزول شوی دی.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د المپیک د نړیوالې کمېټې په وروستۍ غونډه کې د دې کمېټې له غوښتنې سره سره، د طالبانو لخوا په افغانستان کې سپورټ او زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د المپیک نړیواله کمېټه او د افغانستان د بدني روزنې ریاست چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، سپورټ ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې د دغې ډلې له مشرتابه نه د تضمین په تمه دي.

د المپیک نړیوالې کمېټې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره پر ښځینه ورزشکارانو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.

دغې کمیټې دغه راز ويلي، چې اوسنیو حالاتو ته په کتو سره ژمنه ده چې د هغو ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک سیالیو کې د ګډون هوډ لري.

ویل کیږي چې اوسمهال لس افغان ورزشکاران د المپیک د نړیوالې کمیټې په مالي مرسته د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه له افغانستانه بهر په بیلابیلو څانګو کې پر تمرينونو بوخت دي.

ورته لیکنې

Back to top button