هرات کې د ایران کونسلګرۍ یو ځل بیا سیاحتي شرکتونو ته د ویزو د صادرولو اجازه ورکړې ده

۸صبح، هرات: په هرات کې د ایران کونسلګرۍ څخه سرچینې وایي، چې دغې ادارې بیا سیاحتی شرکتونو ته د ویزو د صادرولو اجازه ورکړې ده.
د ایران په کونسلګرۍ کې یوې باوري سرچینې یکشنبه د سلواغی پر ۲۳ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې دا خبره تایید کړه.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې د ايران کونسلګرۍ د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه یو ځل بيا سیاحتی شرکتونو ته د ویزو د ثبتولو اجازه ورکړې ده.
په هرات کې د دغه هېواد په کونسلګرۍ کې د ایران د ویزې د ثبتولو پروسه درې میاشتې وړاندې یوه شرکت ته سپارل شوی وه.
د سرچينې په وينا، دغه کار د هرات د اوسېدونکو له نيوکو سره مخ شو او د دې لامل شو، چې کونسلګري پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
د ویلو ده، چې اوسمهال د ایران د ویزې د صادرولو بهیر د یو خصوصي شرکت څخه ۲۵۰ توریستي شرکتونو ته انتقال شوی دی.