۸صبح، هرات: هرات کې د ایران کونسلګرۍ اعلان کړی، چې د سیاحتي وېزو صادرول یې بیا پیل کړي دي.
هرات کې د ایران کونسلګرۍ یکشنبه د سلواغې پر نهمه نېټه ویلي: «د توریستي فورمو ثبتول به د هرات ولایت له درنو چارواکو سره د هوکړې پربنسټ یوازې د دغې کونسلګرۍ د تر څارنې لاندې شرکتونو له خوا ترسره شي.»
د ایران کونسلګرۍ په هرات کې د سیاحتي وېزو غوښتونکو ته ویلی، چې د وېزو د ترلاسه کولو لپاره دې سیاحتي شرکتونو ته مراجعه وکړي.
سیاحتي شرکتونه، چې هرات کې د ایران د وېزو د برابرولو په برخه کې فعالیت لري درې میاشتې مخکې د طالبانو له خوا وتړل شول. طالبانو پر دغو دفترونو د څارنې غوښتنه کوله. داسې برېښي، چې طالبانو له دغې غوښتنې شاتګ کړی دی.