۸صبح، کابل: د ایران د دفاع وزیر امیرمحمد رضا اشتیاني، د سرپرست حکومت دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد ته د نوي کال د مبارکۍ پیغام رالېږلی دی.
مهر خبري اژانس دوشنبه د وري پر لومړۍ راپور ورکړی، چې د ایران د دفاع وزیر د بېلابېلو هېوادونو دفاع وزیرانو ته د نوي کال د مبارکۍ پیغام لېږلی دی.
په هغه نوملړ کې چې د دغه خبري اژانس له خوا خپور شوی، د افغانستان نوم هم لیدل کېږي.
د ایران دفاع وزیر په خپل نوروزي پيغام کې ویلي: «نوروز د محبت او لرغونی دود چې د هیلو، خوښیو او له غم او خپګانه د خلاصون الهام بښي، د نوي کېدو، نوي لیدلوري او د نوي ژوندانه د بهیر لپاره یوه پلمه ده، تر څو د طبیعت د ښکلا او تاندوالي بښوونکی او د سولې او دوستۍ زېري ورکوونکی وي.»
دا پیغام په داسې حال کې د سرپرست حکومت د دفاع وزیر ته رالېږل کېږي، چې نوروز له شلو کلونو وروسته په لومړي ځل د هېواد له رسمي کالیزې ايستل شوی او نه دی نمانځل شوی.
هغه انځورونه چې په بلخ کې «روضې مبارکې» او په کابل کې له «کارته سخې» زیات څخه خپاره شوي، ښیي چې ان دغو ځایونو ته هم څوک نه دي تللي؛ په داسې حال کې چې مخکې به دغه ځایونه د نوي کال له رارسېدو سره د حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون د رسمي مراسمو د ترسره کېدو شاهد وو.