د ایران حکومت له خوا پر دوو نورو اعتراض کوونکو هم د اعدام حکم اجرا شو

پر ایرانیو اعتراض کوونکو د اعدام حکم د اجرا په لړ کې دوه نور معترضان چې د اعدام حکم ورته صادر شوی و، اعدام شول.

د ایران د قضاییه قوې رسمي وېبپاڼې میزان رپوټ ورکړی چې د محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني په نومونو دوه نیول شوي اعتراض کوونکي نن شنبې د مرغومي په ۱۷مه اعدام شول.

د میزان له خوا د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، کرمي او حسیني د ایران د امنیتي پوځیانو روح الله او عجمیان د وژلو په جرم اعدام شوي دي.

میزان وېبپاڼې ټینګار کړی چې د عجمیان په وژلو کې د محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني د لاس لرلو د اثبات لپاره کره اسناد موجود دي.

په ایران کې د اعتراض کوونکو اعدامول له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي؛ خو د ایران اسلامي جمهوریت دومره پام نه ورته کوي.

 

ورته لیکنې

Back to top button