د داعش خراسان ډلې کابل کې پر پوځي هوایي ډګر د برید مسوولیت پرغاړه واخیست

۸صبح، کابل: د داعش خراسان ډلې کابل کې د طالبانو د پوځي هوایي ډګر په دروازه کې د ځانمرګي برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
د داعش د خراسان ډلې اړوند وېبپاڼې اعماق دوشنبه د مرغومي پر دوولسمه نېټه د ځانمرګي بریدګر د انځور په خپرولو ادعا کړې ده، چې په دې پېښه کې ۵۰ طالب جنګیالي مړه او ټپیان شوي دي.
د اعماق د معلوماتو له مخې د طالبانو د هوایي ډګر پر دروازې ځانمرګي بریدګر له دې مخکې هم کابل کې د چینایانو پر مېلمستون د داعش په برید کې لاس درلود.
که څه هم طالبانو پرون د هغوی پر یوه پوځي مرکز په برید کې یوازې د ملکي وګړو مرګژوبله تایید کړه، خو د دې ډلې له منځه ځینو سرچینو الجزیرې ته د مړیو شمېر ۱۴ او د ټپیانو شمېر ۱۸ تنه ویلی دی.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو پر ځانګړو هدفونو د داعش بریدونه زیات شوي دي.
په ترټولو تازه مورد کې بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قوماندان تېره اونۍ د داعش ډلې په برید کې ووژل شو.