د اسلامي نظام ځانګړتیا باید حدود جاري کول وي که ټولنیز عدالت؟

لیکنه: اتل سالار هاشمي

په هېواد کې د طالبانو نظام لا دوه کلن شوی نه دی، خو تر دا مهاله يې پر ګڼو کسانو په بېلابېلو ځایونو کې حدود جاري کړي دي. طالبان رسنیو ته د حدودو جاري کولو خبر ښه په ویاړ ورکوي. دوی فکر کوي چې له نورو نظامونو څخه د امتیاز یوه ځانګړنه يې داده چې موږ اسلامي حدود جاري کوو او نور دولتونه دا ویاړ نه لري!

سختې سزاوې د ګڼو هېوادونو په قوانینو کې مجرمینو ته تعین شوې دي، ورکول کېږي هم، اما که د جرم تر شا داسې عوامل پټ وي، چې خپله يې دولت په را ټوکولو کې لاس ولري، او د جرم لپاره زمینه سازي دولت کړې وي، نو دولت د دې پر ځای چې عوامل يې ختم کړي، یوازې په دې بسنه کوي او خوشاله وي چې مجرمانو ته يې سزاوې ورکړې دي، دې کې نو خوشحالي د څه لپاره!؟

خوښي باید انسان په دې وکړي چې د هغه تر حاکمیت لاندې سیمه کې جرم ونه شي. په دې خوښي وکړي، چې علتونه يې له منځه یوسي. د جرم کولو زمینه خلکو ته په لاس ور نه شي! اما که دا هرڅه پر خپل ځای وي، خو دوی یوازې مجرمان نیسي، وهي يې، سپکوي يې، سزاوې ورکوي او په دې بشر سوځوونکې فضا کې دوی پزه کش کړي، د بشر د سوځول شوې غوښو بوی یې پزې ته ورشي، خوښي احساس کړي، د ځان لپاره يې ویاړ وبولي او ددې خبر ژر نورې دنیا ته هم ورکړي، چې موږ دا کارنامه کړې ده! نو دا بیا د افسوس ځای دی، په دې باید هر انسان وشرمېږي، نه دا چې ویاړ په وشي!

یوه داسې ټولنه چې خلک يې خدای ته پر سجده پراته وي، بیا هم د جرم فکر کوي، جومات تر ټولو امن ځای هم له جرمي او اخلاقي فسادونو خالي نه وي! خلک په یوه وخت کې هم عبادت کوي او هم جرم، هم د خدای پر حساب و کتاب باور لري او هم جرمونو ته وړاندې کېږي، هم د اسلامي نظام دعوه کوي او هم د خپلو نژدې قریبانو؛ لکه خور او لور ته، د خدای په قانون کې تعین شوی حق نه ورکوي! هغه ټولنه چې پر یوه پوله او پنډل يې وګړي د انسان مرګ ته درېږي! هغه ټولنه چې ځينې وګړي يې د نس مړولو لپاره جرم ته اړ کېږي! هغه ټولنه چې نه ګاونډی له ګاونډي په کې خوندي دی او نه د مومن په اړه دا فکر کېږي، چې د بل مومن پر مال و عزت دې امین واوسي!

داسې یوه ټولنه چې د مسلمانو وګړو له لاس او ژبې يې خپل مسلمانان وروڼه خوندي نه دي؛ د اخلاقي انحطاط په اسفل السافلین کې پرته ده. ددې ټولنې اقتصاد پړمخې لوېدلی دی، بې‌علمه ده، له خرافاتو ډکه ده! یوه ډله خلک يې د خدای په نوم، د دین او شریعت تر نامه لاندې، د خلکو له جیبونو پیسې باسي، د نړۍ له پرمختګونو سره نااشنا ده، د ټیکنالوجي ساده خبرې ورته د پېریانو کیسې ښکاري، د ځان مړولو لپاره یا نړۍ ته د سوال او زارۍ لاسونه اوږدوي یا هم لوڼې پلوري یا په ټولنه کې د کمزوي مخالف جنس-ښځې، حقونه ښه په خوند خوري او د جواز لپاره يې، د خپل ځان مجبوري د دلیل په توګه وړاندې کوي!

اوس نو راشئ فکر وکړئ، چې ایا دغه ټولنه، موجوده شرایط او حالات يې ددې وړ دي چې پر خلکو يې حدود جاري شي؟ زموږ نیوکه د خدای پر قانون نه ده(العیاذ بالله)، هغه پر خپل ځای حق دی، خبره په دې کې ده چې دغه حدود په کومو شرایطو، حالاتو، ټولنه، وخت او مکان کې د نفاذ وړ دي؟

د افغانستان غوندې یوه جنګ‌ځپلې، فقرځپلې، جهالت وهلې، ستړې، ستومانه ټولنه ددې وړ ده، چې پر وګړو يې حدود جاري شي؟ دلته یو څوک ولې په جومات کې د بل کس بوټ په پښو کوي؟ دا اخلاقي، قانوني او شرعي جرم دی، خدای ته هم مختوری کېږي او خلکو ته هم، اخرت کې هم سزا لري او دنیا کې هم، نو بیا ولې یو څوک دا کار کوي؟

د بل کور ته ور اوښتل د سر په بیه تمامېږي، د بل چا حریم ته ننوتل له قانونه سرغړونه ده، په شریعت کې حتا دا لا ممنوع دي چې د بل کور ته دننه ور وګورې، اوښتل او ترې غلا خو بیخي لوی جرم دی او اخلاقاً دا ډېر پست او لوېدلی کار دی! له دې هر څه سره، د یوې سنتي مذهبي ټولنې هغه کسان چې هم د قانون پر حاکمیت ایمان لري او هم د خدای پر حساب و کتاب، بیا ولې دا کار کوي؟

زنا د شریعت له خوا ګنا ده، د قانون له خوا جرم دی، په اخلاقي لحاظ یو کرغېړن عمل دی، بیا ولې زموږ په ټولنه کې ترسره کېږي؟

لواطت یو غیر فطري عمل دی. حتا حیوانان يې هم تر خپل منځ نه سره کوي، مګر زموږ ټولنه ددې کار شاهده ده، عوامل يې څه دي؟

دا ډول نور جرمونه هم در واخلئ!

دا هر یاد جرم تر شا ګڼ عوامل لري. که یو څوک د سر په سودا د بل کور ته ورځي، غلا کوي، که مجبوره شي قتل کوي، دا دومره زړورتوب يې له کومه کړ؟

پښتانه وايي: مجبوره ته غښتلی مه وایه؛ تر شا يې خامخا داسې علت شته چې د یوې مذهبي سنتي ټولنې وروسته پاتې وګړي کې يې دومره جرأت پيدا کړ، نو هغه علت څه دی؟ تاسو يې باید لومړی پيدا او بیا له منځه یوسئ، تر دې وروسته حق لرئ چې حدود پرې جاري کړئ!

خلک له لویه سره مجرمان نه دي، نه جرم د انسان خوښېږي، هر کس چې له بل  سره کوم کار کوي، که هغه کار له ده سره وشي، بیا شکایت کوي، ظلم يې بولي، حق غواړي، عدالت غواړي، حکومت، ولس او خدای ټولو ته چیغې وهي چې ورسره انصاف وکړي او حق يې ورته واخلي! نو بیا دغه ناسم کار له بل سره ولې کوي؟ دې ته ولې زړه ښه کړي؟ په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: «یو څوک تر هغو مومن نه شي کېدای، څو چې کوم شی د ځان لپاره خوښوي هغه د بل لپاره خوښ نه کړي»، دغه حدیث پر خولو بیخي ډېر مشهور دی، خورا ډېر واعظان او ویناوال يې پر منبرونو بیانوي، کله چې له ديني لحاظه خبره داسې ده، نو بیا پر دې حدیث ایمان لرونکی افغان ولې مجبوره شي، هغه عمل وکړي چې د ځان لپاره يې نه خوښوي، خو له بل سره يې بیا په خپله کوي؟

دغه ټکی د عدالت په تامین کې ډېر مهم دی. لومړی باید خلکو ته د کار زمینه برابره شي. هنرونه او کسبونه خلکو ته وښودل شي. فقر او بېکاري له منځه یو وړله شي. خلک په نس ماړه شي. یو څوک په خپل کور کې د لوږې له لاسه «آه!» ونه کړي! بل کس مریض ته سرې سترګې ناست نه وي چې د درملو پیسې يې ورسره نه وي. یو بل څوک له بېکارۍ څخه په ژړا نه وي. واکمن باید په داخل کې د جرم فردي، او ټولنیز او دغه راز بهرني عوامل، منځه یوسي. بیا تر دې وروسته که څوک جرم کوي، د ټولنې امنیت اخلالوي، خلکو کې د فساد وېره پيدا کوي، امنه ټولنه په بې‌امنۍ بدلوي، نو د سختې قانوني سزا وړ دی، او دغه ډول کسان د هيڅ زړ سوي وړ هم نه دي.

زما په نظر حد جاري کول یوه مجبوري ده! په ټولنه کې د جرم او بد وضعیت نښه ده؛ نو یو نظام باید د خپل ځان لپاره دغه ډول ځانګړتیا انتخاب نه کړي، بل پلو ټولنیز عدالت د خدای امر دی. قران کریم امر پرې کړی دی، د یوه غوره نظام ځانګړتیا ده.

لنډه داچې ټولنیز عدالت د جرم مخه نیسي. خلکو ته انصاف او عدالت ور ښيي. او نورې نړۍ ته ښه پيغام لري؛ نو اسلامي نظام باید داسې ځانګړتیا ولري چې ښه پيغام نړۍ والو ته ورسوي نه دا چې زموږ د ټولنې یو بد تصویر د دنیاوالو په ذهن کې ور کړي.

ورته لیکنې

Back to top button