۸صبح، غور: ځايي سرچينو د واورو ورېدو له امله د کابل– غور د لویې لار ې او د دغه ولایت د يوشمېر ولسوالیو د لارو د تړل کیدو خبر ورکړی دی.
د پنجشنبې په ورځ دمرغومې پر ۸مه، یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د کابل – غور لویه لاره له تېرې شپې راهیسې د بکک کوتل په سیمه کې د واورې ورېدو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سرچينو په وينا، له دې سره هممهاله د غور ولايت د يو شمېر ولسواليو لارې هم د واورې ورېدو له امله د ټرافيکو پر مخ تړل شوې دي.
په همدې حال کې د غور ولایت د ځمکني ټرانسپورټ مسوولانو د دغه ولایت له اوسېدونکو غوښتي چې د واورو له پاکېدو مخکې دې هېڅ ځای ته سفر نه کوي.
د کابل– غور لویه لاره د تېرې دوشنبې په ورځ هم د بکک کوتل په سيمه کې د واورې ورېدو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه.