د کابل – جلال اباد لویه لار د غر ښویېدو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې

۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار ځایي سرچینې وايي، په تنګي سیمه کې د غره د یوې برخې د ښویېدو له امله د کابل- جلال اباد لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
سرچينې د وږي میاشتې په ٢٦مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه لار د کابل دروازې په درې کيلومترۍ بنده ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د لويې لارې دواړو غاړو ته په سلګونو لوی او واړه موټرونه بند پاتې دي.
په همدې حال کې د طالبانو د فواید عامې وزارت د دې پېښې پخلی کوي او وايي چې د دغې لویې لارې د بیا پرانیستلو لپاره یې کاري ټیمونه سیمې ته استولي دي.
دغه وزارت د کابل-جلال اباد لويې لارې له مسافرو غوښتي چې پر دې لاره له تګ راتګ ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم دغه لويه لاره څو ځلې د غره د ښويېدو له امله تړل شوې وه.