کابل کې وژل شوي انسان تښتوونکي د طالبانو جنګیالي وو

۸صبح، کابل: د څلورو انسان تښتوونکو د وژلو او د هغوی له منګولو د یوه سوداګر د خوشي کولو په اړه د طالبانو له خوا د خبرونو له خپرېدو وروسته له وژل شویو کسانو لاسته راغلي اسناد ښيي، چې هغوی د طالبانو جنګیالي وو.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي اسناد او معلومات ښيي، چې سه شنبه ماښام د مرغومي پر دیارلسمه نېټه له انسان تښتوونکو سره د طالبانو په نښته کې د دغې ډلې خپل جنګیالي، چې یو سوداګر یې تښتولی و، ووژل شول.

معلومات ښيي، چې یو له وژل شویو سړي تښتوونکو عبدالمجید نومېږي. هغه د کابل په میربچه‌کوټ کې د طالبانو د ولسوال ورور او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سختو جرمونو ریاست د مرکزي زون کارکوونکی و.

د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د پلان او اوپراسیون مدیر مولوي نجیب‌الله حنفي، د طالبانو د سرحدي کنډک سرتېری عبدالباسط اتل او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له اداري فساد سره د مبارزې ریاست کارکوونکی احسان احمد د دې ډلې نور غړي دي، چې د انسان تښتولو پرمهال د طالبانو د استخباراتو له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرې ورځې راهیسې په پراخه توګه د سړي تښتوونکو له منګولو د یوه سوداګر د ژغورلو خبر خپور کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button