د یوه زدهکوونکي وژل کېدل؛ د غزني د مالستان اوسېدونکي له طالبانو قصاص غواړي

۸صبح، غزني: غزني کې د یوې دیني مدرسې د زدهکوونکي محمد زمان وکیلي له وژل کېدو وروسته د سیمې خلکو له طالبانو د قصاص غوښتنه کړې ده.
د غزني د مالستان اوسېدونکي سهشنبه د لړم پر ۱۷ دغه غوښتنه وروسته له هغې مطرح کړې، چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ومنل، چې وکیلي یې د ناسم راپور پربنسټ وژلی دی.
د مالستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو او د وژل شوي کس د کورنۍ غړو په دې ولسوالۍ کې د طالبانو له ځایي مسوولانو سره په لیدنه کې پر قاتل د قصاص د حکم د تطبیق غوښتنه کړې ده.
د مدرسې د دغه زدهکوونکي وژل کېدل د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له سخت غبرګون سره مخامخ شو.
د دغې مدرسې استاد شیخ علیزاده مالستاني پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي: «په شریعت کې د عمدي وژنې حکم قصاص دی او د غلطي وژنې حکم، د وینې ګرمه او اوس طالبان باید دغه اسلامي حکم تطبیق کړي.»
د مدرسې زدهکوونکی محمد زمان وکیلي دوې ورځې مخکې د طالب ځواکونو له خوا پر قتل د یوه تورن کس په تعقیب کې د مالستان ولسوالۍ په مکنک کلي کې وژل شوی دی.
د مالستان د خلکو له خوا دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې ده، چې له دې مخکې طالبانو څو ځله د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو په تېرو لسیزو کې د څو تنو د وژلو په تور میلیونونه افغانۍ د وینې ګرمه اخیستې ده.