د انکار او ورانۍ امارت

په۱۹۹۰میلادي لسیزه کې د هغه ورانوونکي انارشیزم په غبرګون کې چې د طالبانو اسلافو پیل کړی و، د طالبانو ډله رامنځته شوه او په هغې دوره کې یې د څو کلنۍ واکمنۍ پرمهال یوازې یو ماموریت درلود: د انارشیزم ځپل. طالب مشرانو په خپلو حکمونو، ویناوو او اقداماتو سره هڅه وکړه چې داسې یو نظام تعریف کړي چې تر ډېره د نفيې پر بنسټ ولاړ وي. هغوی په مدرسو او کليوالو سیمو کې د روزل کېدو له امله له نطام، سیاست او حکومتولۍ سره اشنا نه وو، چې له همدې امله یې خپل دریځ د هغو شیانو په ردولو او نفي کولو سره څرګنداوه، چې نه یې غوښتل او یا پرې نه پوهېدل. شاوخوا پنځه کاله چې پرهېواد واکمن وو، د هېواد په اداري او قانوني حافظه کې یې له يو شمېر فرمانونو پرته چې د نفيې، تخريب او ځپلو په موخه ليکل شوي وو، بل څه پرېښنودل. د افغانستان په عدلیې وزارت کې یوه رسمي جریده د طالبان په نوم ثبت ده، چې له انضباطي او اخلاقي مطالبو سره د ملا عمر څو فرمانونه او څو اداري پرېکړې پکې لیکل شوې دي.
په شل کلنه جګړه کې (له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۲۱ پورې) طالبانو په همدې ساده تګلارې سره چې د شته وضعیت د ردولو پر بنسټ ولاړه وه، خپل رول ته دوام ورکړ او د خلکو له زیاتېدونکې نارضایتۍ او د حکومتونو تر منځ له استخباراتي ترینګلتیاوو یې ګټه پورته کړه او د وژنو او انکار په داسې وېروونکي ماشین بدل شول، چې د بهرنیانو د حضور په وروستیو کلونو کې یې نږدې ټول بهرني او کورني لوبغاړي تلقین کړي وو. په هېواد کې دننه یوې ډلې زورواکو خپل شالیدونه را اېستل څو یې له طالبانو سره اړيکو د ټینګښت او نږدې کېدو د وسیلې په توګه وکاروي، ځینو د طالبانو ژبني او قومي تړاو ته سترګې نیولې وي او دغې ډلې ته ورنږدې شول. بهرنیانو کې هم هر یوه له طالبانو سره نږدې کېدو ته دلیل درلود. پاکستان ته د دې ډلې پر مشرتابه خپل نفوذ دومره د پام وړ ښکاره کېده، چې د طالبانو په بېرته راستنېدو سره څو اونۍ پر جشن بوخت و او یو په بل پسې یې سلاکاران رالېږل چې له طالبانو سره د اسلام آباد د یوې دوستې ادارې په جوړولو کې مرسته وکړي. ایران، چین او روسیې د یوه غیر منتخب حکومت د جوړېدو لپاره د طالبانو لېوالتیا ته د پرمختګ په سترګه کتل او هر یوه یې چمتووالی ښوده، چې له طالبانو سره د خپلې «افغاني» نسخې په لیکلو کې مرسته وکړي او امریکا او متحدانو یې هم احتمالاً پر وړیا پيسو، تاوتریخوالي او قراردادي جګړې د طالبانو روږدېدل غنیمت بلل څو د سیمې په شطرنج کې د خپلو سیالانو پر وړاندې له دې ډلې ګټه واخلي.
د طالبانو په دريځ کې ابهام د هغوی د ځواک لامل شوی و او له هغوی یې ساده «د مدیریت وړ» ډله جوړه کړې وه. اوس د وخت په تېرېدو سره ټول پر دې پوه شول چې له دغه ځواک سره چې له نورو سره پر یوه لاره نه ځي او له نفي کولو پرته یې بل څه زده نه دي، کار کول آسانه کار نه دی. په افغانستان کې د ننه ډېری غولېدلي کسان او ډلې په تېر یو نیم کال کې پر خپلې تېروتنې پوهېدلي او په دريځ کې یې ورځ تربلې نهیلي څرګندېږي. بهرنیان هم له طالبانو سره د همکارۍ په توجیه کولو کې هره ورځ له تنګسې سره مخ کېږي او متناقض دریځونه نیسي. په خپله طالبان هم حیران او ناچاره دي، هغوی نه پوهېږي چې خپل اسلامي امارت د نننیو واقعیتونو او له اسلامي نظامه د د دوی د ګونګو تصوراتو ترمنځ لوی واټن کوم ځای کې جوړ کړي. ټولې اوسنۍ خښتې پردۍ او غیر اسلامي ورته ښکاري او له خیالونو پرته داسې ملموس او مادي څه هم ورسره نشته چې یو بنسټ جوړ کړي.