هېواد کې د طالبانو رژیم له رامنځته کېدو یو کال او یوه میاشت تیرېږي. اقتصادي بې وزلي، د سیاسي ټیکاو نشتوالی او ناروښانه راتلونکې ددې لامل ګرځېدلي چې د کتاب لوستلو سره د خلکو لیوالتیا راکمه شي. ډیری داسې کتابونه چې چا لا پرانستي نه دي، د کتاب پلورنځیو په الماریو کې زړېږي.
کتاب پلورنکي وايي، پوهنتون ته د ځوانانو د ورتګ هیلې مخ په کمېدو دي او له دې امله د کتابونو پلور د پخوا په څېر نه دی. دغه راز د کتابونو د نندارتونونو جوړولو له پاره هم فضا ورځ تر بلې محدودېږي؛ دا هغه موضوع ده چې د کتاب پر چاپ یې منفي اغېزه کړې ده او له سقوط وروسته زیاتره خپرندویه ټولنې خپلې وروستۍ سلګۍ وهي.
لکه څنګه چې ټولو ته جوته ده، دا مهال کتاب پلورونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دوی د پلور نشتوالي له امله نه شي کولای د دوکان کرایه او د کتاب پلورنځي نور لګښتونه پوره کړي. له همدې امله په کابل او ولایتونو کې زیاتره خپرندویه ټولنې یو په بل پسې تړل کېږي.
د خپرندویه ټولنو مسوولان چې له څو لسیزو راهیسې یې په افغانستان کې فعالیت درلود، وروستی یو کال د کتاب د پلور او چاپ له پاره«ناوړه» کال بولي. د خپرندویه ټولنو یو شمیر مسوولان اړ شوي چې د ښار په کچه خپلې نمایندګۍ وتړي.
«امیري» خپرندویه ټولنه یوه له هغو خپرندویه ټولنو ده چې له څو لسیزو راهېسې په افغانستان کې فعالیت کوي. دې خپرندویه ټولنې په تیر یوه کال کې د کتاب د پلور او چاپ له پلوه د قناعت وړ عاید نه درلودل. ددې خپرندویه ټولنې مسوولین وايي، سږ کال یې د ګوتو په شمیر څو کتابونه چاپ کړي دي. د امیري خپرندویه ټولنې ترڅنګ «نشر واژه» بله هغه خپرندویه ټولنه ده چې د کابل د پل سرخ سیمه کې فعالیت لري. دا خپرندویه ټولنه هم لکه د نورو په څېر په دې وروستیو ورځو کې له ماتې سره مخ ده. په تیر یوه کال کې د پیرودونکي نشتوالی ددې لامل ګرځیدلی چې د یاد کتاب پلورنځي مسوول قاسم فرزام د یادې خپرندویه ټولنې پر تړلو فکر وکړي.
فرزام وايي، د تیر کال په بهیر کې نه دی توانیدلی چې له دې خپرندویه ټولنې وړ عواید ترلاسه کړي. نوموړی بې وزلي، بې کاري او د هېواد مبهم راتلونکی کتاب پلورنځیو ته د خلکو د نه راتګ اصلي لاملونه بولي. فرزام وايي: « بې وزلي، بې کاري او د هېواد مبهم راتلونکی ددې لامل ګرځیدلي چې څوک کتاب او مطالعې ته مخه نه کړي. دا ټول ددې لامل ګرځیدلي چې د کتابونو پلور ورځ تر بلې راکم شي او هغه عواید ته چې غواړو ترلاسه یې کړو ونه رسېږو او کتاب پلورونکي خپل کتاب پلورنځي وتړي.»
له دې حالت سره یوازې واژه خپرندویه ټولنه نه، بلکې په تیر یوه کال کې ډیری خپرندویه ټولنې د امیري او نشر واژه په څیر برخلیک سره مخ شوې دي. د «سرور سعادت» نړیواله خپرندویه ټولنه د افغانستان یوه له مشهور خپرندویه ټولنو څخه ده. ددې چاپخونې حالت هم ښه نه دی. په تیر کال کې یې په عوایدو کې پاموړ کموالی راغلی دی او ډیر کم پیرودونکي یادې خپرندویه ټولنې ته ورغلي دي. دا خپرندویه ټولنه په کابل کې دوې څانګې لري او لا یې هم دواړه نمایندګۍ فعالې دي. ددې خپرندویه ټولنې د مسوولینو په وینا، دواړو نمایندګیو په تیر یوه کال ونه شو کولای چې پام وړ عواید ولري.
د دې خپرندویه ټولنې مسوول محمد زمان کریمي وايي: «له بدهمرغه زموږ د کتابونو بازار مخ په ړنګیدو دی. موږ دوې څانګې لرو. په دواړو څانګو کې پلور داسې دی چې ان ورځني لګښتونه هم نه شي پوره کولای. دا ناوړه حالت یو کال کېږي چې روان دی او نه پوهېږو چې د بازار په داسې حالت کې به تر کله دوام پیدا وکړو.»
په دې خپرندویه ټولنه کې د مطالعې له پاره یو زیات شمیر کتابونه شته، خو په تیرو ۱۳ میاشتو کې کېدای شي ډیر کم کسان ورته راغلي وي. د دې خپروندویه ټولنې مسوول شکایت کوي: «زموږ په خپرندویه ټولنه کې د بېلا بېلو برخو او د کورنیو او بهرنیو لیکوالانو تر ۲۵ زرو زیات کتابونه موجود دي، خو له بدهمرغه له دې ټولو سره سره د کتابونو پلور ورځ تر بلې کمېږي.»
په تیر یوه کال کې ډیری کتاب پلورونکي اړ شول چې د خپلو کتاب پلورنځیو دروازې وتړي. یو شمیر هغو کتاب پلورونکي چې تر دې مهاله یې مقاومت کړی، هغه هم اوسمهال له ماتې سره مخ دي. طارق قاسمي د کابل پل سرخ سیمه کې کتابونه پلورل. نوموړي د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته میاشتې مقاومت اوهڅه وکړه چې د خپل کتاب پلورنځي دروازه ونه تړي، خو د اقتصادي حالت په خرابېدو او د کتابونو د پلور کموالي هغه اړ کړ چې د خپل کتاب پلورنځي دروازه وتړي.
د نوموړي په خبره، ناهیلي او د خلکو نه لیوالتیا د دې لامل ګرځیدلي چې څوک کتاب وانه خلي. دا کتاب پلورونکی وايي: « د ټولنې هغه برخه لکه محصلین، د پوهنتونونو استادان، زده کوونکي او نور هغه کسان چې له مطالعې سره یې علاقه وه، اوسمهال د کتاب پیرلو او کتاب لوستلو له پاره نه تمایل لري، نه پیسې او نه هم انګیزه. ددې کسانو له ډلې یو زیات شمیر له هېواده وتلي او کوم کسان چې په کابل کې پاتې دي، هغوی بیا د کتاب پیرلو له پاره پیسې نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو کلونو کې او د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وړاندې د خپرندویه ټولنو ترمنځ د پام وړ سیالي روانه وه. د خپرندویه ټولنو مسوولینو هڅه کوله چې د غوره کتابونو په چاپولو سره زیات پیرودونکي خپل لور ته ورجلب کړي؛ خو د جمهوریت له ړنګېدو وروسته ولیدل شول چې په تیر یوه کال کې نه یوازې دا چې د خپرندویه ټولنو د مسوولینو ترمنځ سیالي نشته، بلکې زیاتره مسوولان په دې فکر کې دي چې په داسې شرایطو کې څه ډول وکولای شي د خپلې خپرندویه ټولنې دروازه پرانستې وساتي.
له بل لوري پل سرخ په دې وروستیو څوکلونو کې په یوه فرهنګي ځای بدل شوی و. زیاتره کتاب پلورنځي د کابل په همدې سیمه کې و. زیاتره فرهنګي پروګرامونه به هم په همدې سیمه کې جوړېدل. اوس دادی یو کال وشو چې په یاده سیمه کې نه یوازې داچې د کتاب پلورنځیو په شمیر کې کموالی راغلی، بلکې د فرهنګي پروګرامونو هم پته نه لګي. یو زیات شمیر هغه کسان چې فرهنګي کارونه به یې ترسره کول، له هېواده وتلي دي او یو شمیر نور چې بیا په کابل کې پاتې دي، هغوی اوس له فرهنګي چارو سره چندان علاقه نه لري.
د شته شمیرو له مخې د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وړاندې د تیر کال په اوړي کې شاوخوا ۱۸۰ خپرندویه ټولنو او ۵۲۵ کتاب پلورنځيو فعالیت درلود.
د افغانستان د خپرندویه ټولنو رئیس سید احمد سعید د روان حالت په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د شاوخوا ۳۰ خپرندویه ټولنو کارونه دریدلي او د تیر کال په پرتله کاروبار ۹۰ سلنه له ستونزو سره مخ دی. ښاغلی سعید په افغانستان کې د کتاب پلورونکو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې او واکمن رژیم د پاملرنې غوښتونکی شو. هغه غوښتنه چې روښانه نه ده چې د افغانستان په دې ناوړه حالاتو او بشري حقونو په کړکیچ کې به واکمنه ډله او نړیواله ټولنه ورته پاملرنه وکړي او که نه.
له بل لوري په تیر یوه کال کې یو زیات شمیر لیکوالان له افغانستان څخه وتلي او دا د دې لامل ګرځیدلی چې په هېواد کې د کتاب په چاپ کې کموالی راشي او خپرندویه ټولنې له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
د امیري خپرندویه ټولنې مسوول وسیم امیري ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، داسې کتابونه لري چې په تیر یوه کال ان له الماریو هم نه دي رااخیستل شوي. د پیرودونکو په شمیر کې کموالی راغلی او کتابونه چندان نه پلورل کېږي. ښاغلی امیري د سږ او تیرو کلونو توپیر ته په اشارې وايي: «سږ کال زموږ د کار په بهیر کې تر ټولو بد کال و. له بده مرغه سږ کال مو ډیر بد حالت تیر کړ. په تیرو کلونو کې به له ۳۵ تر ۴۰ کتابونو پورې چاپیدل، خو سږ کال یوازې ۱۵ کتابونه چاپ شوي دي او دا کتابونه هم د لیکوالانو په مالي ملاتړ چاپ شوي دي.»
په تیر کې به خپرندویه ټولنو خپل کتابونه د نندارتونونو په جوړولو سره پلورل. نندارتونونه به هم زیاتره په پوهنتونونو او مشاعرو او د ټولنیزو مناسبتونو په اړه په جوړو شویو غونډو کې جوړیدل.
د طالبانو له لوري د هېواد تر نیولو وړاندې به د امیري او نورو خپرندویو ټولنو ته یو زیات شمیر ځوانان د کتاب پیرلو له پاره ورتلل. امیري خپرندویه ټولنې په تیرو کلونو کې درې څانګې لرلې، خو اوسمهال دا ټولې څانګې د مالي ستونزو له امله تړل شوې او یوازې په کابل ښار کې مرکزي کتاب پلورنځی فعالیت کوي. وسیم امیري د وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وویل: «درې څانګې مو د مالي ستونزو له امله وتړل شوې او چاپخونه مو د کارګرانو د معاشونو د پیسو د نشتوالي له امله بنده شوه. هیله من یم چې بدلون راشي؛ پرته له دې فکر کوم تر یوې دوو میاشتو به مرکزي دفتر هم وتړل شي.»