۸صبح، کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د طالبانو ټاکل شوی مشر مولوي مطیع الحق خالص په ژنیو کې د سرې میاشتې د نړۍوال سازمان د غړو په غونډه کې د ګډون په موخه سویس ته سفر وکړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې د دوشنبې ورځ د تلې ۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې مشر په شپږ ورځني سفر سویس ته تللی دی.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د سرې مياشتې د نړۍوال سازمان د غړو په غونډه کې به په نړۍواله کچه د بشري مرستو د مالي بحران پر ستونزو او د هغې د حل په اړه بحث او خبرې وشي.
د اعلامیې پر بنسټ، مطیع الحق خالص به په سویس کې د یادو هېوادونو د خیریه موسسو له استازو سره هم وګوري.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې څو ورځې وړاندې د زړه په ناروغیو د څه باندې ۱۲ زره ماشومانو د نوم لیکنې اعلان کړی او ویلي و چې دغه ناروغان د جراحي او درملنې په تمه دي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، په تېرو ١٤ مياشتو کې يې له یو زرو ۷۷۰ څخه زيات د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د جراحۍ او درملنې لپاره د افغانستان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي دي.
په افغانستان کې د زړه د سوري په ماشومانو د اخته کېدو نوې احصایې نشته، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۱۳۹۹ کال کې په ماشومانو کې د دغې ناروغۍ ۱۲۸ زره پېښې ثبت کړې دي.