د طالبانو مشر ۵۰ میلیونه افغانۍ په غزني کې دیني مدرسو ته لېږلې دي

۸صبح، غزني: له دیني مدرسو د طالبانو د مالي ملاتړ په دوام، تازه د دې ډلې مشر ملاهبت الله آخوند زاده ۵۰ میلیونه افغانۍ په غزني کې دیني مدرسو ته لېږلې دي.

سرچینې په غزني کې جمعه د لیندۍ په څلورمه وایي چې دا پیسې په نقدي توګه د طالبانو د پوهنې وزارت ته ورکړل شوې او له یوې اونۍ راهیسې ددې وزارت د بشري منابعو مرستیال له خوا، ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو دیني مدرسو ته وېشل کېږي.

د غزني د پوهنې په ریاست کې سرچینو تایید کړې چې په دې ولایت کې لسګونه دیني مدرسو ته له ۴۰۰ زره تر دوه میلیونه افغانۍ وکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې دا پیسې د مدرسې د استادانو د شخصي لګښتونو او زده کوونکو د خوراکي توکو لپاره لګول کېږي.

له دې مخکې هم طالب چارواکو له مدرسو څخه په لیدنه کې له دغو مرکزونو سره سلګونه زره افغانۍ مرسته کړې او دا تازه اعلان شوې پیسې له مدرسو سره د طالبانو د مشر تر ټولو لویه مرسته ده.

په غزني کې په داسې حال کې له دیني مدرسو سره نقدي مرستې کېږي چې په دې ولایت کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او یو شمېر نور بیا بیارغونې ته اړتیا لري، خو طالبانو په ځلونو ویلي چې ښوونخیو لپاره کافي بودیجه نه لري.

ورته لیکنې

Back to top button