چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه
سنجر سهیل

د ۱۳۶۶ کال په ژمي کې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د جګړې د زیاتوالي او د مجاهدینو د فعالیتونو د پراخیدو له امله زه او کورنۍ مې کابل ته کډې کولو ته اړ شوو. زما کورنۍ د هغه وخت د سیاسي سیالیو له امله په پرلهپسې ډول د مجاهدینو له لوري ګواښل کېده او ان کله چې مو کابل ته د تګ تابیا وکړه، په لاره کې زموږ د ژوند شتمني مجاهدینو لوټ کړه. زه چې په هغه وخت کې ماشوم وم، د لوټ او تالان له دغې پېښې وروسته مې له مجاهدینو چې د هغه وخت دولتي رسنیو «اشرار» او «انقلاب ضد» بلل، ډیره کرکه پيدا کړه.
په هغو کلونو کې په افغانستان کې یوازینۍ تصویري رسنۍ د افغانستان ملي ټلویزیون و. کابل ته له تللو وروسته یوه ورځ زما پلار یو تور او سپین روسی ټلویزیون وپېره او کور ته یې راوړ. له هغې وروسته، ما او خویندو مې په پرلهپسې توګه ټلویزیون ته کتل، د ټلویزیون خپرونې د ماښام په ۶:۰۰ بجو پیلېدې او کله به د شپې تر ۱۱:۰۰ او کله هم تر ۱۲:۰۰ بجو روانې وې. البته ډیری وخت به موږ د خپرونو تر ختمېدو مخکې خوب وړي وو او په سبا به یې چې له خوبه راپاڅېدو نو مور ته به مو شکایت کاوه، چې ولې یې موږ پرېښې یو چې وېده شو او خپرونې مو ترپایه ونه شوای لیدلې.
په هغو کلونو کې د ډاکټر نجیب حکومت هڅه کوله، چې د هېواد له یوازینۍ تصویري رسنۍ نه په ګټې اخېستو سره، د پوځ د ستاینې او ملاتړ لپاره سیاسي ترانې خپرې او نشر کړي. د وجیهې رستګار د «قوای سرحدي سنگر گرفته» د ارواښاد عبدالله مقري «دا د آزادۍ خاوره» د ارواښادې بخت زمینې «اې سربازه یاره» او … په څېرسندرې ماته خورا په زړه پورې وې، په دغو سندرو کې له یوې خوا له سرتېري، اردو او وطنه د دفاع حماسي ځوږ، سیاسي جذبه او له بلې خوا له مجاهدینو او یا په اصطلاح «اشرارو» یو ډول بې زارۍ او کرکې زما د ماشومتوب روان ته چې له مجاهدینو نه یې ژوره کرکه پیدا کړې وه، ارامتيا او تسلي ورکوله، په ځانګړې توګه د «ای سربازه یار» سندرې ډير ورکاږلم او له خپرېدو سره هممهاله مې زمزمه کوله.
اې سربازه یاره خېژه په مورچل باندې
بیا به دې ودېده کړمه، سیورو د اوربل باندې
دا پاکستانی دښمن مه پریږده په دې خاوره کې
سترگی ترې نه وباسه تش په یو کتل باندې
ډېر وخت مې فکر کاوه چې «اې سربازه یاره» سندره د ارواښادې قمرګل سندره ده، خو وروسته چې مې کله د مېرمن قمرګل سندرې واورېدې نو په خپله تېرونه پوه شوم.
البته، زه له تخنیکي او تخصصي پلوه پر موسیقي نه پوهیږم، او د سندرې په تړاو زما د قضاوت معیار دا دی چې ایا زه دا اثر په پرلهپسې توګه اورېدلای او له ځان سره زمزمه کولای شم. همدا دلیل و، چې په هغو کلونو کې چې کله د مېرمن قمرګل له سندرو سره اشنا شوم، څو سندرې مې یې پر ژبه وې دي او لا چې له هغه وخته څه باندې ۳۰ کاله تېرېږې، د دې مېرمنې څو سندرې په پرلهپسې توګه اورم.
د مېرمن قمرګل لومړۍ سندره چې ما واورېده د «ورو ورو کیږده قدمونه اشنا/ شرنګ د پایزیب دې عالمونه خبروینه اشنا». سندره وه، هغه شور او خوښي چې دغه سندره یې لېږدوي، بې سارې ده. په جرمني کې مېشت لیکوال او څېړونکی یما ناشر یکمنش د مېرمن قمرګل په تړاو د هغې له قوله لیکلي: زما له هماغه ماشوتوب او پېغلتوبه پایزیب خوښېده، په جلال اباد کې د نجونو او ښځو په منځ کې د پایزیبونو تړل ډير دود وو. یوه ورځ مې یو پایزیب چې نوی مې اخیستی و، وتاړه او پر کار بوخته وم، ومې لیدل چې خدای بښلی زاخېل مې پښو ته ګوري او موسکی موسکی کیږي، له څو شېبو وروسته یې راته کړل، یوه سندره مې درته جوړه کړې او ویې ویل:
ورو ورو کېږده قدمونه آشنا/ شرنگ د پایزیب دې عالمونه خبروینه آشنا…
د راډيو له لارې د دې سندرې تر خپرېدو وروسته به کله چې له کوره وتم، هلکانو به راپسې منډې وهلې او همدا سندره به یې ویله چې: ورور ورور کېږده قدمونه.
د هر سندرغاړي د غږ فرینکوسي بیله وي. ما د مېرمن قمرګلې په غږ کې پر ښځو یو ډول تاریخي کړاو او ظلم حس کاوه، له وېرې وروسته، سوځېدلې ساه چې د افغانستان پر ښځو د شوي ظلم او ستم ښودنه کوي. که څه هم مېرمن قمرګل په یوې هنرمندې کورنۍ کې وزېږېده او خپلې کورنۍ د لومړنۍ نجلۍ په توګه یې خپل پلار«ګل شیرین» چې طبله غږوونکی و، ملاتړ وکړ او وروسته یې له ترانه ویونکي او د موسیقۍ له استاد دین محمد زاخیل سره د واده له لارې وکړای شول، چې خپل هنري کار ته دوام ورکړي. بل خوا، د افغانستان په ټولنه په تېره بیا پښتون میشتو سیمو کې د دین، کلتور او سیاست په چارو کې ښکېل کسان د ښځو له لوري د سندرو ویل نه خوښوي، لکه د پښتو موسیقۍ یوه مخکښه څېره مېرمن بخت زمینه چې د خپلې ځوانۍ او شهرت په اوج په ۱۳۶۰ کال کې په کابل کې ترورو شوه. یا لکه څنګه چې فرخنده په رڼا ورځ د ارګ په څو قدمۍ کې د کابل خلکو په شکنجه کولو سره ووژله.
د پښتو موسیقۍ تلپاتې څېره
مېرمن قمرګل د افغانستان په تېره بیا د پښتو موسیقۍ په تاریخ کې یوه استثنا وه او په لومړي ځل یې وکړای شول په خپل غږ سره پښتو موسیقۍ ته نوی ژوند او رنګ ورکړي. د یما ناشر یکمنش په وینا، د هغو مېرمنو په منځ کې چې پښتو سندرې یې ویلې، مېرمن قمرګلیو نوی پیل و. تر هغې مخکې پروین، رخشانې او ازادې او یو یا دوو نورو ښځينه سندرغاړو هم په راډيو کې د خپلو سندرو ترڅنګ پښتو سندرې وېلې وې، خو هغه سندرې د هغوی د کارونو په څنډې کې پاتې شوې. قمرګل سره د هغو مېرمنو موسیقي چې پښتو سندرې یې وېلي، وغوړېده او په جدیت سره پیل شوه. هغې په خپل ټول هنري ژوند کې پرهمدې ژبه سندرې وبوللې او له اتو نهو سندرو پرته چې په فارسي یې ویلي، نورې یې پښتو فولکلوریکې سندرې بوللې او یا هم نوې پښتو سندرې.
د مېرمن قمرګل یوه تلپاتې سندره چې هغه یې زما د خوښې پر سندرغاړې بدله کړه، هغه سندره ده چې شعر یې د رحمان بابا دی. دغه سندره مېرمن قمرګل په وروستیو کلونو کې له خپل زوی اېمل زاخیل سره په ګډه په کابل کې بیا اجرا کړه.
چی می مینه خدای په تا باندې پیدا کړه
ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه
دوه یاران به دا رنگ نه وي چا لیدلي
چی یوه ورته ښکنځل کړه بل دعا کړه
هغه بله سندره چې تل ما ورکاږي، هغه سندره ده، چې مېرمن قمرګلې له مېرمن رخشانې سره په ګډه ویلې ده. «په لویو غرو باندې راتاو شول طوفانونه …» دا سندره ماته د ازادۍ حس، او یوه ډول نږه کلیواله مینه رالېږدوي.
بله سندره چې مېرمن قمرګل یې ماته پر یوې تلپاتې سندرغاړې بدله کړه، «وګــــــــوره تــــــه مــاتــــه ستا نظر کې څنګه ښـــــکارم/ زه مجـــنــون د مـــينــــې دې مـنظر کې څنګه ښـــکارم» سندره ده. دا سندره د رحیم غمزده پر یوه غزل جوړه شوې ده. رحیم غمزده پخپله د مېرمن قمرګل د دورې مشهور سندرغاړی و. هغه د پښتو ژبې لومړنی هنرمند دی، چې ویې کړای شول د پښتو محلي سندرې له لوېديځې موسیقۍ سره اجرا او وړاندې کړي.
د پښتو موسیقۍ بله ډېوه
په افغانستان کې دود دی، چې د موسیقۍ هنرمندان د خپلو مخاطبانو د ډېر پام راخپلولو لپاره پر خپلې مورنۍ ژبه سربېره، پر نورو ژبو هم سندرې وایي او جوړوي. که څه هم مېرمن قمرګل هم له دې امر مستثنا نه ده، خو هغې په پرلهپسې توګه د خپل هنري ژوند په پنځو لسېزو کې ډیری سندرې په پښتو ژبه اجرا کړې. د یما ناشر په وینا، مېرمن قمرګل یوازې نهه سندرې په فارسي ژبه ویلي او بس
د زړه تنګون دورې د یوې اسطورې نشتوالی
مېرمن قمرګل په داسې حال کې له نړۍ سترګې پټې کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې له زدهکړو او په عمومي برخه کې له حضوره محرومې شوې دي او د ښځینه وو هنر کبیره ګناه ګڼل کیږي. د فارسي ژبي د شاعر جهانګیر ضميري په خبره «در این فصل هنرستیز» په دې هنرضد موسم کې د خواږه غږ لرونکې د ننګرهار د قنارۍ او د افغانستان د بلبلې مېرمن قمرګل بایلل څومره دردوونکې دي. شک نه لرم چې د یادونو څراغ به یې د غږ په ښکلي فانوس کې تل بل وي.