د غیر طالب ځواکونو اوږد خوب

د طالبانو د لومړي رژيم له نسکورېدو څو کاله وروسته د افغانستان په ډېرو سيمو کې وضعيت دومره بدل شو چې د دغې ډلې د واکمنۍ د دورې خاطرې، خوبونه او د هغو شرايطو بېرته راګرځېدل ناشوني ښکارېدل. په هممهالي توګه څو بدلونونه رامنځته شوي وو. لومړی، هغې ادارې چې د خلکو په ټولو ټولنیزو او شخصي چارو کې لارې اېستې، د چارو د کولو او نه کولو امرونه یې کول او د هېواد ډېری وګړو ته یې د بالقوه تورنو او تنبیه کېدونکو په سترګه کتل، خپل ځای داسې بلې ادارې ته پرېښی و، چې پر لویو چارو لکه، د څوکیو پر وېش، د قانون پر جوړولو، د مرستو پر وېش او له نورو هېوادونو سره پر اړیکو بوخته وه او د خلکو په خصوصي حریم کې یې د لارو ایستلو او د شرعي او دودیزو زنځیرونو او بدلو ته زیات وخت نه ورکاوه. ټولنه نسبتاً عادي حالت ته راګرځېدلې وه او د خلکو د ننه ظرفیتونو د غوړېدو فرصت موندلی و. خلکو په انفرادي، کورنۍ، ځایي او ټولنیزه کچه احساس پیدا کړی و او په خپلو خیالونو او هیلو پسې په جوش او خروش روان وو، چوپه او وېرېدلې ټولنه په ناڅاپي توګه په شور او ځوږ راغلې وه.
بله خبره دا وه چې د پخوا خلاف د استبدادي نظام په ړنګېدو سره ټولنه د خان، ملا، حاجي او قوماندان منګولو ته ونه لوېده. زورواکو او مشرانو د هغو سرچینو پر سر سیالي پیل کړه چې له بهره راتلې او پر وړاندې یې د خلکو مالیات او عشر خورا کم و. د زورواکو پام کابل، پروژو او سفارتونو ته رااړولی شوی و او هغوی له کارګر، کروندګر، شپانه، کسبګر او د ولس له نورو پاړکیو نه د پخوا په څېر جبري ډوډۍ او جنګیالي نه غوښتل، بلکې د شتمنۍ او واک د وېش په مرکزونو کې یې د امتیاز اخیستو لپاره د ملاتړ اواستازیتوب پر ترلاسه کولو بسنه کوله، خلک د ګوتنیوونکو د غوسې له وېرې پرته له یو ځایه بل ځای ته کډه کېدل، له یوې دندې بلې دندې ته تلل او نوي فرصتونه یې ازمویل..
درېیمه خبره نړۍوال ملاتړ و. د لومړیو کلونو مالي مرستو او رواني تبلیغاتو خلکو ته دا هیله ورکړې وه، چې ګواکې هېواد د سیمه ییزو زورواکو او استبدادي واکمنۍ له شره د خلاصون ترڅنګ، د سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو له دسیسو او زورواکۍ هم خلاص شوی دی او نړۍ د امریکا په مشرۍ او د ملګرو ملتونو تر پوښښ لاندې د ترهګرۍ او لوږې له بلاګانو د ژغورل کېدو په برخه کې له افغانانو سره مرسه کوي. مرستو په هغو شرایطو کې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په لومړیو کلونو کې رامنځته شول، په ټول هېواد کې د میلیونونو خلکو په چاپېریال او دسترخوان کې د پام وړ بدلونونه راوستل. لا د فساد مافیا هر څه انحصار کړي نه وو. په هغو شرايطو کې د طالبانو د دورې د خاطرو رایادول د يوه ډاروونکي خوب په څېر ښکارېدل او په هماغې اجنډا سره د دغې ډلې د بېرته راتګ خیال ان د طالبانو پلويانو هم نه کاوه..
د ماموریت د پای ته رسېدو حس پر ګوندونو او سازمانونو برلاسی شوی و او په پایله کې یې، سیاسي ځواکونه او د ټولنې یوه برخه له نه جبرانېدونکي غفلت سره مخ شوه. دې نظر چې وخت بدل شوی او نړۍ تر دې وروسته د افغانستان په اړه بېل لیدلوری لري، ډېر وغولول. ډېر ډالونه پر ځمکه کېښودل شول او ډېر کار او مبارزه له پامه وغورځول شوه. د ازادۍ او ډیموکراسۍ پر پلویانو د وېښې او خوب ترمنځ یو ډول «ډیموکراتیک» حالت راغی او هغه چا چې باید له دې فرصته د نوي افغانستان د جوړولو لپاره ګټه پورته کړې وای، د یوه زبر ځواک تر سیوري لاندې یې چې تصور کېده د نامعلومې مودې لپاره افغانستان ته راغلی دی، د میلیاردونو ډالرو اډې یې جوړې کړې او خپل ستراټېژیک دښمنان ننګوي، واړول. اوس چې د ټولنې تر ټولو وروسته پاتې پاړکی د واک پر ګدۍ ناست دی او د خلکو د ټول ټولنیز او شخصي ژوند ټولو برخو ته یې شرعي او دودیز زنځیرونو غځولي دي او له وږو نه مالیات، جنګیالي او عشر غواړي، سیاسي ډګر تش دی. د هغو سازمانونو، ګوندونو او کسانو سکې چې شل کاله ويده وو، ناچله شوې دي. د دې مسألې درک کول د کار او مبارزې د بیا پیلولو لپاره مهم دي. د هغو کسانو لپاره چې هوډ لري، د زده کړو ضد، کار ضد، ازادۍ ضد او ښځو ضد واکمنۍ پر وړاندې ودرېږي، اړینه ده چې د افغانستان په سیاست کې د نن ورځې سکه پيدا کړي او د هغو کسانو شاوخوا ته ونه ګرځي، چې د خپلو خوبولو سترګو پر موښلو بوخت دي.