د افغانستان ورکه شوې کیلي، سیمه که نړۍ؟

د طالبانو لپاره د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان د کړکېچ حل لاره باید په سیمه کې ولټول شي. د هغه مطلب دا دی چې د ایران، روسیې او چین په څېر هېوادونه په پرېکړو کې تر ټولو لویه ونډه ولري، نه د امریکا او اروپا په څېر قدرتونه. بلخوا، امریکا او اروپا وايي، کله چې تر ټولو زیاتې پیسې دوی ورکوي، نو ولې باید په تصمیم نیولو کې غوښنه برخه نورو ته وسپاري؟ افغان سیاسي ډلې وايي، اساسي پرېکړه باید افغانان پخپله وکړي او پاتې لوري باید خپلې پرېکړې د هغوی له غوښتنو سره غاړه غړۍ کړي. په ښکاره ډول، دا ناهمغږې غوښتنې د یو ه داسې بندون لامل دي، چې ژر نه ماتېږي.

پر دې ټول پوهېږو، چې کمزوري او وروسته پاتې هیوادونه نه شي کولای د خپل راتلونکي لپاره په یوازې سر پریکړه وکړي. د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو پرېکړې د دغو هېوادونو پر برخلیک مستقیم اغېز لري. په واقعیت کې، لویې کورنۍ پیښې له هغو بدلونونو تر اغېزمنېدو پرته ممکنې نه دي چې په دوو یادو شویو کچو کې رامنځته کیږي. خو له بلې خوا، که د داخلي همغږۍ عوامل نه وي، یوازې بهرنۍ پریکړې هم نه شي کولای چې تر یوه ځای ورسېئږي او پایښت لرونکې او تلپاتې پایلې ولري. د کمزورو هېوادونو لپاره تر ټولو ښه شرایط هغه مهال رامنځته کېږي، چې په درې واړو، کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو کې کچو کې توافق او همغږي ته ورسېږي او د هغه هېواد په اړه د هغوی د تګلارو تر منځ ټګرونه او تناقضات تر ټولو ټېټې کچې ته ورسېږي. لکه د طالبانو د پخواني رژیم د ړنګیدو په لومړیو کلونو کې. په هغو شرایطو کې ټول نړیوال او سیمه ییز قدرتونه تر یوه بریده د افغانستان په قضیه کې سره متفق او همغږي وو او په کور دننه هم له طالبانو او د حکمتیار له حزب اسلامي پرته ټول قوتونه له دغه بهیر سره همغږي وو. په هر کړکیچ ځپلي هیواد کې کله چې د دغو دریو کچو ترمنځ همغږي ګډوډه شي، په پایله کې یې د بندون کړکېچ ژورېږي؛ داسې لکه: په سومالیا، یمن، لیبیا او یو شمېر نورو کړکیچ ځپلو هیوادونو کې چې یې شاهدان یو، افغانستان هم پر هماغې لارې روان دی.

په دې کې شک نشته چې له دې معادلې نه د سیمې هېوادونه، نه د نړۍ قدرتونه او نه هم په افغانستان کې دننه ځواکونه اېستل کیدای شي او له دغو درې واړو نه د هر هغه څنګ ته کول به، د دغه کړکېچ د هواري د هڅو د ناکامۍ لامل شي. خو پوښتنه دا ده چې دلته کوم یو لومړیتوب لري؟ ایا کورنی عامل لومړیتوب لري که بهرنی عامل؟ آیا د سیمې د هېوادونو رول ډېر پرېکنده دی که د نړیوالو قدرتونو رول؟ له بلې خوا، آیا د سیمې د هېوادونو په سټراتیژۍ کې د تناقضاتو د حل او په معادلې کې د نړۍ د قدرتونو له دخالت او حضور پرته په دغه وضعیت کې د انډول راوستل شوني دي؟

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په تجربه کې ولیدل شول چې د سیمې ځینو هېوادونو پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د القاعدې او نورو ترهګرو له حضور سره سره، د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژندله او د افغانستان سفارتونه یې وروسپارل، هغه کار چې ایران او د سیمې ځینې هېوادونه یې نن سبا کوي، خو دا چې د نړۍ قدرتونو په تېره بیا امریکا د خپلو متحدینو پر نیابتي رول بسنه کړې وه او په قضیه کې له مستقیم حضوره په شا شوې وه، په عمل کې د افغانستان کړکېچ د چاودنې تر پولې ورسېد او د طالبانو د سقوط لامل شو. تجربې ښودلې ده چې که یوه ټولنه له دننه په ژوره توګه ګډه وډه وي، په هره کچه بهرنۍ هڅې کومې مثبتې پایلې ته نه رسېږي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې ټول طالب ضد سیاسي قوتونه سره یوموټي او اجماع ته ورسېږي.

ورته لیکنې

Back to top button