اروپا کې د داعش د بریدونو طرحه کوونکی سوریه کې امریکا تر مشرۍ لاندې ټلوالېه هوايي برید کې وژل شوی

د امریکا پوځ اعلان کړی چې په اروپا کې د داعش د بریدونو مشر طراح، د سوریې شمال لویدیځ کې، ددغه هېواد تر مشرۍ لاندې ټلوالې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی، چې د امریکا پوځ نن سه شنبه  (اپریل ۴) د یوې بیانیې په خپرولو سره، د داعش د دغه چارواکی وژل کېدل تایید کړي.

د امریکا پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د داعش دغه لوړپوړی غړی (خالد عید احمد الجبوري) نومېده او د هغه وژل کېدل د لنډوخت لپاره د بهرنیو بریدونو پلانولو لپاره، د داعش وړتیا له منځه وړې.

په بريتانيا کې میشت د سوريې د بشري حقونو څار ډلې ويلي، چې د ياغيانو تر ولکې لاندې کلي  (Keftee ) ته څېرمه د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې يو کس وژل شوی دی.

د سوریې د اپوزیسیون د ملکي دفاع سازمان چې د سپینو ټوپیولرونکو په نوم پیژندل کیږي، هم ویلي چې د برید له ځایه یې د یوه سړي جسد را ایستلی چې د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې هم په سوریه کې، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې، د داعش یو جګپوړی غړی ووژل شو.

Back to top button