۸صبح، کابل: د طالبانو تر ادارې لاندې د ملی ازموینو ادارې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو د طب محصلینو ازموینه د نجونو له شتون پرته واخیسته.
طبي شورا شنبه د سلواغې پر ۳۰ اعلان وکړ، چې په دې ازموینه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د طب پوهنځيو څه باندې ۷ زره کسانو ګډون کړی و. په دې ازموینه کې هېڅ نجلۍ ګډون نه درلود.
کابل کې د طب د غاښونو له پوهنځي فارغه منیژې ملک ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د دې ازموینې لپاره یې پوره چمتووالی نیولی و، خو په وروستیو شېبو کې پوه شو، چې نجونې په دې ازموینه کې د ګډون اجازه نه لري.
هغه وايي: «د دې خبر له اورېدو وروسته له ژوند کولو ډېره ناهیلې شوم.»
تېره اونۍ د طالبانو طبي شورا او د ازموینو ادارې د دې ازموینې نارینه نوماندانو ته د کارتونو د وېش اعلان وکړ؛ خو د نجونو لپاره یې د دې ازموينې وخت روښانه نه کړ.
خو په افغانستان کې د طب لسګونه ښځینه فارغانې غواړي چې دغه ازموینه ترې واخیستل شي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر نارینه فارغانو طبي شورا ته په یوه لیک کې ویلي وو، چې د نجونو ازموینه دې لومړۍ واخیستل شي؛ خو دغې شورا د دوی غوښتنه ونه منله.