۸صبح، کابل: د تاجکستان رسنیو خبر ورکړی، چې د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان، د ډلهییز امنیت تړون سازمان له سرمنشی (ایمانقلی تسماګامباتوف) سره، د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
خاور راپور ورکړی چې دا غونډه تېره دوشنبېده (کب ۲۲ مه)، د تاجکستان په پلازمینه کې جوړه شوه.
د افغانستان په اړه د امام علي رحمان او ایمانقلي تسماګامباتوف ترمنځ د خبرو جزیات نه دي خپاره شوي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو، د سياسي همکاريو پياوړتيا، د امنيتي تړون سازمان، د نړيوالو فعاليتونو پراختيا او د پوځي او اقتصادي همکاريو زياتولو په باب، خبرې وکړې.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د تاجکستان ولسمشر او د ډلهييز امنيتي تړون عمومي منشي له ترهګرۍ، افراطيت، د نشهيي توکو قاچاق او سايبري جرمونو په ګډون، له امنيتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره، د هر اړخيز کار پر پياوړتيا ټينګار کړى دى.
دوشنبې ته د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د سرمنشي سفر، په داسې حال کې کېږي، چې دغه سازمان په دې وروستیو کې، د افغانستان او تاجکستان پر پوله پرتو ولایتونو کې، د زرګونو داعش جنګیالیو د راټولېدو خبر ورکړی دی.