په اتریش کې د طالبانو د مخالفینو غونډه پیل شوه

۸صبح، ویانا: په اتریش کې د طالبانو د مخالفو خوځښتونو او شخصیتونو دویمه غونډه څو شېبې وړاندې پیل شوه.
دغه غونډه په دويم ځل نن دوشنبې (غویې ۴)، د دغه هېواد په پلازمېنه ويانا کې د اتريش د نړيوال انستيتيوت له خوا جوړه شوی ده.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د دې غونډې له ګډونوالو څخه دي.
د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ همغږي او د باور رامنځته کول او د دغې ډلې پر وړاندې د مقاومت پراخول د دغې غونډې له مهمو محورونو څخه بلل کېږي.
د ویانا په غونډه کې د ۴۱ ګډونوالو په ډله کې د جمعیت اسلامي د یوې څانګې مشر صلاح الدین رباني، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول، د غني حکومت د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر مسعود اندرابي شامل دي، او د تېر حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.
د افغانستان په تېر حکومت کې د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل چې دغې غونډې ته بلنه ورکړل شوې وه، وویل چې له مخکې تنظیم شوي پروکرامونو له امله د ویانا په دوهمه ناسته کې ګډون نه شي کولای.
په دې غونډه کې یو شمېر سیاسي فعالانو، د تېر حکومت چارواکو، د پخوانۍ ولسي جرګې غړو، خبریالانو او مدني فعالانو هم برخه اخیستې ده.
ټاکل شوې دغه غونډه د غویې له څلورمې تر شپږمې نېټې دوام وکړي.
د طالبانو ضد څېرو لومړۍ غونډه چې درې ورځې يې دوام وکړ، د تېر کال د وږي میاشتې په ٢٤مه د دغه هېواد په پلازمېنه ويانا کې د اتريش د نړيوال انسټيټيوټ له خوا رابلل شوی وه.