د افغانستان په اړه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ناسته باید د ښځو د کار او زده کړو د مخنیوي پر موضوع متمرکزه وي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه سري ناسته ترسره کوي. د بښنې نړیوال سازمان له دغې شورا غوښتي چې د طالبانو له خوا د ښځو د کار او زده کړو د مخنیوي لغوه کول د خپل بحث په لومړیتوب کې راولي.
د بښنې د نړیوال سازمان سیمه ییزې مدیرې یمیني میشرا پنجشنبې د مرغومي په ۲۲مه د ملګروملتونو سازمان له امنیت شورا غوښتي چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو د منع کولو له دوامه مخنیوی وکړي.
د هغې په وینا، د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا نه یوازې باید له طالبانو وغواړي چې بې له ځنډه پر افغان ښځو او نجونو محدودیت لغوه کړي؛ بلکې باید له هغوی وغواړي د اعتراض کوونکو ځپل هم پای ورسوي.
میشرا ویلي: «دا اړینه ده چې د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا دې په هېواد کې د ښځو او نجونو حقونو د سخت محدودیت مخنیوی وکړي.»
دغه سازمان زیاته کړې چې د بې وزلۍ له ډېرې پراخېدو سره، په افغانستان کې له نادولتي سازمانونو سره د ښځینه کارکوونکو د فعالیت د مخنیوي په اړه د طالبانو پرېکړې دا هېواد تر ډېره د انساني ناورین په لور بیایي.
د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغان ښځې او نجونې په پراخه توګه له عمومي ژوندانه حذف شوې او همداراز په راتلونکو میاشتو کې د انساني ناورین په زیاتېدو به تر ټولو لویه بیه ورکړي؛ ځکه نارینه کارکوونکي نور نه شي کولای ښځو ته اساسي خدمات وړاندې کړي.
د ویلو ده د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له تازه محدودیتونو او همداراز په سیمه کې د امنیتي او ترهګریزو ګواښونو له زیاتېدو وروسته نن سري ناسته ترسره کوي.