نړۍ ته د معترضو ښځو پیغام: د طالبانو پر وړاندې چوپتیا او هغوی ته باج ورکول د ښځو ژوندي ښخول دي

۸صبح، کابل: د (سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ) په یوه لاریون کې له طالبانو سره چلند په اړه د نړیوالې ټولنې پر سیاستونو نیوکه وکړه.

ددغه غورځنګ غړو نن سه شنبه (د غبرګولي په ۲مه)، په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نږدې دوه کاله تېرېږي او ښځې لا هم په خپلو کورونو کې بندیانې دي او د دوی په وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ددې غورځنګ په وینا، د افغانستان د نفوس نیمایي برخه (ښځې)، له ټولنې حذفې شوي دي، دا غورځنګ ټینګار کوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د غوڅ دریځ نه نیولو له امله، طالبان تر پخوا «ډیر خونړی او وحشتناک» چلند کوي.

ددغه غورځنګ د غړو په وینا، طالبانو پر وړاندې چوپ پاتي کېدو دوام او  هغوی ته باج ورکول نه یوازې دا چې د ازادۍ، عدالت، دموکراسۍ او نړیوالو قوانینو خلاف کار دی؛ بلکې د افغان مېرمنو ژوندي ښخول هم دي.

دغه لاریونوالې مېرمنې وايي: «موږ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غواړو، چې له طالبانو سره پټې معاملې پای ته ورسوي او د بشري حقونو سرغړونکو او پېژندل شویو مجرمینو ته د میلیونونو ډالرو مرستې له لېږلو ډډه وکړي.»

د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د تګلارې پرضد دغه لاریونونه، په داسې حال کې کېږي، چې دغې ډلې پر افغانستان د بیا واکمنېدو له پیل راهیسې د بشري حقونو او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې، د نړۍ هېڅ غوښتنې ته غاړه نه ده ایښې.

Back to top button