په افغانستان کې د جرمني ځواکونو ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځول شو

د ۸صبح پښتو مجله، م. ظ. صمیم

د جرمني په فډران پارلمان کې د دغه هېواد د دولت د طرحې په تصویب سره، په افغانستان کې د جرمني ځواکونو ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځول شو.
د جرمني فډران پارلمان د وري په پنځمه نېټه د یوې نوې طرحې په تصویب سره د دغه هېواد پوځ ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې د جرمني ۱۳۰۰ پوځیان د ناټو ماموریت د یوې برخې په توګه د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې پاتې شي.
په افغانستان کې د جرمني ځواکونو اوسنی ماموریت د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۳۱مه پای ته رسېږي. جرمني د ناټو لومړنی غړی هېواد دی چې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت غځوي.
د جرمني دولت خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وخته مخکې وتل د سولې مذاکرات له خطر سره مخامخ کولی شي.
د دوحې د هوکړې له مخې، ټول امریکایي او د متحدینو ځواکونه یې باید د غوایي تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ووځي.
خو جوبایډن واک ته له رسېدو وروسته په خپله لومړۍ خبري ناسته کې اعلان کړی چې په ټاکلي وخت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ګران کار دی.
بایډن د وري په پنځمه په دغه خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې امریکا به د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې پاتې نه شي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکايي ځواکونه به په راتلونکي کال کې په افغانستان کې وي که نه، وویل چې ددې موضوع تصور ورته ممکن نه دی.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې له افغانستانه وتل به منظم او خوندي وي. جوبایډن همداراز زیاته کړه چې امریکا له خپلو متحدینو سره چې په افغانستان کې ځواکونه لري، په دې اړه د مشورې په حال کې ده. د هغه په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په بروکسل کې له ناټو او نورو متحدینو سره مشوره کوي.
هغه کابل ته د امریکا ددفاع وزیر لوید آستین سفر ته په اشارې سره ووېل چې له لوریو سره یې سلامشورې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې ډېر زر به د ملګروملتونو سازمان په مدیریت بهیر پیل شي ترڅو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی وڅېړي.
جوبایډن وایي چې د دوحې د هوکړې په اړه ارزونې روانې دي ترڅو دا جوته شوي، د دونالد ترمپ دولت دا هوکړه په کومو شرایطو سره لاسلیک کړې ده.
اخوا، طالبانو له ټاکلي وخته وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه خبرداری ورکړی او وېلي یې دي چې له ټاکلي وخته وروسته د امریکایي ځواکونو شته والی اشغال بلل کيږي. ناټو تراوسه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو یا ایستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.
ځینې رپوټونه وايي چې واشکټن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د وخت د غځولو په حال کې دی. امریکا او په ناټو کې د هغې متحدینو ټینګار کړی چې یو ځای افغانستان ته راغلی او په مناسب وخت کې او د شرایطو په برابرېدو سره به په ګډه له افغانسانه وځي.

ورته لیکنې

Back to top button