په افغانستان کې د امريکا د پاتـې کېدو اخلاقي اړخ
ليکوال: رونالډ اې نيومن، فارسي ژباړن: سيد جمال اخګر، پښتو ژباړن: محمد عزيز پردېس

د افغانستان په جګړه کې زموږ له ۲۰ کلنې مداخلې وروسته، ملاتړي لېواله دي چې د امنيت خونديتوب، په تېره بیا د ترهګرۍ ضد ګړنو يا اصطلاحاتو په اړه خپلې اندېښنې مطرح کړي. دغه موضوع اوس هم د پاملرنې وړ ده. نورې هيلې لکه د ښځو حقونو، بيان ازادۍ او دموکراسۍ په برخو کې د پرمختګونو ساتنه هم ښه ده؛ خو داسې څه نه دي چې موږ دې وغواړو د هغو لپاره جګړې ته دوام ورکړو. په ټول کې له دې موضوع سره همغږی يم. د يو امريکايي دیپلومات په توګه، زه د خپلې ۳۷ کلنې دندې تجربې ته په کتو، باور يم چې بشري حقونه د ملاتړ او مبارزې ارزښت لري؛ خو دې جګړې ته د امريکا د ژمنې قانوني کولو لپاره مې کرښې کاږلي دي. دې ته په کتو، زه باور لرم چې په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره يو اخلاقي لامل موجود دی، خو په هېڅ قيمت سره د تل لپاره نه، بلکې له اوسني لګښت سره د اوږدې مودې لپاره. موږ ؤ چې په افغانستان کې مو د ازادۍ لپاره ليدلوری وړاندې کړ او ټولنې ته مو بدلون ورکړ.
موږ افغانان وروزل او ډېر ځلې مو ژمنه وکړه چې له دې ازاديو ملاتړ کوو. موږ د راديو او تلويزون په ګډون، د ازادو مطبوعاتو جوړېدو سره مرسته وکړه چې نن ورځ يې دومره وده کړې چې د افغانستان په هېڅ ګاونډ هېواد کې يې ساری نه ليدل کېږي.
خصوصي مرسته کوونکو او همداراز امريکا متحده ايالتونو بودجې، د افغانستان امريکايي پوهنتون ته چې مطميناً نن په افغانستان کې له مخکښو پوهنتونونو څخه دی، وده یې ورکړه. په ۲۰۱۶ کال کې پر امريکايي پوهنتون د طالبانو له بريد وروسته، د ښځو او نارینه وو په ګډون ټپي زده کړهيالان چې د خپلو ټولګيوالو په غم غمجن ؤ، بياځلې پوهنتون ته ولاړل او فارغ شول.
بهرنيو او افغاني موسسو، مدني ټولنو او د بشري حقونو بنسټونو پر ټاکنو څارنه او د نجونو مدرسې او نور بنسټونه رامنځته کړې دي. موږ دغه بنسټونه وساتل او بودجه مو ورکړه. افغان ځوانانو ورته وده ورکړه او په غښتلتيا کې يې رغنده رول ولوباوه، نن ددغو بنسټونو او لاسته راوړنو لپاره ځانونه قربانوي. هغوی د ښځينه قاضيانو، خبريالانو، روزونکو، پر ټاکنو د څار کميسيون رييس او نور کسان، د ترور په څپو کې مري.
ځوانان اوس او تل دغې لارې ته دوام ورکوي. هغوی له وېرې سره کار کوي او خپل ژوند ته دوام ورکوي. د تلويزون د وياند په توګه، د ورځپانې چلوونکي په توګه، د ښوونکي په توګه، د دولت کارکوونکي په توګه، د نادولتي بنسټونو د کارکوونکي په توګه، چې يوې مدني ټولنې ته لارښوونه کوي – هغوی اوس هم خپل کار ته دوام ورکوي او د افغان سياستوالو په پرتله، په ښه بڼه لارښوونه کوي. طالبانو د ترور او وژنو په ترسره کولو خپله واقعي څېره وښوده. که څه هم هغوی دا نه مني او وايي چې دا د طالبانو کار نه دی؛ خو يوازې دا ډله ده چې داسې کړنې ترسره کوي. څرګنده ده چې هغوی د دغو ترورونو د دوام د مخنيوي لپاره هېڅ هم نه کوي.
ددغو ترورنو منطق روښانه دی: د ټولنې فکري مشرانو له منځه وړل چې د طالبانو د پخوانيو پيړيو ليدلوريو د پوره کېدو مخه نيسي؛ چې د امارت بيرغ لاندې به عملي شي. اوس چې ډېری افغان ځوانان د هغې ټولنې په جوړولو بوخت دي چې موږ يې په اړه لارښوونه کړې وه، ايا اخلاقي مسؤليت نه لرو هغه څه چې د جوړولو لپاره يې موږ مرسته کړې وه، ويې ساتو؟ زه وایم، موږ چې څه جوړ کړي ؤ، باید ويې ساتو.
په افغانستان کې د پاتې کېدو او د طالبانو د ګواښونو پروړاندې د دې هېواد د ساتنې لپاره يو اخلاقي مورد شته. دا يو غير محدود مورد دی. دا لامل نشي کېدای چې په زرهاوو امریکايان دې له منځه لاړ شي يا تريليونه ډالر دې ولګول شي. خو واقعيت دا دی چې زرګونه امريکايان په افغانستان که نه وژل کېږي. دا افغانان دي چې جګړه کوي او مړه کېږي. د امريکايانو تلفات کم شوي؛ په ۲۰۱۹ کال کې ۱۸ تنه او ۲۰۲۰ کال کې ۴ تنه وژل شوي دي.
نور په افغانستان کې زموږ زياد ځواکونه حضور نلري. اوسمهال زموږ د ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېږي. موږ يوازې نه يؤ، د ناټو ټول شريکان له موږ سره په افغانستان کې پاتې کېږي او هغوی په مشورو بوخت دي چې، موږ بايد تر هغه وخته يوځای واوسو تر هغې چې زموږ د ارزښتونو سره واقعي او متناسبه سوله ټينګه شي. لګښت هم ټيټ دی. افغانستان اوسمهال د امريکا ۲سلنه دفاعي بودجه ترلاسه کوي، دا واقعا لږ پيسې دي؛ خو که قضاوت وکړو، د لګولو ارزښت لري، يعنې يوه د منلو وړ اندازه ده.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې موخه يوازې دا نه وه چې خپل ځواکونه بهر کړو يا هم دا چې د ځواکونو د وتلو لپاره هوکړې ته اړتيا وي. دغه هوکړه په حقيقت کې د افغانستان د ښکېلو اړخونو ترمنځ د مذاکراتو د پيل لپاره وه. طالبانو تراوسه له هر ډول اساسي مذاکرې ډډه کړې، خپلې غوښتنې یې ډېرې کړې دي، له القاعدې ډلې سره يې خپلې اړيکې ساتلي او د روڼ اندو د ترور لړۍ يې ګړندۍ کړې ده. دا چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، نو موږ د هوکړې شرايطو ته په کتو د سرتېرو وتلو ته هېڅ ژمنتيا نلرو. د سرتېرو د وتلو بهیر به تر هغه درېدلی وي چې مذاکرات جدي پړاو ته ورسېږي او سولې ته د رسېدو څرک تر سترګو شي.
په افغانستان کې د فساد او کمزورې حکومتولۍ په اړه ژورې اندېښنې موجودې دي. خو که افغان ځوانان همداسې لېواله وي او د ژوند او ټولنې هغه تصوير لپاره چې موږ هم ورباندې باور لرو، ومري، نو ایا موږ، ناټو او نور شريکان بايد خپلو مرستو ته دوام ورنکړو؟ زه باور لرم چې بايد دوام ورکړو.
يادونه: رونالډ ای. نيومن له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۰۷ کاله پورې په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو سفير و.