د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته نن ترسره کېږي

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته نن د لسو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شي.
شپوتنیک چهارشنبې د نومبر په شپاړسمه رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې د افغانستان په هکله د مسکو د مشورتي ناستې ګډون وال د دې هېواد د امنیتي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړي.
د مسکو په ناسته کې به د طالبانو هېڅ استازی ګډون ونه لري؛ ځکه طالبان دغې ناستې ته نه دي وربلل شوي.
څو ورځې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته د دې ډلې له ګډون پرته نیمګړې ده.