په خوست کې د غلو له خوا یو صراف وژل شوی؛ صرافانو کاري اعتصاب کړی

۸صبح، کابل: په خوست کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې، وسله والو غلو یو صراف پخپله هټۍ کې وژلی او پیسې یې ترې وړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن چهارشنبه (وري ۲۲مه)، د خوست زاړه ښار، د اسعارو تبادلې په بازار کې، رامنځته شوې.

له دې پېښې وروسته، صرافانو اعتصاب وکړ او خپلې هټۍ یې وتړلې.

د خوست صرافان طالبان د دوی د امنیت په ساتلو کې په پاتې راتلو تورنوي. او وايي چې دا په تېره یوه میاشت کې، پر دوي دویم برید دی.

دغو صرافانو خبرداری ورکړی، چې د نننۍ پېښې عاملینو تر نیول کېدو پورې به خپلې هټۍ نه پرانیزي. دوی د نورو ولایتونو له صرافانو هم غوښتنه کړی چې غږ یې بدرګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په پکتیکا کې وسله والو طالبانو، د دې ولایت په ارګون ولسوالۍ بازار کې یو صراف وتښتاوه، چې وروسته ونیول شو.

ورته لیکنې

Back to top button