د نېکبختې مرموز مرګ؛ هغه نجونې چې په چوپتیا کې ښخېږي
لیکنه:عایشه خراسانی

د نېکبختې له مرګه او په قبر کې په چوپتیا سره د هغې له اېښودو څه باندې یو کال تېرېږي. خو د هغې د مرګ د څرنګوالي په اړه لا هم نا حل شوې پوښتنې شته. یوه نجلۍ چې یو سهار ځان تیاروي او پوهنتون ته ځي، خو دوه ورځې وروسته بېرته کور ته نه راګرځي، تر دې چې د هغې جسد د یوه پردي سړي له خوا د ویالې پر غاړه پیدا کېږي. نیکبخته رښتیا څنګه مړه شوه؟ ولې یې چا مسأله تعقیب نه کړه؟ ولې چا دا پوښتنه ونه کړه، چې څنګه یوه نجلۍ سهار پوهنتون ته ځي او دوه ورځې وروسته په یوې ویاله کې پیدا کېږي؟ ولې د هغې کورنۍ نه غوښتل چې دا موضوع تعقیب کړي؟ ولې کله چې د نېکبختې خبره کېږي، غوره ګڼي چې څه ونه وایي او هر څه تقدیر ته وسپاري؟ څه د دې لامل شوي چې د نېکبختې کورنۍ تر اوسه د هغې د مړینې په اړه څه ونه وایي؟
پلخمري ښار ته نېږدې د زمان خېلو په سیمه کې ښکته کېږم. سړک خامه دی او د هر ګام په اخیستو سره مې خاورې هوا ته پورته کېږي. په وچه او ډاروونکې فضا کې سفر کوم. هوا ګرمه او سوځنده ده. زه ګړندی روان یم، څو هغې ویالې ته چې غواړم یې ورسېږم؛ دا ویاله د پلخمري له سینده سرچینه اخلي او په دې وروستیو کې یې په اړه ډېر څه اورېدل کېږي. له وچو ونو تر تېرېدو وروسته ویالې ته ورسېږم. ویاله خاورین رنګ لري. زه پر اوبو لاس راکاږم او ښه په ځیر سره ورته ګورم. هغه ماښام رایادوم چې هغه د یوې ځوانې نجلۍ جسد را اخیستی و او په وچه یې اچولی و. زه د هغې نجلۍ د جسد په اړه فکر کوم چې د هغې جمعې پر ماښام یې د ټپي مرغۍ په څیر پوست اچولی و. د هغې سترګې د وحشي بادامو په څېر خلاصې پاتې وې او هغه د لمر وړانګو ته چې د ونو له بې پاڼو څانګو تېرېږي، ګوري. د هغې پوستکی توږل شوی و. د هغې بدن د توت د ونې د تنې په څېر زوړ و، غوښه او هډوکي یې له پوستکي راوتلي وو. د هغې د غنمو په څېر مخ د تیاره اسمان نیلي رنګ اخیستی و. خپل لاس په هغو خاور کې وهم چې د اوبو څپو نجلۍ ور اچولې وه. له ویالې، له خاورو او د ویالې له خاورینو اوبو وېرېږم.
سمیې (مستعار نوم) ته چې د نېکبختې نېږدې ملګری او نېږدې خپلوانه ده، زنګ وهم او ورته وایم چې د نجلۍ وژونکي جهیل مخې ته یم. په خپله هم پر خپلو خبرو باور نه لرم. هغې ویالې ته زما د نېږدې کېدو مخه ونیوله، خو زما شله توب تر دې زیات و چې په اسانۍ سره مې قانع کړي. غوښتل مې وګورم چې یوې ویالې څنګه وکړای شول، یوه ځوانه نجلۍ له ځانه سره یوسي او ټپي یې یوه کونج ته وغورځوي. د ډنګرو او وچو ونو په سختې چوپتیا کې، له وړو تېږو سره د اوبو د لګېدو غږ اورېدل کېږي، داسې چې ته به وایي جهيل د انسانانو له کاره ستړی شوی دی.
څه موده وروسته د سمیې کور ته رسېږم. زه د انګړ دروازه ټکوم او بوډۍ ښځه، چې کړوپې ملا یې لوړه ونه ورلنډه کړې، دروازه پرانیزي. کور ته مې لارښوونه کوې. د هغې نجلۍ په اړه پوښتنه کوم چې د جهيل پر غاړه موندل شوې وه. یو څو شېبې ټول چوپ دي. وروسته په یوه کونج کې ناسته نجلۍ په غریو نیولې غږ سره وایي: «قوم زما ملګرې او ټولګيواله وه. ارامه او بې ضرره نجلۍ وه. زه نه پوهېږم چې څنګه یو ناڅاپه په ویاله کې وموندل شوه، کله چې پوهنتون ته ځم او ګورم چې هغه څوکۍ چې تل به پرې ناسته وه، تشه ده، خپه کېږم.»
نجلۍ نېکبخته نومېده. هغه د ښوونځي له بشپړولو وروسته د کانکور په ازموینې سره د یوه ولایت پوهنتون ته بریالۍ کېږي؛ خو کورنۍ یې اجازه نه ورکوي. نېکبخته، چې غوښتل یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ډېر ټینګار کوي، تر دې چې کورنۍ یې راضي کېږي چې د پلخمري په ښار کې د قابله ګۍ په څانګه کې زده کړې وکړي. د سمیې څنګ ته یوه ناسته زړه ښځه وايي: «د پنجشنبې ورځ وه، پوهنتون ته د تلو وخت و. نېکبختې وویل چې نن په ښار کې چپټر هم چاپوم. د جمعې تر ماښامه پورې د هغې په اړه هېڅ معلومات نه وو، تر دې چې بله ورځ مو یې مړی وموند.»
د نېکبختې له ورکېدو څو ساعته تېرېږي، کورنۍ یې د موندلو لپاره هېڅ دروازه نه ټکوي. یوه شپه تیریږي، د نېکبختې هېڅ خبر نه شته. د هغې د کورنۍ لومړی شک دا و چې هغه له هغه هلک سره تښتېدلی ده چې غوښتې یې وه.
هر ځای اوازې خپرېږي. څوک وايي چې د نجلۍ کورنۍ نجلۍ وژلې او پټه يې کړې ده. ځينې کسان وايي چې دا يوه نافرمانه نجلۍ وه، حتماً تښتېدلې ده. خو پر حقیقت هېڅوک نه پوهېږي. د جمعې پر سهار بیا حوزې ته ورځي او غوښتنه کوي چې د سیند اوبه بندې کړي. د سمیې له موره پوښتم چې ولې لومړۍ خبره چې د ټولو په ذهن کې راګرځېدلې دا وه چې د سیند اوبه دې بندې شي. هغه وایي: «د پلخمري د سیند تر څنګ په یوې څنډه کې چینه ده. موږ فکر کاوه چې ښايي نیکبخته چینې ته تللې وي او په هغې ورځ هوا باراني وه او پښه یې سیند ته ورښوېدلې وي. بل شک دا و، چې هلته ډېر ځوانان لامبو وهي او یا د سیند پر غاړه کېني، نېکبخته یوازې ده، موږ وېرېږو، چې زموږ لور ته څه پېښ شوي نه وي او بیا یې ډوبه کړې نه وي.» د نجلۍ کورنۍ ځان ته هېڅ داسې دښمن نه شي تصور کولای چې داسې ناوړه کار دې وکړي. د نېکبختې کورنۍ له درېیو یا څلورو کلونو راهیسې دې سیمې ته کډه شوې ده. د سیمې خلک هم د دې کورنۍ په اړه ډېر معلومات نه لري.
درې یا څلور ورځې وروسته نېږدې ماښام له درېیمې حوزې د نجلۍ کورنۍ ته زنګ وهي چې د یوې نجلۍ جسد موندل شوی دی. د سمیې مور وايي چې د نېکبختې مړی په سیند کې د یوه سړي لخوا چې د زمانخېلو خوا ته اوسېده، وموندل شو: «د منځني عمر یو سړی ویالې ته نېږدې کېږي او نارنجي رنګه څه وي. په لومړي سر کې فکر کوي چې کثافات دي او چا سیند ته اچولي دي، خو هغه یو لاس ویني چې له کونجه یې راوتلی دی. د جسد له لېدو سره سم، له حوزې سره اړیکه نیسي چې د یوې نجلۍ جسد یې موندلی دی، حوزه هم د نجلۍ کورنۍ ته خبر ورکوي.»
د نېکبختې کورنۍ د شپې په تیاره کې د ټولو له سترګو لیرې د نجلۍ جسد کور ته راوړي. په سبا یې د هغې جسد له کوم اعلان پرته خاورو ته سپاري. هېڅوک خبرې نه کوي. ګاونډیان جرئت نه کوي چې نېږدې ورشي. هلته دود دی چې د کورنۍ غړي یې د ګاونډۍ یا له کورنۍ د بهر ښځې په مرسته مړی ته غسل ورکوي، خو د نېکبختې کورنۍ هېچا ته د دې کار اجازه نه ورکوي. د کورنۍ غړي یوازې جسد مینځي او یا ښايي بیخي یې نه پرېمنځي. د نېکبختې له تندي د چینې په څېر وینه بهېږي او د مخنیوي لپاره یې هره هڅه ناکامه وه، دوی جسد په پلاستيک کې اچوي. د نېکبختې مرګ چې هر ډول و، په سیند کې د ډوبېدو له امله نه و. د سمیې مور ډېرې خبرې نه کوي او هڅه کوي چې د قضیې پر حقیقت پرده واچوي، خو په داسې انداز لکه شک چې لري، وايي: «خداى پوهېږي، له نېکبختې سره يې څه کړي وو. یو ځل یې مور وویل شکر چې ژوندۍ ده، خو بیا یې څه ونه ویل، تر دې چې مړی یې راوړ.»
د نیکبختې مور خبرې نه کوي. د هغې له کورنۍ سره د خبرو کولو هڅه بې ګټې ده. ته به وایی چې ټولو يې قسم خوړلی دی چې يوه کلمه به هم ونه وايي او د نېکبختې نوم يې د لکه د هغې د مړي په څېر چې خښ کړی وي. خو هغه څه چې د نیکبختې د مړینې پېچلتيا زیاتوي د هغې د مور خبرې دي چې د هغې د جسد تر راوړلو یوه ورځ مخکې یې ویلي وو، چې «شکر چې ژوندۍ ده.»
د جنازې له خښولو مخکې اوازې د باد په څېر هرې خوا ته خپرېږي. سمیه یوه له هغو د ګوتو په شمار کسانو له ډلې وه، چې د نیکبختې جنازې ته تللې وه، نوموړې د هغې ورځې په تړاو داسې وایي: «جنازه په سپین کفن پوښل شوې وه. د هغې پر تابوت شین ټوکر اچول شوی و او هېچا ته اجازه نه ورکول کېده چې د نجلۍ مخ وګوري. د نجلۍ پزه له سپین ټوکره راوتلې وه، ارامه وه. ټولې ښځې پسنېدلې او په خپل فکر سره یې غوښتل چې یوې پایلې ته ورسېږي او د نجلۍ د مړینې پر لامل پوه شي، خو نجلۍ په تابوت کې وه، بې روحه جسد یې په چوپتیا کې ډوب و. مور یې ژړل او څه یې نه ویل. هغې د خپلې لور د مړینې په اړه هېڅ نه ویل، هغې یوازې له خدایه صبرغوښته. له دې پرته چې د ډیرو خلکو راغونډېدو ته فرصت ورکړي، د نېکبختې مړۍ هدېرې ته وړي.
تر هغې وروسته د نېکبختې بې روحه جسد په قبر کې اېږدي او دعا ورته کوي. ټول خلک خپلو کورونو ته ستنېږي. د نېکبختې په ښخولو سره د هغې د مرګ د څرنګوالي پر کیسه هم خاورې اړول کیږي. د نیکبختې د کورنۍ غړي د خپلې لور په اړه هېڅ نه غږېږي. که څه هم د نېکبختې مړینه ډیره مشکوکه وه، خو حوزې قضیه تعقیب نه کړه. نېکبخته تېر کال خاورو ته وسپارل شوه او ښايي تر دې دمه له خاورو سره خاورې شوې وي او هډوکي یې هم پوده شوي وي، خو هغه څه چې پاتې دي، د وینو هغه سرې لکې دي، چې ټولو لیدلې دي.