د طالبانو مشهور لندن مېشتی رسنیز مدافع سید بلال احمد فاطمي، چې د دغې ډلې په پلوۍ د پراخو رسنیزو بحثونو له امله د دوی لیبرال ویاند ګڼل کیږي، په یوه ویډیویي پيغام کې د دغه ډلې د نا لیدل شوي مشر ملا هبتالله اخندزاده د وژل کیدو په اړه د خپلو ادعاوو بښنه وغوښته، خو ورسره یې د نوموړي د مرګ و ژوند په اړه خپل نور شکونه هم په ډاګه کړل.
ښاغلي فاطمي په دغه ویډیويي پيغام کې ټینګار وکړ، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI هغه مهرې ور معلومې دي، چې په کندهار کې ( ویې نه ویل چې چا ته او کوم مقام ته) نیږدې ځای پر ځای شوي او د ښځو پر وړاندې د بندیزونو او « نړیوال جهاد» ته د طالبانو د چمتووالي پریکړې اعلانوي.
بلال فاطمي په دغه ویډیويي پيغام کې یو ځل بیا د ملا هبتالله په نوم د کوم کس د نه موجودیت ټینګار وکړ، خو په ورته وخت کې یې په دې اړه د خپلو مخکینیو څرګندونو بښنه وغوښته.
دغه طالب پلوي سیاسي شنونکي د مخکینیو ادبیاتو برعکس یې ملا هبتالله ته د مشر، زعیم او د افغانستان د ازادونکي القاب وکارول او له حضرت عمر سره یې تشبیه کړ. فاطمي د هبتالله په نوم له نا لیدل شوي موجود څخه وغوښتل، چې خلکو ته د ایران د مذهبي انقلاب د رهبر آیتالله خمیني او حضرت عمر په شان څرګند او ووایي، چې یادې پریکړې ده د کومو قرآني او نورو دیني احکامو پر بنسټ کړي دي؟
هغه له نورو جزیاتو پرته ادعا وکړه، چې د طالبانو په پلوۍ یې د انګلستان پارلمان ته له وینا وروسته زندان هم لیدلی او له خوشې کیدو وروسته ورته وزارتونه، ولایتونه او سفارتونه پیشنهاد شوي، خو ده نه دي منلي.
فاطمي د طالبانو یو بل مشهور مدافع ډاکټر فاروق اعظم، چې اوس ایله طالبانو د بریښنا وزارت سلاکار ټاکلی، د خپلو دغو ادعاوو د شاهد په توګه یاد کړ.
دغه سیاسي شنونکي مخکې ادعا لرله، چې طالبانو سره یې اړیکې نه وې او د مستقل کس په توګه یې د جمهوري نظام پر مهال د طالبانو د جګړې ملاتړ کاوه.
په دې لیکنه کې به د سید بلال فاطمي د ژوند ځينې پټ اړخونه او د متناقضو دریځونو افشاګري او ارزونه وشي.
سید بلال فاطمي څو میاشتې مخکې له امریکا څخه د بهار په نوم له یوه خپریدونکي ټلویزون سره په شاوخوا ۵ ساعته مرکه کې د خپلې کورنۍ، سیاسي اړیکو، مرموز ژوند او ادعاوو په اړه جالبې او ضد و نقیضې خبرې لرلې.
هغه د خپل پینځم پښت د شجرو په بیانولو سره مدعي شو، چې د نسب سلسله یې سید جمال الدین افغان او حضرت ابراهیم علیه السلام ته رسیږي او روحاني کورنۍ یې د تاریخ په اږدو کې د افغانستان د نظامونو په پرزولو او جوړولو کې مهمه ونډه لرله.
دی خپل مورنی نیکه د انګلیسانو خلاف د وروستۍ جګړې لوی غازي او وروسته د شمال حکمران بولي، خو وایي چې بیا یې کورنۍ ځینې مشران د شاهي رژیم خلاف د کودتا پلانولو له امله اعدام او دوی له زده کړو محروم او تر نظر بند لاندې راغلل.
فاطمي، هم ادعا کوي چې شاهي رژیم د هاشم خان له صدراعظمۍ وروسته ورته ویل اصلي پاچاهان تاسې یاست او موږ مو د ځينو کسانو د وژلو بښنه غواړو او هم وایي، چې دغه رژیم دوی له ځانه لیرې وساتل او پر ځای یې نور خپلوان( د مجددي او ګیلاني) کورنۍ د خپلو درباري روحانیانو په توګه غېږ کې ونیول.
کیسه دلته نه ختمیږي؛ فاطمي خپل پلار د داود خان د جمهوریت پر مهال د ارګ پوځي صاحب منصب یادوي او وایي کله، چې د هغه خلاف د چپیانو کودتا وشوه، پلار یې په دې دلیل چې« هېواد له کفارو پاک شو» پر نیږدې خپلوانو شیریني ووېشله او د کابل په شاه دوشمشیره جومات کې یې د شکرانې لمونځ وکړ.
بله جالبه دا ده، چې فاطمي بیرته د چپیانو د واکمنیدو خلاف د جګړې پيل د پاکستان مېشتو ښي اړخو ډلو پر ځای، خپله کورنۍ یادوي او وایي، چې د دغې جګړې د پیلیدو مشوره د دوی په کور کې په داسې مهال وشوه، چې پلار یې لا هم د ارګ صاحب منصب و او کور کې یې عسکري خدمتګاران لرل.
د هغه د ادعا له مخې، د دوی په کور کې د بېلابېلو جهادي تنظیمونو غونډې پیل او د چپیانو خلاف د جګړې د پيل پریکړه وشوه.
د یادونې وړ ده، چې د چپیانو له واکمنیدو کافي موده وروسته دا تنظیمونه په پاکستان کې رامنځته شول، خو ښاغلی فاطمي وایي چې نه، دا تنظیمونه موجود او د دوی د کور په فیصله یې د چپیانو خلاف جګړه پيل کړه.
د دوی په کور کې د ادعا شویو دغو غونډو د ګډونوالو ترکیب هم جالب دی. د هغه د معلوماتو په اساس، په یادو غونډو کې دغو کسانو ګډون کاوه: د فاطمي پلار د ملي نجاب جبهې استازی، د حزب اسلامي استازی قطب الدین هلال، د جمیعت اسلامي استازی قاضي مصطفی فاطمي( د فاطمي تره)، د حزب اسلامي بل استازی ډاکټر سید امین فاطمي(د فاطمي بل تره)، د ملي محاذ استازی(د فاطمي د پلار تره) د وسلو او تجهیزاتو برابرونکی جنرال هدایتالله هدایت، چې د مرکزي قول اردو جنرال او د فاطمي د عمه خاوند و.
فاطمي زیاتوي، چې دغه مهال امریکا او پاکستان نه و، خو دوی د چپیانو د رژیم خلاف جګړه په همدغو کورنیو امکاناتو پيل کړه. دی د خپل تره ډاکټر سید امین فاطمي په اړه، چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او بیا په جاپان کې د افغانستان سفیر و، وایي چې هغه په ملي ټلویزون کې روغتیایي خپرونې مخته وړلې او له ټلویزونه تر وتو وروسته یې په کابل کې د حزب اسلامي د چریکي بریدونو مسوول په توګه په داسې مهال، چې نیکټایي او دریشي به یې پر ځان وه، وسلې او لاسي بمونه له یوه ځایه بل ته انتقالول.
بلال فاطمي، وروسته پاکستان ته د تلو په کیسه کې یې وایي چې په څوارلس کلنۍ کې یو چا د جمیعت تنظیم مشر استاد رباني ته یوړ او ده د هغه د تنظیم غړیتوب واخیست. د ده په وینا، دغه مهال یې پلار د خپل ترورزي( صبغت الله مجددي) په مشرۍ د ملي نجات جبهې د یوې برخې مشر او دی د جمیعت تنظیم د یوه ښوونځي زده کوونکی و.
دغه مشهور طالب پلوی شنونکی، چې ډېر ځله ځان په افغانستان کې د شوروي او امریکا د پوځي حضور سرسخت مخالف او په خپله اصطلاح« مجاهد» بولي، په دغو جګړو کې یې برخه نه ده اخیستې. هغه د خپلې کورنۍ د کوم غړي او خپلوان یادونه هم ونه کړه، چې یا جګړې ته تللی وي او یا پکې وژل شوی وي.
دی هماغه مهال، چې د کورنۍ مشرانو یې د نورو اولادونه د جګړو سنګرونو ته لیږل، د ښو زده کړو او هوسا ژوند له امکاناتو برخمن و.
فاطمي وایي د لېسې له فراغت وروسته یې د طبي زده کړو شوق و. د ده په وینا، استاد رباني د خپل ځانګړي سلاکار انجینر مسیر الله دانشیار په ملتیا، چې فاطمي یې ایران سره په پټو اړیکو تورنوي، د یوه دوه کسیز پلاوي په ملتیا ایران ته واستوه او د دغه سفر پر مهال د ایران د ارشاد او فرهنګ وزیر د طب پوهنځي یو فوق العاده بورس ورته ځانګړی کړ، خو د پلار د ممانعت له امله یې دا زده کړې ونه کړې.
دا ښاغلی نه وایي، چې ده په کوم اساس، په داسې حال کې چې کورنۍ یې په نورو تنظیمونو تقسیم وه، د استاد رباني په دوه کسیز ځانګړي پلاوي کې ایران ته د تلو فرصت وموند؟ دی له رباني سره چا، د څه لپاره معرفي کړی و، هغه ته ولې دومره نیږدې و، چې په تانده ځوانۍ کې یوه هېواد ته په مهم سفر لاړ شي؟
بلال فاطمي په پېښور کې د طبي زده کړو د پيل کیسه کوي او ادعا لري، چې د زده کړو په لومړۍ ورځ یې له یوه جسد څخه د عملي کار لپاره ټول شوي ډاکټران ولیدل او له دې سره یې له طبه زړه تور او یوه اونۍ کور کې ناروغ شو.
له داسې عاطفي تمثیل سره، همدا بلال فاطمي هره ورځ د ټلویزون پر پردو څرګندیږي او د هغو طالبانو ننګه کوي، چې خپله مشران یې د زرګونه ځانمرګو او نورو بریدونو په وسیله د لسګونه زرو کسانو د وژلو اعتراف کوي او د پوهنتونونو د فراغت اسنادو ته یې د بمونو الوزول معیار ټاکلي دي.
سید بلال فاطمي د پېښور په یوه پوهنتون کې ماسټرۍ تر سطحې د خپلو زده کړو او د استاد رباني او صبغت الله مجددي په ګډون د واده د مراسمو یادونه هم کوي او وایي دغو دواړو جهادي مشرانو د نکاح پلار رول لرل په واده کې د خپل ګډون شرط ټاکلی و، خو رباني یې د مېرمنې نکاح پلار او مجددي د نکاح د دعا لوستونکی شو.
هغه یو ځل له پېښور څخه خبره لندن ته وړي او وایي په نویمه لسیزه کې لندن ته لاړ او تر ۱۹۹۸ پورې یې د فرید په مستعار نوم د پناه غوښتونکو افغانانو د قضیو وکالت کاوه. د ده په وینا، هغه مهال یې تر ۵ زرو پورې افغانانو ته قضیې مخته یوړې او دومره مشهور شوی و، چې لندن ته هر راتلونکی افغان به یې پوښتنه کوله او قضیه یې پر ده مخته وړله.
فاطمي له دغه کار سره د مخه ښې دلیل دا ښيي، چې نه یې غوښتل څوک یې وښکنځي، ګرېوان یې ونیسي او عزت سره یې لوبې وکړي. د هغه د ژوند دا کلونه هم د پوښتنو وړ دي. فاطمي ولې په مستعار نوم د وکیل په توګه کار کاوه؟ دی جعل کار او انساني قاچاقبر خو نه و؟ تروریستان خو یې نه لېږدول؟ لندن او اروپا کې د نورو مېشتو طالب پلوو د تګ زمینه خو به یې نه وي برابره کړې؟ ولې له کنځلو، ګرېوان څېرلو او بې عزتۍ وېریده؟ څه یې کړي وو؟ د پناه اخیستو د ناقانونه قضیو د کامیابونکو د مدعیانو په شان شوکمار خو نه و؟
ښاغلی فاطمي د خپل عزت بحث په داسې حال کې مطرح کوي، چې دی هره ورځ په افغانستان کې د طالبانو لخوا د یوه اسیر شوي ملت د هره شېبه بې عزته کولو په مدافع او لوډسپیکر بدل شوی او پر دې کار ویاړ هم کوي.
د هغه په اړه د پورتنیو پوښتنو ځواب به له نورو معلوماتو سره یو څه واضح شي.
فاطمي وایي، چې د طالبانو د لومړني رژیم په وروستیو کلونو کې یې د لندن پوهنتون په بین الدول برخه کې زده کړې پيل او امریکا ته د اسامه بن لادن د نه سپارلو په اړه د طالبانو د دریځ په ملاتړ لابي پيل کړه. هغه د دغې مودې په اړه نور جزیات نه ورکوي، خو لکه چې وویل شول، په تازه ویډیويي پيغام کې د بل طالب لابيگر فاروق اعظم له شاهد ګرځولو سره وایي، چې د انګلستان پارلمان ته یې د طالبانو په پلوۍ دومره تیزې خبرې وکړې، چې زنداني شو.
فاطمي وایي د طالبانو له سقوط وروسته یې لندن کې یوه اینجو ثبت او د عملي کار د پيل لپاره پاکستان ته سفر وکړ. په افغانستان کې یې ځینې دفترونه پرانیستل او پېښور کې یې د کورنۍ د مېشتولو اقدام وکړ، خو په ادعا یې د پاکستان استخباراتو په ۲۰۰۴ کې یوه اونۍ مخکې تر دې، چې له پاکستان څخه لندن ته لاړ شي زهر ورکړل او لندن ته له ستنیدو وروسته یې یوه پښه فلج شوه.
بلال فاطمي پاکستاني استخبارات تورنوي، چې له امریکا سره یې د مخالفت لپاره غوښتل دی ووژني، خو دا چې دی د انګلستان تبع و، دا کار یې په پاکستان کې ونه کړ؛ بلکې داسې زهر یې ورکړل، چې وروسته اغېز وښندي.
هغه دا مني، چې پاکستان ته د دغه سفر پر مهال یې افغانستان ته هم سفرونه کول او په مختلفو ولایتونو کې یې د خپلې اینجو دفترونه پرانیستي وو. دا له تناقضاتو ډک شنونکی، فکر نه کوي چې څوک به د ده خبرې هم وارزوي او ټول خلک به دومره ساده نه وي، چې هره خبره یې په پټو سترګو ومني.
دی نه پوهیږم، په هوښ و، که د هماغو ادعا شویو زهرو اثرات یې لا په وجود کې وو، چې د پاکستان د استخباراتو په شان د افغانستان په پوستکي کې ننوتی سازمان د ځان پر وړاندې بایلونکی او له ده څخه دومره وېریدونکی یادوي.
واقعیت دا دی، چې دغه مهال پاکستاني استخباراتو په افغانستان کې د مات شویو طالبانو د بیرته انسجام لپاره په ډېر شدت کار کاوه او تر هر چا ډېر یې فاطمي غوندې پخوانیو همکارانو او ورسره په ژبه او خواصو بلدو خلکو ته ډېره اړتیا لرله.
یوه بله خبره هم، چې یادونه به یې ښه وي دا ده، چې بلال فاطمي د ښوونځي د زده کړو پر مهال، ځان د ګلبدین حکمتیار د سترګو اغزی بولي او وایي د ښوونځي مدیر یې ورته وویل، چې حزب اسلامي یې د وژلو پلان لري.
بیرته د کرزي د واکمنۍ کیسې ته راځو. دلته یو بل ټکی هم شته، چې بلال فاطمي پرې ځان تېر راوست. د کرزي د واکمنۍ په څووم کال د ده تره ډاکټر سید امین فاطمي د حامد کرزي د حکومت د عامې روغتیا وزیر ټاکل کیږي او تر ډېرې مودې دوام کوي. فاطمي او کرزی دواړه د شوروي پر وړاندې د جګړې پر وخت د صبغت الله مجددي د ملي نجات جبهې مهم غړي وو. سید امین فاطمي د روغتیا وزارت د چارو پر سمبالولو سربېره، په ټاکنیزو کمپاینونو کې د کرزي لپاره پراخې هڅې کولې او له شک پرته، چې وراره یې بلال فاطمي هم په دې برخه کې خپل وس نه دی سپمولی.
هغه د دې لپاره، چې په دغو کلونو کې د خپلې خاموشۍ یا مرموزو ماموریتونو توجیه ولري زیاتوي، چې له ۲۰۰۲ څخه د لویدیز په ملاتړ تمویلیدونکو رسنیو ورسره پر مرکو بندیز لګولی و.
بلال فاطمي د مرکې په ترڅ کې یې یو بل ټکی، چې له خلکو پټ کړ، د ۱۳۸۹ لمریز کال په پارلماني ټاکنو کې د هغه نوماندي وه. نوموړي ته ځینو نیږدې سرچینو د دې کرښو لیکوال ته ویلي، چې فاطمي په دغو ټاکنو کې له ننګرهار ولایت څخه نوماند و، خو ناکام شو.
بلال فاطمي په خپله دغه مفصله مرکه کې د یوه اوریدونکي له لوري یې وپوښتل شو، چې ولې له طالبانو څخه د دومره پلوۍ باوجود هېواد ته نه ستنیږي او د ایډیال رژیم د پياوړتیا لپاره یې کار نه کوي؟ ځواب یې دا و، چې هلته پاکستاني استخبارات د داعش په نوم خلک وژني. ورنه وپوښتل شو، چې کله به افغانستان ته بیرته ور ګرځي؟ ویل یې، زه شرایط خپله تحلیلوم، چې هرکله راته مناسبه ښکاره شو ورګرځم.
بله جالبه دا ده، چې بلال فاطمي له بهر مېشتو سیاسي شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو د کمیسیون جوړیدل په یوه زوم کنفرانس کې، چې ممکن طالب چارواکو سره یې لرلی وي او ورسره مرکه کوونکو طالب پلوو امریکا مېشتو هم برخه لرلې وي، خپله لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې دا کمیسیون خو په « هماغه زوم کنفرانس» کې د ده له غوښتنې وروسته جوړ شوی.
نوموړي په عین حال کې، ادعا وکړه، چې په دومره موده کې یې له افغانستان سره اړیکې پرې شوې نه وې او هر کال یې افغانستان ته سفر کړی دی.
فاطمي ته د بهار ټلویزون په یاده خپرونه کې یوه اوریدونکي د خپلې تبصرې په بڼه وویل، چې افغانستان له یوه سیکولار نظام پرته له اوسنیو ناورینونو را وتلی او هوسا کیدای نه شي. خو هغه یې په ځواب کې وویل، چې د سیکولاریزم پلوی نه دی خو باور لري، چې ملایان حکومتولي نه شي کولای او دی یې د حکومتولۍ مخالف دی.
اوس د هغه په وروستي ویډیويي پيغام کې لیدل کیږي، چې نا لیدل شوی ملا هبتالله خپل زعیم او مشر بولي، یانې د طالبانو په اصطلاح بیعت یې ورسره کړی دی.
د ښاغلي فاطمي د ژوند او متناقضو خبرو او موقعیتونو په اړه اوږده بحثونه کیدای شي، خو غوره چې لوستونکي د مشت نمونه خروار په توګه، د هغه د خپلو څرګندونو په استناد، د طالب مشرانو او دوی د پلویانو مرموز سوابق، ماهیت، تړاوونه، ادعاوې او عملي فردي موقعیتونه درک او قضاوت یې په اړه وکړي.