د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د موسی شاهین د سمدستي خلاصون لپاره کمپاین پیل کړی دی

۸صبح، کابل: د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ مشر، د سیمه‌ییز سندرغاړی (موسی شاهین) له نیول کېدو نږدې درې میاشتې وروسته د هغه د خلاصون لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د دغه انسټیټیوټ مشر (احمد سرمست) د جمعې په شپه (وري ۱۸)، یو ځل بیا د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د دغه سیمه ییز سندرغاړې د ژر تر ژره خلاصون لپاره اقدام وکړي.

هغه په یوه ټویټ کې ویلي: «د موسی شاهین خلاصون لپاره، خپل غږ پورته کړئ چې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.»

یوه ورځ وړاندې سرمست په یوه بل ټویټ کې ویلي وو چې افغان سندرغاړی موسی شاهین بې‌رحمانه شکنجه شوی دی. هغه زياته کړه چې دغه سيمه ييز سندرغاړى ناروغ دى او روغتيايي مرستو ته لاسرسى نه لري.

وسله والو طالبانو د دغه سيمه ييز سندرغاړي د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

موسی شاهین د پنجشیر ولایت اوسیدونکی دی. نوموړی تېر کال د سلواغې په میاشت کې، په کابل کې د طالبانو له خوا په زوره نیول شوی و.

ورته لیکنې

Back to top button