کابل او پېښور يو بل ته داسې نږدې دي، چې که د تېرو څو سوو کلونو بدلونونه بل ډول رامنځه شوي وای، نو ښایي له یوه نظره به داسې اېسېدل، لکه د یوه ایالت دوه ښاره! او که په پېښور کې کومه ناوړه پېښه شوې وای، نو په کابل کې مېشت واکمنان او سياستوال به پرې غوسه کېدل او خواشیني کېدل. او همداسې که په کابل کې کومه ښه پېښه کېدلای؛ نو په پیښور کې به یې ورته غبرګون کېده. خو د شلمې پېړۍ، د ۷۰مې لسیزې له وروستیو راهیسې، په دې سیمه کې د روان خونړي سیاست له امله، پېښور د کابل د ورانۍ د قوماندې مرکز وګرځېد او په مشهورو قول اردوګانو کې یې، د جنرال فیضحمید په څېر کسان- کلونه کلونه- د ترهګرۍ پر پالنې او د ډېورند کرښې ددې غاړې د ښارونو او کلیو د ورانولو لپاره، د دسیسو پر جوړولو بوخت وو.د جهاد په لړ کې، دغه ښار د هېواد د روشنفکرانو او ازادي غوښتونکو د وژنې پر ډګر بدل شوی و او په تېرو شلو کلونو کې د هغو کسانو لپاره په پټنځای او روزنځای بدل شوی و، چې په افغانستان کې یې سړکونه قولبه کول، پلونه یې الوځول او ښوونځي، روغتونونه، لوبغالي، سړکونه او جوماتونه یې وژنځایونه جوړ کړٍي وو.
له بدهمرغه دغه سیاسي واټن ددې لامل شوی چې ډېری خلک دا ناسم تصور وکړي، چې د پولې دې غاړې ته ترهګري، لوږه او وروسته پاتې والي به د پولې د بلې غاړې د اوسېدونکو پر ژوند څه اغېز ونهکړي او هغه وینې چې له بلې غاړې بهېږي، دې غاړې ته به راونه رسېږي، ځکه خو د پاکستان رسنیو د کابل د سقوط ورځې نمانځلې او ددغه هېواد سیاستوالو په سیمه کې، د یوې نوې دورې د پیل خبره کوله.
له بدهمرغه اوس چې موږ په افغانستان کې، د ټولنیزو رسنیو پاڼې ګورو، نو په پاکستان کې د ناکراریو او ناورینونو د خپریدو نښې، زموږ ګڼ شمېر لوستو او پوهو هېوادوالو ته ښه خبر ښکاري او ځینې پرې خپله خوښي څرګندوي. د دیوالي کېدو او ترهګرۍ ډنډ ته د پاکستان د لوېدو خطر زموږ د سیمې لپاره دومره جدي نه ګڼل کیږي.
هغه څه چې په دې ورځو کې په خیبر پښتونخوا کې روان دي، د پاکستان د لنډ نظره جنرالانو او سیاستوالو د ترهګرۍ پالنې، د هغه سیاست محصول دي، چې د «سټراتیژیکې ژورتیا» په نوم تعقیبېده. هغوی فکر کاوه چې د افغانستان په ورانولو او هغه پېر ته ددې خاورې په ستنولو سره، چې دره او امیر پرې واکمني وکړي، ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شي، ښځې له ټولنیز ژونده بېبرخې شي او د هېواد اداره د داسې وروسته پاتې کسانو لاسته ولوېږي، چې ووايي حکومت د خلکو د «روزي» مسوول نهدی او رعیت باید د روزي لپاره خدای ته زارۍ وکړي، پاکستان به د داسې ستراتیژیکې ژورتیا خاوند شي، چې په هغې کې به هر څومره ترهګر او ځانمرګي چې ورته اړتیا ولري، تر مدیریت لاندې وساتي. خو افغانستان په یوې سټراټېژېکې ژورتیا نهدی بدل شوی؛ بلکې د پاندورا یو پرانیستی صندوق شو، چې هر ډول بلاګانې ترې راوځي او دغه بلاګانې تر بل هر ځای مخکې پاکستان ته ورځي.
دې غاړې ته هم ډېرې تېروتنې شوې دي. زموږ دولتي چارواکي د لويديځ د پيسو او وسلو تر سيوري لاندې توهماتو، ښکار ګرځېدلي وو او د سولې او ټيکاو د رامنځته کولو لپاره يې، د ملي پيوستون او سيمهييزې همکارۍ اړتيا، جدي نهګڼله. د ولس غولونې سیاستونو، د سیمې د خلکو ذهنونه اغېزمن کړي او ډیر شکونه او بدبینۍ یې رامنځته کړې دي. پر دې غلطه لار به له مزل کولو سره به له تباهۍ پرته بل څه ترلاسه نه شي.
د افغانستان رسنۍ، مدني فعالان او سیاستوال باید د ترهګرۍ پر وړاندې د پیوستون د اړتیا په اړه، خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې هڅې وکړي. باید په دې باور ولرو چې د غو شکونو او تپل شوې دښمنۍ پر وړاندې، له مبارزې او د ترهګرۍ پر وړاندې، د یوه سیمهییز خوځښت له شتوالي پرته، له دغه ناورینه روغ نه شو وتلای.