د طالبانو امارت هېڅ هېواد او نړیوال سازمان په رسمیت نه دی پیژندلی؛ ځکه چې د نړۍ د خلکو له ذهنونونه، ددې ډلې د ترهګرۍ او بشر ضد دریځونو او ټولو خونړیو کړنو، پاکول اسانه کار نه دی. ان د هغو کسانو لپاره هم چې طالبانو ته یې د واک په سپارلو کې مرسته وکړه او د کابل تر تسلیمیدو پورې، له دغې ډلې سره، ملګري وو؛ دا اسانه کار نه دی، چې طالبان له دغو ځانګړتیاوو او شهرت سره، د نړیوال نظام د یوه عادي او رسمي لوبغاړي په توګه، ددې ډلې امارت ومني. په دې ورځو کې، له طالبانو سره د جوړجاړي په تړاو، د خبرو پر مهال، د ډېرو امریکايي چارواکو او د هغوی د اروپايي سیالانو په خبرو او چلند کې، کرکه په ښکاره توګه لیدل کیدای شي. دا د سیاستوالو رسمي دریځ او انفرادي موقف دی، چې د مایکروفون تر شا او په رسنیو کې له طالبانو د پلویتوب شرم نشي زغملای. په عملي ډګر او دغه راز د حکومتونو او ادارو په رول کې یې ډېری بیا د طالبانو له ادارې سره، د حکومت په څېر چلند کوي، پیسې ورکوي، له چارواکو سره یې د خبرو او مذاکراتو میز ته کېښني، مشورې ورکوي، غوښتنې مطرح کوي او د هغوی د تګلارو د اصلاح غوښتنه کوي! هغوی د سرپرست حکومت او واکمنو چارواکو په نوم یادوي او د طالبانو د «امارت» نوم د افغانستان معادل ګڼي.
په ښکاره توګه هم د طالبانو ضد افغانانو کې هم ځينې کسان وايي، چې پر طالبانو بنديزونه او پر دغې ډلې فشار راوستل، زموږ هېواد او خلکو ته زيان رسوي؛ نو نړيواله ټولنه بايد له دغې ادارې سره، د هېواد د خلکو د کړاوونو او ستونزو د کمولو لپاره همکاري وکړي!
دواړه، هم هغه بهرنیان چې د «واکمنو چارواکو» اصطلاح کاروي او هم هغه هېوادوال، چې دا ډله، د افغانستان واقعیت بولي او نړۍ ورسره اړیکو ته هڅوي، د ريښتینولۍ نقاب پر مخ راکاږي! خو باید وپوښتو چې ایا د طالبانو ډله، د افغانستان واقعیت دی او باید ورسره تعامل وشي او که دا چې زموږ پر خلکو تحمیل شوی ځواک او د سیمهییزو او نړیوالو پروژو محصول دی؟
طالبان د «واقیعیت» په توګه منل، زموږ د خلکو مخې ته، څه ډول لرلید راښکاره کوي؟ او آیا په طالباني نظام سره به د خلکو کړاوونه لږ شي؟
له ټولو هغو جوړجاړيو او معاملو سره چې روانې دي، د نړۍ حکومتونه او سیاستوال، پر دې خبره سره یوه خوله دي، چې طالبان د افغانستان او نړۍ لپاره یو آفت او د لوی شر سرچینه ده.
په سیاست او ډیپلوماسۍ کې ددې ډلې نوم، د څټتهپاتې، بنسټپالې، ښځېضد، متعصبې او مدنیت ضد ډلې معادل دی او داسې نښې نښانې لیدل کیږي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه، د طالبانو د واکمنۍ له امله، له افغانستانه بهرته د ناورینونو د راوتلو لپاره، د چمتووالي په حال کې دي!
هغوی چې نن ورځ د طالبانو ترڅنګ ولاړ دي او د پیسو، دیپلوماسۍ او استخباراتو په وسیله یې، ملاتړ کوي، همدغې ډلې ته، د یوې سیاسي لوبې د یوې موقتي وسیلې په سترګه ګوري چې ښه پایله به ونهلري. نو د داسې بدنامې او لاسپوڅې ډلې په نوم پورې، د افغانستان د راتلونکي تړل او د هېواد د واقعیت په توګه ددې ډلې یادول، نه واقعبینانه دي او نه هم روغکار.
پر طالبانو فشارونه او پر دې ډلې بندیزونه، د افغانانو په ګټه دي. ځکه هر څومره چې د بدیو د سرچینې ژوند لنډ شي، هومره به زموږ په هېواد کې، اداره او ژوند بیرته عادي حالت ته راشي. په ورته وخت کې، نړۍ او نړیوال سازمانونه دنده لري چې د افغانستان د خلکو او طالبانو ترمنځ توپیر وکړي. هغوی باید د جوړجاړي، تمویل او نرمښت له لارې، د طالب د شر د عادي کېدو لپاره، زمینه برابره نهکړي او دا بېبنسټه هیلې خپرې نهکړي، چې ګواکې د امتیازاتو او پیسو په ورکولو سره، ددې ډلې د بشري ضد سیاستونو، د پليکېدلو مخه نیسي او اصلاح کوي یې. له افغان سیاستوالو او مدني فعالانو هم هیله کېږي چې له دې خیاله راووځي، چې له طالبانو سره جوړجاړی به، د افغانانو کړاوونه لږ کړي.
دا غولونه کلونه کلونه تبلیغ شوې ده او د سولې مذاکرات، د دوحې تړون، نويو طالبانو او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو په اړه خاورېایرې شویو هیلو، ژوندۍ تجربې به نه هېروو. ددې ټولو جوړجاړیو او شاتګونو پایله دا شوه، چې د ښوونځیو بیا پرانیستل، پارک ته د ښځوتلل، د حمام کولو ازادي او د یوې شیبې لپاره، د سندرو ویلو او تفریح کولو فرصت، زموږ میلیونونو هېوادوالو لپاره، په نه پورهکېدونکې هیلې، بدل شي.