د مالدیپ ولسمشر محمد مویزو د خپل کار په لومړۍ ورځ، له هند څخه غوښتي چې خپل ځواکونه له دې ټاپو وزمې څخه وباسي.
د رویټرز د راپور له مخې، د مالدیپ د ولسمشرۍ دفتر د شنبې ورځ، نوامبر په ۱۸مه یوه بیان کې ویلي چې محمد مویزو په رسمي توګه دا غوښتنه د هند د ځمکې علومو له وزیر کرن ریجیجو سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
مالدیپ له هند څخه غوښتي چې خپل هغه پوځي پرسونل دې له دغه هېواده وباسي چې په مالدیپ کې د درېیو الوتکو د چلولو ماموریت پر غاړه لري.
دا الوتکې د مالدیپ په فضا کې ګزمې کوي.
خو تر اوسه د هندي ځواکونو د وتلو نېټه نه ده ټاکل شوې.
محمد مویزو د جمعې ورځ، د نوامبر په ۱۷مه د خپلې لوړې په مراسمو کې دا هم ویلي چې د بهرنیو ځواکونو وتل د هغه د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.
هغه تر مخکې ویلي و چې د هندي پوځیانو پر ځای د چینايي پوځیانو په راوستلو سره د سیمهییز انډول د بدلولو اراده نه لري.
د مالدیب خلکو د سپتمبر په ۳۰مه محمد مویزو د ۵۴ سلنه رایو په تر لاسه کېدو سره د ولسمشر په توګه وټاکه.
مالدیپ، د شاوخوا نیم ملیون نفوس لرونکی هېواد چې د هند سویل ته په ۴۵۰ مایلي کې موقعیت لري، یوه سیاحتي ځای بلل کېږي او همداراز د اقلیم بدلون په سر کې دی.