د نوموتي سندرغاړي عبدالله مقري د مړينې خبر ناسم دی

محمد عزيز پردېس

نن سهار د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړ چې د هېواد نوموتی او پېژندل شوی سندرغاړی عبدالله مقری د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.خو څو شېبې وروسته د نوموړي زوی ميرخان په خپلې فېسبوک پاڼه وليکل چې د پلار د مړينې خبر يې حقيقت نه لري.

ميرخان ليکلي چې، «مقری صاحب په ICU  کې تر درملنې لاندې دی او د مړينې خبرونه يې ناسم دي».

 نوموړي همداراز د واټساپ يوه ځانګړې شمېره هم پريښې ده او له هېوادوالو يې غوښتي دي چې د عبدالله مقري د ډاډګېرنې لپاره غږيز پيغامونه په ياده شمېره واستوي.

عبدالله مقری د هېواد وتلی سندرغاړی بلل کېږي چې تر دې  دمه یې د سلګونه سندرې ويلي، چې د حماسي سندرو په ویلو کې خورا ښه نوم لري او مشهور دی.

عبدالله مقري د مولوي عبیدالله زوی دی چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

ويل کېږي چې نوموړي د زده‌کړو پر مهال طالبانو ته به يې سندرې ويلې او له همدې امله ترې تعلیم ټکی شو او بلاخره همدې شوق او مينې په ۱۳۵۷، ۱۳۵۸ل کلونو کې تر تلویزونونو او راډیوګانو ورسوه.

دا چې کورنۍ يې مذهبي اړخ درلود نو له مخالفتونو سره مخ شو؛ خو ده له کورني مخالفتونو سره سره بيا هم سندرو ته دوام وکړ.

مقری افغانۍ موسيقي او فلکلور خوښوي او د سندرو ويلو تر څنګ شعر هم ليکي.

نوموړی د حماسي او وطني سندرو د ويلو له امله خوار ډېر مشهور شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button