د کندهار ملي موزیم ته د سيلانيانو په تګ راتګ کې زياتوالی راغلی
۸صبح، کندهار، راپور: احمد شاه شاداب

دغه موزیم چې تر دمه پکې تر اته سوه زیات د بېلابېلو لرغونو دورو اړوند تاریخي اثار ساتل شوي دي، هره اونۍ تر سلو زیات کسان ترې لیدنه کوي.
د کندهار تاریخي موزیم چې په دې وروستيو کې د اطلاعاتو کلتور ریاست ودانۍ کې دننه ورته تازه یوه بله ودانۍ ځانګړې شوې، د سیلانيانو شمېر یې ورځ تر بلې زیاتيږي.
د کندهار تاریخي موزیم چې له کورنیو جګړو وروسته یو ځل بیا په ۱۳۸۱ لېږديز لمریز کال کې پرانیستل شو، د هېواد له پنځو لویو او تاریخي موزیمونو څخه یو دی.
په کندهار ملي موزیم کي داسی تاریخي اثار شته چي تر شپږ زره کلونو لرغونوالی لري.
په دغه موزیم کي تر اوسه ۸۵۰ تاریخي اثار ثبت او پراته دي چي د مسؤلینو په وینا یې دا موزیم د افغانستان یو له هغه موزیمونو څخه دی چې داسې تاریخي اثار په کې پراته دي چې له میلاد څخه تر مخه قدامت لري.
د کندهار ملي موزیم مسؤل احمد الله وايي چې، ددې موزیم اثار چي د شپږ زره کلن تاریخ استازيتوب کوي، په شپږو تاریخي دورو پورې اړه لري چې د ډبرې، د برونزو، د کوشانیانو دورې، د باختریانو دورې او نوې معاصره دورو پورې تړاو لري.
احمدالله وايي چې، د اونۍ په منځ کي دغه موزیم ته له سلو نه تر درې سوه پورې سیلانیان ورته راځي چې د کندهار او نورو ولایتونو څخه دي.
د کورنیو جګړو څخه مخکي د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې یو لوی موزیم موجود ؤ چي د تاریخي اثارو شمېر یې تر شپږ زره کلونو اوښته خو د ډاکتر نجیب الله له دورې وروسته دغه موزیم ولوټل شو او زیات اثار یې بهرنیو هېوادونو ته په قاچاق شول.
په کندهار کی څېړونکی او لیکوال حیات الله رفیقي وايي چې د کورنې جګړې څخه مخکې په کندهار ملي موزیم کي داسی تاریخي اثار موجود ؤ چي د احمدشاه بابا د امپراطورۍ او د افغانستان د نورو تاریخې پېښو څرګندونه یې کوله. د بېلګې په ډول هغه توفنګچه چې وزیر محمد اکبرخان ورباندي مکناټن وژلی ؤ. وروسته دغه موزیم چور شو او تاریخي اثار يې لا تر اوسه نه دي پیدا شوي.
دغه موزیم ته راتلونکي سیلانیان وايي ورځ تر بلي د کندهار ملي موزیم په اثارو کي زیاتوالی راځي او وايي چي ډېر لیواله دي چې د افغانانو په تاریخ پورې تړلي اثار ننداره کوي.
په وروستیو څو لسیزو کې د هېواد زیات شمېر تاریخي اثار ورک او يا هم نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي چې، د چارواکو په وینا د یو شمېر اثارو څرک ورته معلوم دی چې د بېرته راوړلو لپاره یې هڅې هم پيل شوي دي.