د سومالیا په پلازمینه کې د دوو موټر بمونو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه او ۳۰۰ نور چې ټول ملکیان دي ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، چې د سومالیا د ولسمشر حسن شیخ محمد له قوله خپور شوی دوه موټر چې بمونه پکې ځای پر ځای شوی وو شنبه سهار د اکټوبر پر ۲۹ د سومالیا په پلازمینه کې د پوهنې وزارت مخې ته چاودول شوي دي.
هغه زیاته کړې: «زموږ عام خلک چې ووژل شول… میندې او ماشومان یې، ناروغ پلرونه، زدهکوونکي او سوداګر پکې وو.»
د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومه ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو الشباب وسلهوالې ډلې، چې د القاعدې ملاتړ له ځان سره لري ځان يې د دغو بریدونو مسوول بللی دی.
له دې مخکې هم په دغه هېواد کې په ۲۰۱۷ کال کې د ورته پېښې له امله تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي وو.