تعلیمي نظام پرضد روانه کودتا، د سیمې او نړۍ امنیت پر وړاندې ګواښ جوړېږي

لیکوال: جانداد جهاني

په دې وروستيو کې په کندهار کې د اسلامي امارت له ۹۲۲ غړيو څخه دوولسم ټولګي ته د شامېلېدو ازموينه واخېستل شوه. دا ازموینه د ځینو رسنیو له لوري راپور شوه. د کندهار د پوهنې رئیس (فخرالدين نقشبندي) وویل چې دغه ازموينه د پوهنې وزارت په لارښوونه ترسره شوې ده. د نوموړي په وينا په دې ازموينه کې بريالي اشخاص به يې د پوهنې رياست له لوري، په دوولسمو ټولګيو کې جذب شي.

په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې دا يو بې‌مخینې اقدام بلل کېږي او د کارپوهانو ترمنځ یې پوښتنې راپورته کړي‌دي.

د کابل پوهنتون مخکینی استاد ښاغلی عبیدالله ورک وایي «يو دليل دا ښکاري چې حاکم دولت د پرسونل له کمبود سره مخ دی او په دې توګه د خپل پرسونل پوره کولو لپاره اسانه او لنډمهالې لارې پسې ګرځي. له بلې خوا په دوولسمو ټولګيو کې د دوی افرادو داخلول او فراغت وروسته ورته د دوولسم ټولګي اسناد ورکول، د عصري زده کړو پر ضرورت دلالت کوي. خو بيا هم دغه اقدام د نړيوالو تعليمي نورمونو سره په ټکر کې دی. بايد دوی په منظمه توګه له دوولس کاله تعلیم وروسته، د عالي لېسې سند ترلاسه کړي او يوې ځانګړې ډلې له لورې دا ډول اقدام منطقي نه ښکاري.»

هغه زیاتوي «دوی هڅه کوي چې دې ډول لوستي قشر په رامنځته کولو سره، خپل رژيم ته د مشروعيت موندلو يوه بهانه پيدا او په دې توګه په خپل تعليمي سیستم کې نيګړتياوې پټې کړي. کله چې د طالبانو دغه غړي له کاميابېدو وروسته په دوولسم ټولګيو کې شامل شي، له فراغت وروسته به يې زيات شمېر دولتي ادارو ته هم جذبېږي، په دې توګه د حکومتولۍ او ادارو کيفيت په پام وړ توګه کمزوری کېږي.

تر دې هاخوا د دوی کړنې ښيي چې د طالبانو رژيم پرته له کومو علمي او اکاډمیکو معیارونو، د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه هم پیل کړي دي. په دې اقدام سره د دوی اصلي اجنډا لا رابرسېره کېږي او د اندېښنې خبره داده چې دوی دغه اقدام د فکري او علمي ودې پر ځای ستراتيژيکې موخې لري. د طالبانو رژيم د مدرسو سندونه، د ليسانس او ماسټرۍ سندونو ته تبديلوي. په دې توګه د اکاډميکو مراکزو د سندونو ارزښت ته چې د کلونو تحقیق او سختو مطالعاتو په پايله ده، زيان رسېږي.

تعليمي سکتور ته يوه بله ننګونه، د طالبانو له لورې په علمي نهادونو کې لاسوهنه بللی شو. طالبانو د پوهنتونو د نصاب یوه برخه د فکري جهاد تر نامه لاندې، تحریف کړېده او د فکري پوهنې، او فکري جګړې تر نامه لاندې ایډیالوژیک روایات تدریسیږي.  د هشت صبح د یوه ځانګړي راپور پر اساس چې «خون و نفرت به نصاب برمی‌گردد»  تر عنوان لاندې تیار کړی، موندلي یې دي چې طالبانو د درسي کتابونو په محتوا کې ګوتې وهلې دي او په ښکاره د تروریزم، ارتجاع او ظلمت په لور دعوت نښې پکې لیدل کېږي.

هغه څه چې طالبان خپله هم ندي ورته متوجه، هغه ځینی ایډیالوژیک فکرونه دي چې د دوی د مخالفو ډلو لکه داعش خراسان په ګټه، تمامیدلای شي او د دوی له اوسنۍ ډیپلوماسۍ او له نړۍ سره د جوړ جاړي پر خلاف دي. په فکري پوهنه او فکري جګړه کې، په وار وار له نړیوالو «کفارو» سره د جګړې «جهاد» یادونه شوې ده او له هغو سره هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیکي اړیکې، د غرب چل او دسیسه بلل شوې ده. د اسلام سیاسي نظام تر نوم لاندې مضمون کې، د اسلامي خلافت د عروج او جوړولو په اړوند تفصیلي بحثونه موجود دي، چې تر طالبانو زیات د داعش د ایډیالوژۍ په ګټه دي او ممکن ځوانان یوه ورځ دې ته متوجه شي، چې که دا خبرې سمې وي بیا خو تر طالبانو داعشیان د سوچه اسلامي نظام «خلافت» طرفداره دي او ممکن همدا ایډیالوژیک محتویات او ذهني پریمنځنه، یوه ورځ بیرته ددوی لپاره سر خوږی جوړ کړي.

د زده کړو په برخه کې د طالبانو مداخلې دلته نه ختمیږي! له ۶۰۰ څخه زياتې ورځې کېږي، چې افغان نجونې له ښوونځیو منع شوي‌دي او نږدې د يو کال راهيسې ښځينه محصلينې هم د پوهنتون کې له زده کړو منع شوي‌دي.

تیره ورځ، د طالبانو د معارف وزیر رسنیو ته ویلي چې «افغانستان کې د نجونو زده کړو ته شرایط ندي مناسب؛ ځکه موږ نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوو!» د شرایطو له برابریدلو یی منظور ښونځي، کتابونه، ښځینه استادانې، اداري پرسونل او بودجه نده؛ ځکه دا هرڅه شته! د دوی په نظر مناسب شرایط، په منځنیو پیړیو کې، د صحرانشنیه، بدوي عربو ژوند او شرایط دي! که چیرته طالبان افغانستان، د ۱۵۰۰ کاله مخکې عربي ټولنو غوندې له اوسني عصر او تمدن څخه لري کړي، ممکن هغه وخت د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.

د نجونو د زده کړو ترڅنګ طالبانو په افغانستان کې له ښځو څخه هم د کارکولو حق اخیستی دی. د طالباني رژيم دغه سیاست په نتيجه کې زياتې افغان ښځینه کارکونکې،  زده کوونکې او محصلينې، په ځانګړې توګه هغوی چې د لیسانس دورې د بشپړولو ته يې کم وخت پاتې و، له رواني لحاظه شديدا ځپلي دي.

د زده کړو په برخه کې له تعصب څخه ډک دغه اعمال، په اوږد مهال کې، د افغانستان ټولنيزې او نهادي ودې لپاره ناوړه عواقب لرلای شي. دوی په تعليمي برخه کې خپلو غړیو او متحدانو ته په لومړېتوب ورکولو سره، د هېواد تعليمي نظام بې‌طرفۍ او اعتبار ته شدید زيان رسوي.

د طالبانو ستونزه یواځې د نجونو له تعلیم سره نده؛ په وروستيو کې د طالبانو رهبر ملاهیبت الله اخندزاده په امر، په کندهار او هلمند کې نږدې ۷۵۰۰ هغو ټولګيو د تړلو پرېکړه وشوه، چې د انجيوګانو له لورې تمويلېدل. خو له بلې خوا دوی د مدرسو زده کړو لپاره خپل فعاليت ورځ تر بلې چټکوي. تیرکال د طالبانو د معارف وزیر ملا نورالله منیر، ویلی وو چې هره ولسوالۍ کې د مدرسې جوړولو پلان لري او تر دې دمه یې هم سلګونه مدرسې جوړي کړې دي. سربېره پر دې دوی هڅه کوي چې ديني لارښوونې او دنیوي تعليم سره ګډ او برابر کړي، په دې توګه دوی په زده کړيالانو کې د نړۍ اړوند ليدلوری کمزوری کوي او تنګ نظري او خپل ایډیالوژیک باورونه ور تزریق کوي.

ددې پاليسۍ له مخې چې شاوخوا يو کال په موده کې د مدرسو فارغانو ته د ښوونځي د دوولسم ټولګي سند ورکول کېږي، د طالبانو دا سیاستونه او پریکړې  ددې لامل شوي چې ډیری ځوانان د رسمي او معمولي زده کړو پرځای، مدرسو ته مخه کړي، چې په دې سره نه یوازې د رسمي او موډرنو زده کړو پرځای غیر رسمي او دودیزو زده کړو ته سوق کیږي؛ بلکې د هیواد د بشري ځواک یوه عظیمه کتله چې د هیواد په اقتصاد او راتلونکې کې یې مثبت رول لوبولی، په یو نه مهاریدونکي تروریستي ځواک بدلیدلای شي، چې دې سره د افغانستان، سیمې او ټولې نړۍ د امنیت او ټیکاو، بنسټ ته غوڅ ګواښ جوړېدلای شي.

ورته لیکنې

Back to top button