طالبانو په کاپیسا کې، د ځوانو نجونو ولور، ۱۵۰ زره افغانۍ او د کونډو ښځو ولور، ۸۰ زره افغانۍ، ټاکلی دی. دغې ډلې په کاپیسا کې د خوښۍ کوچنیو مراسمو پر جوړېدلو هم بندیز لګولی او خبرداری یې ورکړی، چې که څوک له دغې پرېکړې سرغړونه وکړي، ۱۵۰ زره افغانۍ به جریمه شي. او د طالبانو د محکمې له خوا به مجازات شي؛ خو د طالبانو دغه کړنه، د کاپیسا د اوسېدونکو او فرهنګیانو له سخت مخالفت سره مخ شوې ده.
یو شمېر فرهنګيان، د خوښۍ پر مراسمو بندیز او د ولور اندازی معلومول، د خلکو له کلتور سره جګړه بولي او وايي چې د طالبانو دغه کړنه، د «اخلاقي اصولو او انساني کرامت خلاف» ده. دوی د خلکو په شخصي چارو کې، د طالبانو د لاسوهنې د پای ته رسولو غوښتونکي دي.
میرویس کوهستاني، یو له کاپیساواو فرهنګیانو څخه دی. نوموړي د یکشنبې په ورځ، (سلواغې په ۲مه) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ووېل: «د محدودیتونو وضع کول او د خلکو د ژوند په ټولو چارو کې لاسوهنه، یو ډول مداخله او په خلکو فشار اچول دي. لومړی دا چې طالبان، چې ځانونه حکومت ګڼي او د عمري عدالت خبره کوي؛ خو د خلکو د ژوند د ښهکولو لپاره یې، چندان مثبت کار هم نهدی کړی. نو د مذهب تر نامه لاندې، ددوی لخوا زیات فشار راوړل، د خلکو د خوښیو اخیستل، په حقیقت کې ددې ډلې، د غوښتنو تحمیلول او د ټولنې او سیمې د کلتور او رواجونو له منځه وړل دي!»
هغه د خوشحالۍ د مراسمو د منع کولو او د ځوانو نجونو او ښځو لپاره د ولور د حد ټاکلو په غبرګون کې، زیاته کړه: «د ځوانو نجونو لپاره د ۱۵۰ زره افغانیو او کونډو لپاره د ۸۰ زره افغانیو ولور ټاکل، د اخلاقي اصولو او انساني کرامت خلاف کار دي. زه نه پوهیږم چې دا قوانین له کومو ارزښتونو او کومو دیني کتابونو اخیستل کېږي!»
د کاپیسا ولایت د فرهنګي چارو دغه فعال زیاتوي، چې طالبانو ددې پرځای چې د کار او زدهکړو، اقتصادي ودې او روغتیايي خدمتونو په برخه کې، خپل اساسي مسوولیتونه ترسره کړي، «ناروا» محدودیتونه وضع کړي، خلک ځوروي او غیر ضروري جریمې پرې لګولي دي.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا يوه مياشت وروسته له هغې، چې طالبانو د حج او اوقافو وزارت سیمهییزو چارواکو، په ولور اخیستلو بنديز ولګاوه، د کاپيسا د کوهستان په اوله حصه کې، د ځوانو نجونو ولور، ١٥٠ زره افغانۍ ټاکلى دى.
د کوهستان د لومړۍ برخې لپاره د طالبانو ولسوال، عبدالمتين سعيد، د مرغومي په ١٦مه، د جمعې په ورځ، ددې ولسوالۍ په مرکز کې، له خلکو سره په يوه غونډه کې وويل، چې د کونډې مېرمنې ولور، ٨٠ زره افغانۍ دى. هغه ټینګار وکړ، چې نور لګښتونه د هلک کورنۍ پورې اړه نلري.
طالبانو په دغه ولایت کې د شیریني خورۍ، د اختر برخه، د برات برخه، چاشتي، اونۍواره، د زوکړې ورځ، واده او کوژده، د نکریزو شپه، آیینه مصاف، خپهماتی، د ویښتانو سالون ته تلل، د کیک اخیستل او د شاتو میاشتې چکر، باندې هم بندیز لګولی دی.
د کاپيسا د کوهستاناتو د لومړۍ حصې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال، خبردارى ورکړى و، چې که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، ١٥٠ زره افغانۍ به جريمه او د طالبانو د محکمې له خوا به مجازات شي.
له دغه حکم وروسته، طالبانو د دوشنبې، د مرغومي په ۲۶مه، د کاپیسا ولایت په لطیفخېلو کلي کې، د دوو وروڼو د کوژدې پر مراسمو برید وکړ او د مراسمو د ګډوډولو ترڅنګ یې، دواړه زومان او د ناوې پلار هم ونیول. له کلي څخه يوې سرچينې، ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې طالبانو آن ددې مراسمو لپاره چمتو شوي خواړه، د ولسوالۍ ودانۍ ته وړي او د زوم مشر ورور يې سخت ووهلی ټکولی.
طالبانو ددې کار لامل، د طالبانو د حکم خلاف د واده مراسم ترسره کول ګڼلي او دغه کورنۍ یې ۳۰۰ زره افغانۍ جریمه کړې ده!
په ورته وخت کې، د کاپیسا یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې دوی هم د طالبانو ددغه اقدام مخالف دي.
د کاپيسا د لومړۍ حصې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي عرفان الله ۸صبح ورځپاڼې ته وويل: «دا رښتيا ده چې د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دی؛ خو موږ غواړو چې په کملګښت سره، د شیرنيخوړلو مراسم، د زیږون او ودونو او داسي نور مراسمو جوړولو له لارې؛ لږ تر لږه د څو ساعتونو یا یوې ورځې لپاره، خوشحاله واوسو! خو طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې، هېواد زموږ لپاره زندان ګرځولی. آن د اسلام د نوم په کارولو سره، زموږ خوښي هم اخیستل کیږي. موږ واقعاً له دې وضعیته نور ستړي یو.»
د کاپيسا يو بل اوسېدونکى، فرشيد هم د طالبانو له خوا د سختو بنديزونو د ختمېدو غوښتونکى دى. هغه وايي: «لطفا نور زموږ له برخليک سره لوبې مه کوئ! که وږي ته خواړه نهشي ورکولی، د هغوی خوښي مه اخلئ. د کاپیسا خلکو تر نن ورځې پورې هېڅ غیر اسلامي مراسم نهدي ترسره کړي. دوی ولې په ناحقه پلمې لټوي؟ طالبان غواړي په پلمېجوړولو سره له خلکو څخه پيسې واخلي. موږ غواړو چې بندیزونه پای ته ورسیږي.»
په کاپیسا کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو، په داسې حال کې د ښځو لپاره د ولور اندازه ټاکلې، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت، د روان کال د لیندۍ په میاشت کې، په رسمي توګه اعلان کړی و، چې په شریعت کې د ولور اخیستل جواز نهلري. دې وزارت ویلي چې دا یوازې مهر دی چې د «ښځې حق کېږي». ولور هغه پیسې دي چې د زوم کورنۍ یې باید، د واده په مراسمو کې، د ناوې کورنۍ ته ورکړي.
له بلې خوا، د موسیقۍ بندیز هم یو له هغو بندیزونو څخه و چې طلابانو بیاځل واک له پیل یې اعلان شوی و.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د خلکو پر ژوند ډېر محدودیتونه وضع کړي دي. ښځې د زده کړې، کار، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو او حتی پارکونو ته د تګ له حق څخه محرومې اعلان شوي دي.
نارینه هم د خپلې خوښې جامې اغوستلو او ویښتانو جوړولو آزادي نلري او هغه څه باید وکړي چې طالبان یې خوښوي.