د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان د یوه مهم قوماندان د وژلو ادعا کړې

پاکستاني رسنیو ددغه هېواد د پوځ په حواله خبر ورکړی، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټیټیپي) یو مهم قوماندان وژل شوی او دوه ملګري یې ټپیان شوي دي.
نیوز ډای ایکسپریس نن سه شنبه (د مې ۲مه) راپور ورکړ چې د تحریک طالبان پاکستان دغه قوماندان (جابرشاه) نومېده او د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیلخان په (دربان) سیمه کې وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، جابرشاه ددغه هېواد پر امنیتي ځواکونو او د پولیو واکسین پر ټیمونو په څو بریدونو کې، لاس درلود.
د پاکستان د پوځ چارواکو له افغانستان سره په نږدی قبایلي سیمو کې، ددغې ډلې د ځپلو لپاره، د عملیاتو په دوام کې د تحریک طالبان پاکستان د دوهم قوماندان د وژل کېدو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې دغه عملیات به د تحریک طالبان پاکستان تر بشپړ له منځه تلو پورې دوام ولري.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې، د پاکستاني پوځ عملیات د تېرې چهارشنبې په ورځ د (ټي ټي پي) د جنګیالیو پرضد پیل شول.
په همدې حال کې، (ټي ټي پي) ادعا کړې، چې د اپریل په میاشت کې یې د پاکستان پر پوځ ۴۸ هدفي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ددغه هېواد تر ۷۰ زیات امنیتي ځواکونه وژلي او تر ۸۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.