پاکستانی پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته ورسېد

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی کابل ته رسېدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر په مشرۍ ددغه هېواد پلاوی نن سه شنبې د لیندۍ به اتمه کابل ته رسېدلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد، د کابل هوايي ډګر ته د دغه پلاوي رسېدل تایید کړي دي.
ټاکل شوې پاکستانی پلاوی له طالب چارواکو سره د دواړو لوریو ترمنځ د وروستیو نښتو په ګډون بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي.
سوداګري او ترانزیت به له طالب چارواکو سره د مېرمن کهر د بحث نورې موضوع ګانې وي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو اونیو کې طالبانو او پاکستاني پوځيانو د کندهار او پکتیا په سرحدي سیمو کې نښتې کړې دي.