د پاکستاني طالبانو تحریک پېښور کې د ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه واخیست

د پاکستاني طالبانو تحریک اعلان کړی، چې پېښور ښار کې پر یوه جومات د نن ورځې ځانمرګی برید د دغې ډلې له خوا ترسره شوی دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک ټيټيپي دوشنبه د جنورۍ پر دېرشمه نېټه ویلي، چې دغه برید د دې ډلې د قوماندان خالد خراساني د وژل کېدو په ځواب کې شوی دی.
د ویلو ده، چې دغه برید نن غرمهمهال ۱:۴۰ بجې په یوه جومات کې دننه وشو.
د رویټرز خبري اژانس د وروستي راپور له مخې د دغه ځانمرګي برید له امله ۳۲ تنه وژل شوي او لږترلږه ۱۴۷ نور ټپيان دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، ډېری قربانیان هغه کسان دي چې د ماسپښين د لمانځه لپاره دغه جومات ته تللي وو.