څو ورځې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوه چې تر ډېرو نیوکو لاندې راغله په دې ویډیو کې د قدرت الله په نوم د قرآن یو قاري د فاریاب په یوې دینې مدرسه کې، خپل زده کوونکي ته په ناروا ډول وهل ټکول ورکوي. د دې وهلو ټکولو صحنه دومره وحشت پارونکې ده چې انسان د منځنۍ پېړۍ د تورنو کسانو سزا ورکول په یاد اچوي؛ لکه دا چې مونږ اوس هم په منځنۍ پیړۍ کې ژوند کوو. دا ډول چلندونه په مدرسو او حتی په ښوونځیو کې ډېر پېښیږي، خو یوازې ځینې ددغو پېښې یې رسنیز کېږي او عمومي نندارې ته وړاندې کیږي او ترڅنګ یې غبرګونونه راپاروي. هغه مهال چې دا ویدیو مجازي فضا کې خپره شوه، د ټولنیزو شبکو ډیری کارونکو، د ښوونکو، ملایانو او له زده کړیالانو سره د قرآن د قاریانو په خپلې ترخې کیسې او تجربې نقل کړې ترڅو ثابت کړي چې دا ډول چلندونه یوازې په یوه ولایت یا ځانګړي اقلیم یا کومې مدرسې یا هماغه ښوونځي پورې اړوند ندي. تاوتریخوالی ددې زمکې له سر او مخ نه راوریږي او د زده کړیالانو پر وړاندې د ښوونکو تاوترخوالی، یو له دغو تاوترخوالو نه دی.
د ژوند تر ټولو تریخ واقعیت دا دی چې په افغانستان کې تنکي ځوانان او ځوانان، د ژوند له کمو امکاناتو نه برخمن دي او محدود ښوونیز فرصتونه په واک کې لري. له همدې امله او همدارنګه د بې وزلۍ له امله، ډیری کورنۍ غوره بولي خپل زامن مدرسو یا دارالحفاظونو ته ولیږي چې لیلیې هم ولري او د دیني علومو د زده کړې ترڅنګ، هغوی ته خواړه هم ورکړي. د دغو مدرسو یا دارالحفاظونو چارې د تنګ فکرو مدیرانو او ښوونکو له لوري پرمخ وړل کیږي. دغه مدیران او ښوونکي هڅه کوي په دغو مدرسو او دارالحفاظونو کې داسې فضا رامنځته کړي چې هرڅه ددوی په خوښه پرمخ ولاړ شي. په دغو فضا ګانو کې له ښوونکي نه د اطاعت کولو امر دود کیږي او که چېرې له یوه کس نه داسې چلند ترسره شي چې د نافرمانۍ نښې پکې ولیدل شي، مدیر یا ښوونکی حق لري هره بلا چې کولای شي په هغه یې راوړي.
تجربې ښوولې چې دا شان تړلې او پلرنۍ فضا، له خطر نه ډکې پایلې لري. په داشان زوی توب او پلرنۍ فضا کې، ښوونکي په اسانۍ کولای شي زده کوونکو ته سزا ورکړي او له هغوی نه کار واخلي او حتی له هغوی نه ناوړه جنسي ګټه واخلي. په ډېر شمېر موردونو کې له زده کړیالانو نه د قاریانو او ملایانو د جنسي ګټې اخیستنې په اړه معتبره رسنیز راپورونه خپاره شوي دي. په پاکستان کې چې رسنۍ په دا ډول موردونو کې ډېرې آزادې دي، د پاکستانیو نامتو او لویو ملایانو ویډیوګانې خپرې شوي، او ښيي چې دا ملایان له خپلو زده کړیالانو نه د څو کلونو لپاره جنسي ګټه اخیستې ده.له شک پرته چې په افغانستان او پاکستان کې دیني مدرسې، تل هڅه کوي خپلو زده کوونکو ته د خپلواکو رسنیو لاسرسی محدود یا منع کړي. ددغو مدرسو مدیران پوهیږي چې د هغو پېښو په اړه چې هلته پېښیږي، د ټولو په واک کې ورکړل شي، د عامو خلکو په عقایدو کې به درنه زلزله رامنځته شي.
په پاکستان او افغانستان کې دیني مدرسې، عبارت دي له تړلو فضاګانو چې د هغو مدیران هڅه کوي بهر سره د زده کړیالانو اړیکې محدودې کړي. هغو ځایونو کې له ورځپاڼو، تلویزیونو او انترنت ته خبر نشته. زده کړیالان حق نلري پرته د ښوونکو د هماغه تکراري خبرو نه، بلې خبرې ته غوږ کیږدي. ددغو مدرسو مشران د خپل نظر وړ د نظم او دسپلین د رامنځته کولو لپاره، حتی له تاوتریخوالي نه هم کار واخلي. که وغواړو دغه مدرسې د القاعدې سازمان له پوځي او ښوونیزو اردوګانو سره تشبیه کړو، بې ځایه به نه وي. د زده کړیالانو ټول حرکتونه او خبرې، د ښوونکو تر نظر لاندې دي او باید د خپل هر کار په اړه، ښوونکي ته ځواب ووايي. په دغو مدرسو کې هڅه کیږي چې د مدیرانو د نظر وړ ایدیولوژي، د هغو په مغزو کې ځای پرځای شي. طبیعي ده چې ځوان یا نوی ځوان چې تل د ځانګړو فکرونو تر ګواښ لاندې راشي او له بېلابېلو فضاګانو سره اړیکه ونلري، په آسانۍ د خطرناکو فکرونو په دام کې لویږي او حاضریږي په هغه لاره چې ورته ترسیم کیږي، تر پای پورې مخته ولاړ شي. ددغو مدرسو ډیری هڅې د ماشومانو او نویو ځوانانو پر ښوونې او روزنې دي، ځکه روښانه ده چې د هغوی د مغزونو مینځل آسانه او ساده دی.
هر سیاسي واک چې صحنې ته راځي، خپل د خوښې وړ یو شمېر ارزښتونه او چلندونه دود او تبلیغ کوي. اوسمهال چې د طالبانو ډلې د چارو سمبالښت پر غاړه اخیستی دی، طبیعي ده چې په ټولنه کې ځانکړي ارزښتونه او عادتونه دودوي. د طالبانو ډله د تاوترخوالو په رامنځته کولو او وینې تویونه کې روښانه کارنامه لري. په طالباني فرهنګ کې، د لاس لاندې پر وړاندې تاوتریخوالی، له طبیعي چلندونو نه دی او هغه ته ناوړه چلند نه ویل کیږي. طالبان په ورځني ډول، د لاس ګاډي چلونکو، هټۍ وال، متقاعد، زده کړیال، سوالګر، دولتي دفتر ته د مراجعه کوونکي، هغه ځوان چې د خپل د وېښتان یې د طالبان په خوښه نه دي جوړ کړي، هغه ښځه چې په پارک کې ناسته ده او…. پر وړاندې د تاوتریخوالي په بڼه چلند کوي. راپور ورکړل شوی چې د طالبانو سیمه ییزې ادارې، قاري قدرت الله ددغه چلند له امله نیول دی. طالبان باید وښيي چې د خلکو پر وړاندې د هغوی تاوترخوالی ولې، طبیعي او قانوني امر شمېرل کیږي، خو د قاري قدرت الله تاوتریخوالی ناسم کار شمېرل کیږي. کېدای شي چې دغه نیونې، خلکو ته د دوکه ورکونې بل څه نه وي او د عمومي افکارو د قناعت لپاره دا ډول نندارې په لاره اچول کیږي.
روښانه خبره ده ماشوم او نوی ځوان چې په دا ډول دوام داره شدت تر تاوتریخوالي لاندې ونیول شي، په رواني عقدو اخته کیږي او خپل نورمال وضعیت له لاسه ورکوي. دغه ماشوم او نوی ځوان په راتلونکي کې، په داسې حال کې چې له متراکمو عقدو نه رنځ وړي، اړ دی په ټولنه کې ژوند وکړي. دا ډول کس له خپل ښوونکي او پلار نه په الګو اخیستنې، هرکله چې فرصت ترلاسه کړي هماغه چلند چې ښوونکي یا پلار یې په حق کې روا ګڼلی، د نورو په حق کې روا بولي او هغه ته بد او زشت چلند نه وايي. دا ډول د تاوتریخوالي څرخ له یوه نسل نه بل نسل ته دوام پیدا کوي او راتلونکو نسلونو ته زیان رسوي او ناروغه، سادیست او ګواښونکي انسانان، ټولنې ته وړاندې کوي. روښانه نده کله به دا دور او باطل ذهنیت پای ته رسیږي.
کېدای شي ځیني غوسه ناکه ښوونکي، په واقعیت سره په دې هڅه کې وي چې زده کړیالانو ته خدمت وکړي او په رښتیا هغوی ته زده کړې ورکړي، خو د ښوونې او روزنې له نویو چلندونو نه بې خبره دي پر هغو کسانو چې د ښوونکي دنده پرغاړه لري، لازمه ده د روزنې له وروستیو نظرونو نه باخبره شي او د ښوونې او روزنې نوې تګلارې زده کړي. اوسمهال ډېرې مودې کیږي چې په نورو ټولنو کې، له تاوتریخوالي نه په ګټنې ښوونه او روزنه، څنډې ته کړای شوې او د ښوونې له تازه میتودونو نه ګټه اخیستل کیږي. له زده کړیالانو سره تند چلند، نه یوازې ددې لامل کیږي چې درس زده کړي، بلکې له درس او زده کړې نه د هغوی د کرکې لامل کیږي. د افغانستان په شان ټولنه کې چې ښاروندان یې ښوونې او سواد ته سخته اړتیا لري، له زده کړې څخه د ماشومانو او نویو ځوانانو کرکې ته زمینه برابرول، نه بخښونکې ګناه ده. د ښوونې او روزنې دا ډول تګلاره نه یوازې له زده کړې کې نه د نوي ځوان نسل بې برخې کوي، بلکې د هغوی روح او روان ته زیان رسوي او داسې نسل ترېنه جوړیږي چې هېواد د خدمت ککولو پرځای، د خپل هېواد راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي.
د تحلیل په مقام کې له زده کوونکو سره د ښوونکو د تاوتریخوالي چلند نه شو کولای له دې ټکې نه سترګې پټې کړو چې زمونږ سنتي فرهنګ هم د زده کوونکو پر وړاندې د ښوونکي بد چلند یو خوښونکی امر بولي. په سنتي فرهنګ کې، ښوونکي د پلار په شان دی او له ځانګړي مقام نه برخمن دی. په دې فرهنګ کې، ښوونکی باید خپل زده کړیال وځوروي، له دې پرته زده کړیالان له ادارې او مدیریت نه بهر کېږي.
په سنتي فرهنګ کې، ښوونکي ته نه درناوی کبیره ګناه شمېرل کیږي او دا ټکی تل ماشومانو او نویو ځوانانو ته ویل کیږي چې ښوونکی د خپل زده کوونکي د مرګ او ژوند مالک دی او د خپلو ادعاو د تایید لپاره له علي بن ابي طالب نه هم نقل کوي چې «من عَلّمنی حرفاً فقد صیّرنی عبداً ( چاچې ماته یوه کلیمه راوښوده، زه یې د خپل ځان برده کړی یم) دا کړنلاره باید اصلاح شي او له کومه ځایه چې د سنتي فرهنګ دغه برخه زیان رسونکې ده، باید تر جدي نیوکې لاندې راشي. زده کوونکی هم انسان دی او باید د هغه عواطفو، احساساتو، اړتیاو او لیدلوریو ته یې درناوی وشي. ښوونکي ته ټول واک سپارل، ویجاړونکې پایلې لري او باید مخه یې ونیول شي. زده کړیال باید حق ولري د ښوونکي پر وړاندې ودریرږي او که چېرې لازمه وي په چلند یا لیدلوري یې نیوکه وکړي او دا امر باید په نه درناوي تعبیر نه شي.