د سرپرست حکومت کابینې یو کمېسیون جوړ کړی، چې دنده یې له افغانستان څخه د وتلو سیاستوالو او مشرانو د بیا راستنولو په هکله له هغوی سره خبرې اترې دي. تر راستنېدو وروسته له سیاسي مشرانو سره د هغوی کړنلاره او امتیاز لا نه دی په ډاګه شوی؛ خو په اوو وروستیو میاشتو کې یې سیاستونو ته په کتو ویلی شو، چې هغوی له هېواده تللو سیاستوالو ته په افغانستان کې یوازې د ژوندانه حق په ورکولو قایل دي. د دې تر څنګ، سرپرست حکومت له هغوی د امارت او د دوی د واکمنۍ تاییدي په افغانستان کې دننه غواړي، دا چې دوی ټولو مخالفانو ته د بېرته راستېدو لاره برابره کړې او هغوی هم له واکمنۍ او هغو اصولو سره چې په افغانستان کې پلي کېږي، ستونزه نه لري. په پایله کې دوی واکمني مشروع ده او حق يې جوړېږي، چې نړۍ يې په رسمیت وپېژني. له دې کبله، د ځینو سیاستوالو بېرته راستنېدل به په ملي تصامیمو کې د ګډون او برخې اخیستنې له کبله نه وي.
د سیاسي مشرانو راستنېدل
په یوه ځغلن نظر سره ویلی شو، چې په څو دلایلو د سیاستوالو، رسنیو فعالانو او فرهنګپالو راستنېدل شوني نه دي. لومړۍ، د طالبانو په واکمنۍ کې د نورو کسانو په روایت د فعالیت لاره نشته. هغوی د افغانستان په چارو پسې نښتي او د خپل روایت تطبیق ته ژمن دي. هغوی د وږي پر ۱۸ د احمدشاه مسعود پلویانو ته د هغه د ترور د تلین نمانځلو اجازه ورنه کړه. نه یوازې دا چې دا کار ونه شو؛ بلکې د هغه عکسونه څیرې شول او د مړستون ډبره یې څو ځلې ماته کړای شوه. همداراز د راپورونو له مخې، هغوی د عبدالعلي مزاري تلین نمانځلو ته هم اجازه نه ده ورکړې. د سرپرست حکومت ځینو رسنیزو څېرو په بیا بیا هغه د قاتل په نامه یاد کړی دی. دا وضعیت پر نورو سیاسي او قومي ډلو هم اعمال شوی دی. په داسې وضعیت کې، غیرپښتانه سیاسي مشران راستنېدو ته دلیل نه لري؛ خو که هغوی ته خپله وفاداري اعلان او مطلقه ماته ومني.
د رسنیو فعالانو راستنېدل
د رسنیو محدودیت له ډېرو مواردو څخه یو هغه دی، چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د هرې ورځې په اوښتو زیات شوی دی. د افغانستان سیاسي شننونکي او د ويښ وجدان وګړي چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته له هېواده وتلي، په افغانستان دننه کې له ګواښ سره مخ وو. ځکه چې سرپرست حکومت تر دې دمه څو ازادې او فرهنګي څېرې د دوی له حکومتولۍ سره د مخالفت له کبله بندي کړې دي. له بده مرغه، دوی چې کوم وګړي نیولي او بیا یې پرېښې، تر دې دمه رسنیو ته د بحث لپاره نه دي راغلي او دا په دې مانا ده، چې طالبان له خپلو منتقدانو څخه د دوی پر ضد د خبرو نه کولو لپاره کتبي ژمنه اخلي. له دې کبله، دا کډه شوي فعالان چې په اوسني وضعیت کې د محدودیتونو په اړه غږېږي او د موجوده سختو حالاتو بیانولو مجال نشته، هېواد ته د ستنېدو لپاره دلیل نه لري.
د فرهنګپالو راستنېدل
فرهنګپال (لیکوال، شاعران او مدني فعالان) هم له داسې حالت سره مخ دي. د اوسنیو واکمنو له واکمنېدو وروسته د عمومي او خصوصي حوزې په نامه څه نشته. نور نو څوک په کافي شاپ یا انجمن کې په ډاډه زړه نه شي کېناستلی او د ولسواکۍ، د واکمن بهیر منفي کړنې او د نورو انساني ارزښتونو په اړه ازادانه فعالیت نه شي کولای، ځکه چې اوسني واکمن په ځانګړي یونیفورم خپل کسان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نامه د خلکو منځ ته استوي، چې د جامو اغوستلو، عباداتو او په ټوله کې د هغوی چارې وڅاري. د بېلګې په توګه، هغوی نه یوازې د سینګارتونونو کار غیراسلامي وباله، د هغوی دروازې يې هم وتړلې. د اوسني افغانستان په هکله غږېږل ښايي د فرهنګپالو یا د هغوی د خپلوانو سرونه ورېبي.
له دې کبله، سیاسي مشران، رسنیز فعالان او د ټولنې فرهنګي ځواک په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته له راستنېدو وېرېږي او د دوی پاتې برخه هم یوازې او یوازې له افغانستانه پر وتلو فکر کوي، ځکه د یوه نظم له رامنځته کېدو چې سړی پکې ساه واخیستلی شي، ټول ناهیلي شوي دي.
په افغانستان کې ټول سیاسي او وسله وال اړخونه د کابل تر نیول کېدو وروسته ناجبرانېدونکې تېروتنه وکړه او هغه دا چې فکر يې کاوه د کابل فتح د کار وروستی ټکی دی او څوک چې وسله په لاس ولري، مطلق حاکمیت هغوی ته ورګرځي او څوک ورسره د مقابلې توان نه لري. د طالبانو نورو سیاسي ډلو ترمنځ توپير چې کابل يې نیولی دا دی، چې دا واکمنېدل د دوی دویم ځلي دی. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ته چې هر فرصت په ګوتو ورشي، افغانستان «ګل او ګلزار» ښيي. هغه په ټول افغانستان کې د امنیت خبره کوي او د رښتیې سولې د تامين په هکله غږېږي. خو خبره دا ده، چې سوله یوازې د چاودنو او ځانمرګو او نورو وسله والو نښتو نشتوالی نه دی. یوه ایراني لیکوال د کابل تر سقوط وروسته یو لیکنه د «حکومت/ اسلامي امارت او د سولې فکر نشتوالي» په نامه ولیکله. لیکوال لیکلي و، چې سوله یوازې د جنګ نشتوالی نه دی، ځکه اړخونه ښايي یو وخت د مختلفو دلایلو له کبله نظامي جګړه ونه کړي، مثلاً د توان د نشتوالي له کبله ښايي اوربند وکړي؛ خو په راتلونکي کې ښايي د نښتې کومه بله لار غوره کړي. له همدې کبله، هغه دولت، ډلې یا بنسټ ته سوله غوښتونکی ویلی شو، چې نه یوازې د جګړې نظریه ونه لري؛ بلکې د جګړې د ایډيا پرځای د سولې فکر خپور کړي او په عمل کې ورته ژمن وي. اوسني واکمن که د سیاستوالو د بېرته ستنېدل او په ټوله کې په افغانستان کې د منازعې ختماوی غواړي، باید له خلکو او نړۍ سره خپل میکانیزم شریک کړي. حال دا چې د دوی په چلن کې داسې څه نه ترسترګو کېږي؟
د ولس، سیاسي مشرانو او نړۍ وړاندیز شوې حللار
کومې بینا سترګې او ويښ وجدان به وي، چې په هېواد کې ګډوډي، بې قانوني، خپلسري، انحصار، قومي او ډله ییزه کرکه ونه ویني. رښتیا خبره دا ده، چې ټول اړخونه او عام وګړي له بنسټپالنې، تنګ نظري نظم له جوړېدو، تعصب او توندلاریتوب سره مخ دي او له دغه پړاوه له تېرېدو مخکې به څوک افغانستان ته د راتګ زړه ښه نه کړي. پخپله اوسني واکمن له نورو څخه په دې هکله ښه پوهېږي. د همدې لپاره د کډوالو د بېرته ستنېدو ایډيا یو نمایشي کار دی. دا به د افغانستان د لویو ستونزو هواري ته کامیابه کړنلاره نه وي. ښايي د جمهوري دورې ځینې فاسد سیاستوال او مشران چې لوړې ودانۍ او لویه پانګه یې په هېواد کې پاتې او اوس ځنډول شوې، د خپلې پانګې د ساتنې لپاره له هغوی سره خبرو اترو ته زړه ښه کړي او بالاخره به هېواد ته ستانه شي. له دې سره بیا هم، که پخواني ټول سیاسي مشران هېواد ته ستانه هم شي، د افغانستان اصلي ستونزه به ورسره هواره نه شي، ځکه د سیاسي مشرانو کډوالېدنه د خلکو اصلي اندېښنه نه ده. خلک له هغوی څخه کرکه کوي. له دې کبله، هغه خلک چې پر یوې ازادې ټولنې چې ټول پکې د ژوند، وینا او سیاسي او فرهنګي فعالیت حق ولري، باور لري او له دې کبله به د اوسنیو واکمنو دغې غوښتنې ته زړه ښه نه کړي. خو که یوې اساسي مسالې ته چې نړۍ، ګاونډیو هېوادونو او خلکو ته د منلو وي، تن ورکړي او هغه د سیاسي غیرمتمرکز نظام، ټولشموله حکومت، د ښځو واقعي مشارکت، د مطبوعاتو ازادي او د سیاسي ګوندونو ازاد فعالیت دی. د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته چې کومو وګړو هېواد پرېښی، هېواد ته یې د ستنېدو حللاره دا ده، چې په لومړي ګام کې چارواکي د خپلسري چلن او د خلکو د وژلو مخنیوی وکړي او بیا واقعي مشارکت، انتخاباتو، ټولشموله نظام او تر ټولو مهمه په رښتینې مانا ازادۍ ته تن ورکړی. هغه مهال بیا د کمېسیون د جوړولو ضرورت نه لیدل کېږي. هغه وخت ټول روڼاندي، سیاستوال او متخصصان به پخپله ستانه شي، ځکه په دغو خلکو کې ډېر وګړي شته، چې همد اوس یې په وطن پسې زړه اچولی او غواړي ستانه شي.