په هند کې د افغان محصلینو بېبرخلیکي؛ نه د ستنېدو هیله، نه د پاتې کېدو وس
احمدشاه کهزاد

په وروستیو دوو لسیزو کې هند د افغان محصلینو لپاره یو له سترو تحصیلي ځایونو څخه دی. په هند کې د افغانستان د سفارت د اټکلي شمېرو له مخې په تېرو دوو لسیزو کې شاوخوا ۶۰ زره افغان محصلینو په دغه هېواد کې زدهکړې کړې دي. ویل کیږي چې اوسمهال د هند په څه باندې ۷۰ پوهنتونونو او کالجونو کې شاوخوا ۱۴ زره افغان محصلین پر زدهکړو بوخت دي. د پخواني حکومت له ړنګېدو او د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره د هند حکومت چې هر کال یې افغانستان ته ۱۰۰۰ بورسونه ورکول، د دغو بورسونو ورکول بند کړل، د دې ترڅنګ هغه دوه زره محصلینو ته چې د کورونا د وبا او ځیني هم د سمستر په نیمایي کې د رخصتیو له امله افغانستان ته ستانه شوي وو او د جمهوريت د سقوط پر مهال په هېواد کې وو، تر اوسه یې ویزې نه دي ورکړي. خو د دې پر ځای، د پام وړ شمېر افغان محصلینو ته چې په تېر یو نیم کال کې د هند له پوهنتونونو او کالجونو څخه فارغ شوي، د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
دا چې په افغانستان کې حالات لا هم ناڅرګند او کړکېچن دي او افغان محصلین په هند کې د زدهکړو په حال کې دي، دوی نه خپل وطن ته د ستنېدو هیله لري او نه په هند کې د پاتې کېدو حوصله لري. د زدهکونکو لوی اکثریت د «UNHCR» سره ځانونه ثبت کړي او دا بهیر هم کرار روان دی. اصلي پوښتنه دا ده چې دا خنډونه څومره جدي دي او دا اندېښنې څومره د اعتبار وړ دي؟
پرته له دې چې ووایو چې د طالبانو په راتګ سره د افغانستان خلک له سختو حالاتو سره مخ دي او یو ناورین ډک کال یې تېر کړی دی. وېره او ترور، ظلم او استبداد، فقر او کمښت او ناهیلي په ټولو برخو کې خپره ده. د طالبانو له خوا اعلان شوی حکومت په هر قیمت خپله بقا غواړي او خلک غواړي وتښتي او خپل وطن پرېږدي. د کابل او شاوخوا سیمو کړکېچن وضعیت د هغو زدهکوونکو آرامه ذهنونه هم نارامه کړي، چې په بهر کې زدهکړې کوي. په هند کې په سلګونو افغان محصلین چې خپلې زدهکړې یې پای ته رسولې دي، په ناکرارۍ او ناڅرګند حالت کې دي او خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو په اړه اندیښمن دي. دا ډله کسان په داسې حال کې دي چې نه دریم هیواد ته تللی شي، نه په هندوستان کې د ویزې د ستونزو له امله پاتې کیدلی شي او نه هم په اوسني حالت کې بیرته هیواد ته ستنېدلی شي. په دغو محصلينو کې د هېواد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو يو شمېر استادان هم شته چې د نورو علمي او فکري پرمختګ لپاره په بهر کې د خپلو زدهکړو کلونه پانګونه ضایع شوې او اوس دوی هم په یو ډول د نامعلوم برخلیک قرباني شوي.
په هند کې ډیری افغان محصلین د «UNHCR» دفتر سره ثبت شوي، که څه هم د دوی د پناه غوښتنې دوسیو د مثبت او په وخت ارزونې تمه ډېره کمه ده. له بدهمرغه په هند کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنري هم ډېر پڅ کار کوي او د افغانستان وضعیت او په دغه هېواد کې د افغانانو بېبرخلیکۍ ته ځانګړې پاملرنه نه کوي. د هغو محصلینو د ویزو د نوي کولو ستونزه چې خپلې زدهکړې یې پای ته رسولي وي، په خپله یوه بله لویه ننګونه ده. د ویزې د ستونزې د حل لپاره، محصلین باید زده کړه وکړي او فیس ورکړي یا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ دفتر سره ځانونه راجستر کړي. له بده مرغه، د پناه غوښتنې پروسه لږ تر لږه له پنځو څخه تر شپږو کلونو پورې وخت نیسي چې د قضیې برخلیک وټاکي. د پناه غوښتنې دوسیې د نامعلوم حالت او د مالي ملاتړي د نشتوالي له امله د هند په ډیرو لویو ښارونو کې یو شمیر افغان محصلین چې د ماسټرۍ او لیسانس سندونه لري، دوی په داسي کارونو بوخت دي لکه د میوو پلور او نور ټیټ عاید لرونکي کارونه. د اوسنۍ ګډوډۍ په دوام سره به د هغو زده کوونکو شمېر چې نه افغانستان ته ستنېږي او نه په هند کې راتلونکې لري، لا پسي اوږدېږي.
له بلې خوا څه باندې دوه زره افغان محصلین شته چې د هند حکومت ورته ویزې نه دي ورکړي او لا هم په دغه هېواد کې بند پاتې دي. دغه کسان هغه څوک دي چې د پخواني حکومت د سقوط پر مهال په افغانستان کې وو او د ویزو د باطلېدو له امله بېرته هند ته نه شي تللی. له بده مرغه په افغانستان کې د محصلینو پرله پسې اعتراضونو او شکایتونو کومه نتیجه نه ده ورکړې. دوی هره دروازه چې ټکولی مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی. د دغو محصلینو د اعتراض په اړه د لوړ پوړو هندي چارواکو غبرګون څرګند دی: د هند حکومت د امنیتي دلایلو له امله افغان اتباعو ته (د محصلینو په ګډون) ویزې نه شي ورکولای.
هند د پخواني حکومت یو له سترو ملاتړو څخه و او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته د نوي ډیلي او طالبانو تر منځ اړیکي نه دي ښي شوي او د هند حکومت لا هم نه غواړي چې په کابل کې خپل قونسلګري خدمات بېرته پیل کړي. امنیتي اندېښنې، پر اوسني حکومت د باور نشتوالی او د ویزې د سیستم نه موثریت شاید محصلینو او نورو افغانانو ته د ویزو د نه ورکولو تر ټولو مهم لاملونه وي.
په دې حالت کې لږ تر لږه هغه څه چې د هند له حکومت څخه تمه کیږي هغه محصلینو ته، په ځانګړې توګه هغو ښځینه محصلینو ته چې په افغانستان کې بند پاتې دي، ویزې ورکړي او هغه خبرتیا له پامه وغورځوي چې د دې ډلې محصلینو نوم لیکنه لغوه شوې ده. له بده مرغه، د پوهنتونونو د خبرتیا څخه څو میاشتې تیریږي او داسې ښکاري چې د دې محصلینو «داخلې » لغوه شوي دي. په هغه صورت کې دا کړنه په خپل ډول کې د هغو نجونو لپاره یو ناورین دی چې د هند د حکومت له خوا ورته ویزې نه ورکول کیږي او په افغانستان کې له کار او زدهکړو څخه هم منع دي. د نارینه محصلینو او د پوهنتونونو د استادانو اوسنی وضعیت چې له څه مودې راهیسې د ویزو له ستونزو سره مخ دي، هم د پوهیدو وړ دی. اوس مهال په افغانستان کې نه د کار زمینه برابره ده او نه هم هغه محصلین چې په بهر کې یې عصري علوم لوستي د حکومت مشرانو ته اهمیت لري. لوړ پوړي طالب چارواکي په دیني مدرسو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو په تناسب زدهکړو ته ترجیح ورکوي. د بېلګې په توګه، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د ۱۴۰۰ کال د سلواغی په ۷ مه د ۲۰۹ فتح قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې د طالبانو غړي په تېرو شلو کلونو کې د دوی د «جهادي» فعالیتونو له امله د دوی د تعلیمي وړتیاوو په پام کې نیولو پرته په دولتي ادارو کې ګمارل کېږي. په همدې حال کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت پخوانی سرپرست عبدالباقي حقاني د کابل پوهنتون له یو شمېر استادانو سره په خبرو کې ویلي وو چې د طالبانو چارواکي نه د ماسټرۍ او نه هم دوکتورا لري، مګر ترټولو غوره دي؛ ځکه دوی دیني عالمان او روحانیون دي. ياد شوي کس په بې شرمۍ سره ادعا کړی چې د تېرو شلو کلونو له زده کوونکو څخه بايد د هيڅ شي تمه ونه شي.
طبيعي ده چې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو له خوا دغه ډول څرګندونی به په بهر کې د محصلينو اندېښنې زياتې کړي او هېواد ته به د هغوى راستنېدل نور هم ستونزمن کړي.